ورزش

د افغان کرکټ په اړه د آی سي سي غونډه، ميرويس اشرف ممکن د ياد بورډ د رئيس په توګه رسما ومنل شي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۱ل): ټاکل شوې ده د کرکټ نړيواله شورا د افغان کرکټ راتلونکي په تړاو سبا يکشنبه د اپريل په لسمه نېټه مهمه غونډه ترسره کړي چې په کې به افغان کرکټ بورډ مشرتابه هم ګډون وکړي.

د کرکټ بورډ نږدې سرچينو نن ټکی اسيا ته ويلي چې د کرکټ نړيوالې شورا په ياده غونډه کې به د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مدير ميرويس اشرف او د اجرائيه رئيس نصيب خان هم ګډون وکړي. دغه ناسته په عربي اماراتو کې ترسره کيږي.

تېر کال د افغان کرکټ په اړه غونډه کې هيڅ کوم افغان لوري ګډون نه و کړی، چې د کرکټ بورډ په اړه ځينې پريکړې بې ځوابه پاتې شوې وې.

د سپورتي ويبسايټ کريک انفو له لوري په يوه خپاره شوي راپور کې د سرچينو په حواله ويل شوي چې د افغان کرکټ لپاره د څار کميټې د ميرويس اشرف د عمومي مدير په حيث ټاکنه د قوانينو سره سمه منل شوې چې د کرکټ نړيوالې شورا ته به دغه راپور وړاندې شي.

د کرکټ نړيوالې شورا په پام کې لري ترڅو ومومي په افغان بورډ کې بدلونونه په کومه کچه رامنځته کيږي او د ادلون بدلون لاملونه معلوم کړي.

که چيرې دغه بدلونونه د درې کلونو څخه په کمه موده کې پرته له کوم جدي لامل څخه وي، د کرکټ نړيواله شورا يې ممکن غړيتوب متوقف کړي.

په دغه راپور کې زياته شوې، که چيرې د څار کمېټې راپور د کرکټ نړيوالې شورا ته ورکړل شي، ډيره تمه ده چې ښاغلی ميرويس اشرف به د آی سي سي له لوري د بورډ د رئيس په توګه رسما ومنل شي، چې د افغان کرکټ لپاره يو لوی پرمختګ دی.

د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د افغان کرکټ د څار په کمېټه کې يا ددې بورډ غړيتوب ساتلو لپاره یوه کاري ډله رامنځته شوه تر څو په ټاکلې موده کې دغه کرکټ بورډ وڅاري او خپلې موندنې وړاندې کړي.

په دې کې د آی سي سي بورډ تجربه کار عمران خواجه په مشرۍ، راس مککولم (آیرلینډ کرکټ بورډ رئيس)، رمیز راجا (د پاکستان رئيس) او لاسن نایډو (سويلي افريقا رییس) شامل دي.

دوی په نومبر میاشت کې د کاري ډلې رامینځته کیدو راهیسې څو ځله د افغان کرکټ له پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره مرکې کړي دي، او په افغان کرکټ بورډ کې پرمختګونه او د رئيسانو بدلون يې له نږدې څارلی دی.

د افغانستان کرکټ غړيتوب ساتلو لپاره له شل اوريز نړيوال جام څخه وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا دغه ځانګړې کميټي وټاکله تر څو د افغان کرکټ بورډ او لوبډلې حالت له نږدې وڅاري.

د کرکټ بورډ د ځينو نږدې سرچينو په حواله، که د پورتني راپور سره سم د څار کميټې راپور آی سي سي ته ورکړل شي، راتلونکي کال به افغان بورډ غړيتوب مستحکم او لوبډله به يو شمېر مخکښو او پياوړو لوبډلو سره لوبې هم ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx