نظــر

ایران کې له افغان مهاجرینو سره د ناوړه ظالمانه چلند په تړاو یو څو خبرې

عادل عادل

لومړی د ایراني حکومت او خلکو په اړه:

د ایران د خلکو عامه ذهنیت د ګڼو کورنیو دلایلو او محکومیتونو پر بنسټ داسې جوړ دی چې هر هغه شر ته د خیر په سترګه ګوري چې د دوی حکومت ته پکې جدي ګواښ پېښولای شي.

دا چې هلته نه افغانان نوي ورغلي دي او نه هم ایرانیان د پخوا په نسبت بدل شوي دي، بلکه افغان کارګران له څلورو لسیزو راپدې خوا هلته په مزدورۍ او کار باندې بوخت دي، نو پوښتنه دا ده چې ولې هلته میشت افغانان د ټولنیزو رسنیو د هیاهوی په بنسټ له بې ساري وحشیانه چلند سره مخ کېږي؟

ددې پوښتنې ځواب ښایي ظاهراً هلته د افغانانو په منځ کې د ځینو له خوا په جنایي پېښو کې لاس لرل واوسي خو دا چې سزا یې ولې عام افغانان ګالي تر شا یې په قوي احتمال ښایي د یو لړ مغرضو کړیو بدمرغه لاسونه وي چې د ایرانیانو له ولسي احساساتو څخه هم پکې ابزاري استفاده کېږي.

حقیقت دا دی چې د ایراني اخوندانو په منځ کې داسې کړۍ شتون لري چې د ایراني حکومت د بهرنیو غرضي پالیسیو او سیمه ایزو مصلحتونو په تناظر کې په ټوله سیمه او افغانستان کې د یو لړ محکومو او فاشلو ډلو ټپلو سره مغرضانه اړیکې پالي،،

د امریکایانو په شتون کې له خپلو افغاني لاسپوڅو سره د ایرانیانو اړیکې نسبتا سړې وې اما له کومه وخته چې له افغانستان څخه د اشغال ټغر ټول شوی او پر ځای یې ا.ا. د الله تعالی په فضل او کرم حاکم شوی دی، د شمالي ټلوالې له تښتېدلو عناصرو سره د ایراني مغرضو کړیو تماسونه د پام او اندېښنې وړ برېښي.

ایرانیان او د دوی افغاني لاسپوڅي به ښایي هڅه وکړي ترڅو په لومړي سر کې له مخامخ ټکر پرته داسې شرایط برابر کړي تر څو ا.ا. د دوحې د تړون په رڼا کې کړو ژمنو باندې بیا کتنې او بالاخره یو لړ سرغړونو ته اړ باسي، په دې توګه به یو ځل بیا په نړیواله کچه ا.ا. پړ او په وړاندې یې سیمه ایزه خصمانه ټلواله او ځمکنی امنیتي سرخوږی رامنځ ته کړي.

له بلې خوا د ایران له سیمه ایزو مغرضانه پالیسیو او لاسوهنو څخه په سیمه ایزه کچه پوزې ته راغلي سُني مذهبه ولسونه چې د داع.ش ډلې د منحرفو خونړیو کړنلارو په ټس کې محکوم او سخت ځپل شوي دي ، شعبا او احیانا حکومتا د ایران او طالبانو تر منځ مخامخ ټکر ته په نېک پال وګوري او له خدای ج څخه یې شپه او ورځ د پېښېدلو استدعاء وکړي…

د پورته خبرو په رڼا کې ویلی شو چې مونږ افغانانو ته لا هم په سیمه او نړی کې د محض یوې ابزاري وسیلې په سترګه کتل کېژي او هر دد او دیوث، خپل او پردی، ظالم او مظلوم غواړي خپل خصومتونه، موخې، تلف شوي حقوق او مصالح زمونږ په وسیله او قربانولو کې متححق او لاسته راوړي.

نو پس مونږ افغانانو ته شعبا او حکومتا څه کول په کار دي؟

په کور د ننه په تسامح بناء شامل زغم، ملي یووالی، ملي تفاهم، علمي او تعلیمي وده، اقتصادي ثبات …

ځانه خپله ځانه پاته نشۍ له کاروانه ….

فاعتبروا…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

عادل صاحب له پردیو ولې گیله کوو د چارواکو له لوري هماغه د بن تجربه بیا تکرارېږي ولې افغانان په خپلو کې نه کیني ترڅو یو پیاوړی نظام جوړ شي او خلکوته کار پیداشي ترڅو ایران ته لاړ نشي په اسلام کې دالله حکم دی او فرض دی چې باید په خپلوکې مشوره وکړو نن ولې مشوره نه کېږي؟ او له ملت سره روغه جوړه نه کېږي؟ پام مو وي چې ملت خفه دی او خفگان یې هم پرځای دی ملت نظام غواړي ولې دغه نظام چې جوړول یې فرض عین دی نه جوړېږي ولې مو ټولې چارې ملا او… نور لوستل »

غوربندي

ښاغلی زاهد صاحب په پورته لیکنه کې ټول پام او پیغام په یوه ټکي راڅرخي چې افغانان باید شعبا و حکومتا په ځان جوړونه تمرکز وکړي، د یو بل د حذف او انزوا فرهتګ ته د پای ټکی کېښودل شي، د انحصار پر ځای ملي تفاهم، مشارکت او همزیستۍ ته مخه وکړو،،، د وولسي وګړو د ضرب، شتم او تنبیه پر ځای د هغوی فکري تنویر، تربیې او تعلیم ته کار وکړو،،، په بل عبارت تر څو چې مونږ او تاسو منحیث افغان یو بل درانه ونه تلو،، فکر نه کوم چې د نړۍ هېوادونه به مونږ ته په درنه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx