افغانستان

د اقتصادي کمېسيون ناسته؛ د هرات د اوسپنې او غور د سربو د استخراج اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۰ وری، ۱۴۰۱ل): د اقتصادي کميسيون په ناسته کې د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې د اوسپنې او غور ولايت تولک ولسوالۍ کې د سربو کان د اکتشاف او استخراج د قرارداد اجازه ورکړل شوه.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې دغه ناسته چې نن د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه؛ په کې د کانونو او پېټروليم، اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو په ګډون يو شمير نورو چارواکو برخه اخيستې وه.

په ناست کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د توليدي فابريکو او شرکتونو ستونزو ته په وخت رسېدګي وشي او په حل کې يې جدي مرسته وشي.

همدا راز د کانونو او پيتروليم وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د هيواد د مالګې کانونه د مالګې د توليد او تصفيې داخلي شرکتونو ته په قراداد ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان حکومت له شته اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون په موخه هڅې کوي ترڅو په کور دننه د يو شمېر پروژو په پیل کولو سره افغانستان له شته اقتصادي ننګونو څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر سرپل ولايت ته تللی و او هلته يې د قشقري تيلو بلاک پرانسته وکړه.

همدا راز تېره اوونۍ هم په بلخ ولايت کې د افغانستان په کچه د قوشتېپې لوی کانال پرانستل شو چې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

قوشتیپی کانال: داسی فکر مکوی چی بس د کانال نتیجه به کال ته تر لاسه کړو. حد اقل لس کاله وخت نیسی هغه هم کچیری شپه او ورځ ورباندی کار وشی. آینده نامعلومه ده د نن ورځی غم وخوری. یتیمان د یوې مړی ډوډی پسی بغاری وهی، سپین بولدک او تورخم ته یوار نظر وکړی دا خلک ولی په تیښته دی؟ ایران کی د مهاجرو عزت وژغوری، لږ له الله شرم وکړی وشرمیږی هره ورځ نوی مقاومتونه را پیدا کیږی همدا نن خلقیانو هم خپله جبهه اعلان کړه او ډیر زر به خلک ورمات شی ځکه چی داسی خو په… نور لوستل »

Karwan

طوطي په دي موږ او ټول خلک ښه پوهيږو، چه دا پوروژه وخت نسي او طالبانو هم همداسي معلومات ورکړي نو ستا تکراري خبرو ته ضرورت نشته. خو ته دعدت له مخي په هر څه کي يو ځه ګوتي وهي! کاروان

رفیع الله روان

۱- د ملک په داخل کښی او وداخلی شرکتونو ته د استخراج، اکتشاف اوپانګی اچونی میتود ډیراعلی دی، خو یوه خبره داده چی کیدای سی زموږ داخلی شرکتونه دومره مهارتی او اقتصادی وړتیا او تجروبه ونلری چی هرڅه په معیاری او سم ډول ترسره کړی. که دیوی خوا دداخلی شرکتونو تجروبه او مالی امکانات ډیریږی نو دبلی خوا کیدای سی چی په کانونوکښی همدا داخلی شرکتونه او کمپنی دیرضایعات هم ترسره کړی. په دی هلکه می نظردادی چی د کانونو او پترولیم محترم وزارت په ډیردیقت، څارنی او لمسونی سره دهغوی پرله پسی تعقیب او ښونه په خپله غاړه واخلی،… نور لوستل »

محمد

طوطي چې خپل نوم هم په پښتو سم نشي لیکلی،(طوطی یې لیکي، د یا ګانو په سمه کارونه نه پوهېږي او معروفه ي هم نه پېژني) ډېر بد نیته او منفی بافه سړی دی. ده یوه مثبته خبره هم نده کړې. دی آخر څه غواړی؟ تر طالبانو دی مېړه سړی دی چې هر وخت په -ین کې هډوکي لټوي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx