
دیني، سیرت او تاریخ
د روژې په اوومه او اتمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې
حمادافغان شیرزاد
د ۳۶۱هـ کال د روژې په اوومه د فاطمي خلافت مشرانو د ازهر جامعه او مسجد د ورانیدو او دوه کاله بندیدو وروسته خلاص کړو او دا د علم او فن ستر مرکز وګرځېدو.
د ۳۶۲هـ کال د روژې په اوومه د فاطمي خلافت امیر المعز لدین الله د قاهرې ښار خپل پایتخت اعلان کړ.
د ۵۹۶هـ کال د روژې په اوومه علاء الدین محمد خوارزمي (چې په خوارزم شاه یې هم شهرت موندلی و) او ملګرو یې ایران تر خپلې سلطې لاندې راوست.
د ۹۶۰هـ کال د روژې په اوومه د عثماني خلافت د سمندري ځواک مشر تورګت الب د کورسیکا په جزیره او د کاتانیا په ښار قبضه وکړه، دا وروسته له هغې وو چې اسپانیا دا ښار ونړولو او ۷زره مسلمانان یې اسیران کړل، د فتحې پر وخت دا اسیران هم آزاد شول.
دوام لري…