نړۍ

عیسئی مبلغ: وبخښي تیروتنه مي کړي وه قیامت به داکتوبر پر ۲۱نیټه وي

judgement_day(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۵) یو عیسي مبلغ هارولډ کامبینج چي دانجیل دایاتونو پراساس یی دقیامت دورځي وړاندوینه کړي وه، او اعلان یی کړي وو چي دروان کال دمي دمیاشتي یویشتمه ورځ به ددي دنیا اخرنئ ورځ وي، نوره به  دغه دنیا ورانیږۍ او قیامت به راځي.

نوموړي زیاته کړه چي په دغه ورځ به دده  له قوله مؤمنان اسمان ته پورته کیږي نجات به مومي او بی لاري خلګ به پرځمکه پاته کیږي، وروسته به یوه زوروره زلزله رامنځ ته کیږي او دنیا به ورانیږي.

دهارولډ له وړاندوینه سره سمدستي خلګ لارو او کوڅو ته راوواتو دخلګو داګاه کولو او خبرولو لپاره یی یو پراخ کمپائن پیل کړ، لوحي یی ځوړند کړی او پرموټرو باندي یی ولیکل د ۲۰۱۱ کال دمی دمیاشتي ۲۱ ویشتمه ورځ ددي دنیا اخرنئ ورځ ده.judgement_day_on_21may

ډیرو خلګو خپلي شتمني خیرات کړي ترڅو ددي لپاره لاره هواره کړي چي دمي پر یویشتمه نيټه باندي اسمان ته پورته شي، اونورو ډیروګړو بیا چي دهارولډ پر وړاندوینه باندي یی پوره باور نه لاره خو دنوموړي وړاندوینه یی سل په سلو کي تیروتنه هم نه بلله بیا له سختو اندیښنو اوتشویش شره مخ ول ترڅو دمي دمیاشتي پریویشتم تاریخ باندي څه پیښیږي، حتی اکثره خلګ دومره ویرجن وه چي دمی دمیاشتي پریویشتم تاریخ یی څه خوړلي هم نه وو او دیوي لویی زلزلي لپاره یی دانتظار شیبي ګنلي.

دیوي ټلویزوني شبکي مدیر وایی ما ډیره غلطي وکړه چي دهارولډ پروړاندوینه مي پوره باور وکړ، ټلویژیوني شبکه مي بنده کړه دارایی مي خیرات کړه او دډیرو کارکونکو روزګارمي ختم کړ چي وروسته راباندي ډیرو خلګو لعنت ووایو.

خو چي کله دمي دمیاشتي یویشتمه نیټه په خیراوخیرت سره تیره شوه قیامت نه شو رامنځ ته، نو هارولډ چاچي دقیامت دورځی وړاندوینه کړي وه ددوو ورځو لپاره نادرکه شو، خو تیره ورځ دیوي راډیویی شبکي له لاره راښکاره شو، او دخلګو سوالونو ته یی ځوابونه وویل، نوموړي زیاته کړه ډیره بخښنه غواړم په حساب کي راڅخه تیروتنه شوی وه، دقیامت دورځی اصلي او کره نیټه دروان کال داکتوبر دمیاشتي یویشتمه نیټه ده، هارولډ په خپلو خبرو کي زیاته کړه زه له ټولو خلګو څخه بخښنه غواړم، خو له هغو خلګو څخه لازیاته هیله لرم چي ماته بخښه وکړي چاچي زما پر وړاندوینه باندی سل په سلو کي باور کړی وو او خپلي ټولی شتمني یی خیرات کړی وي اسمان ته دختلو انتظار یی کاوه.

هارولډ تیره ورځ له خپلي میرمني سره یوځاي دیوه هوټل مخي ته رووات اوله خلګوڅخه یی مخامخ بخښنه وغوښته نوموړي زیاته کړه داچي زما وړاندوینه صحیح نه وخته زه یی له سخت غم او اندیښنه سره مخ کړی یم، خو یووار بیا ډاډ درکوم چي زما څخه په حساب کي تیروتنه شوی وه پرځای ددي چي ماویلي وای چي دقیامت ورځ به داکتوبر دمیاشتي پر ۲۱ تاریخ وي راڅخه تیروتنه شوی وه او د دروان کال دمی دمیاشتي یویشتمه نیټه مي لیکلي وه، یو وار بیا غواړم چي تاسوته په پوره باور سره ووایم چي دقیامت ورځ به دروان کال داکتوبردمیاشتي پریویشتمه نیټه وي.

ژباړه…………. بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x