نړۍ

ایرانۍ مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): ایران کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو په استناد، الوتکې د مهراباد هوايي ډګر څخه الوتنه کوله، چې وغورځېدله او په بشپړه توګه ویجاړه شوه.

د ایران دولتي تلویزون هم تایید کړه، چې د الوتکې د غورځېدو له امله تر ۴۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو اندیښنه ده.

ایرنا او فارس خبري اژانسونه د پېښي د رامنځته کېدا د وخت په اړه وايي چې الوتکه په ځايي وخت سهار ۹:۲۰ بجې غورځېدلې.

د تابان هوايي شرکت سرویس دغه الوتکه د مهراباد څخه تبس ته پرواز کړی و، چې پلازمېنې تهران ته نیږدې د ازادۍ ښار سره د د پېښې ښکار شوه.
را لوېدلې الوتکه ۱۴۱ ډوله ایرانۍ الوتکه ده،چې د اوکرایني ټيکنالوجۍ پر مرسته جوړه شوې.

ایران کې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ۲۰۰ زیاتې الوتکې د پېښو ښکار شوي چې په کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x