نظــر

ايا روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپيژند؟

عبدالرحيم ترين

د افغانستان د بهرنیو چارو وزير متقي صاحب د څه کم اتو میاشتو کاميابې او نه ستړې کېدونکې ډيپلوماسۍ په پايله کې دوه اوونۍ وړاندې د چين په کوربتوب د افغانستان په اړه غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت لخوا ور پيژندل شوی يو ډيپلومات ته یې د باور سند ورکړی ده، خو خبره دغلته پای ته ونه رسيده او زما په شمول ممکن ډيرو دا فکر کړی وي چې يو عادي کارمند په حيث به يې چيرته يو تن منلی وي، خو نه داسې نه وه له هغې غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزارت په روسيې کې د جمهوريت سفير له دندې لرې کړ او خپل شارزدافير چې نن یې له سپين توغ سره رسماً دنده پيل کړه ور معرفي کړ.

خو پوښتنه دا ده چې دا شارزدافير منل به څه ګټه وکړي یا ولري افغانستان ته؟

د نوي ډيپلوماټ کار په روسيې کې په دې معنا چې له دې وروسته به د افغانستان او روسيې ترمنځ راشه درشه په رسمي پروتوکول کې ترسره کيږي او د دواړو لورو په غونډو کې به د يادو هيوادونو خپل بيرغونه هم شتون ولري چې دا خپله د رسميت پيژندلو په معنا ده، همدا راز له نن وروسته به د روسیې هر تاجر يا سرمایه ګذار په اسانۍ او بغير له کومې ويرې وکولای شي افغانستان کې پانګونه وکړي او افغان تجاران هم همدارنګه کولای شي چې د ایران او نورو منځنۍ اسيا هيوادونو په پرتله له روسې سره د ګازو او تېلو ستر قراردادونه بغير له کومې ويرې ترسره کړي.

خو ددې ډيپلوماټ منلو يوه بله لاسته راوړنه دا ده چې هغو تشويشونو او کونګوسو ته یې د پای ټکی کیښود چې ويل کیدل به روسیه به د مقاومت په نوم له کوم نظامي خوځښت چې د اسلامي امارت په وړاندې ترسره کيږي غير مستقيم ملاتړ وکړي خو دغه خوب هم په اوبو لاهو شو په داسې حال کې چې دوه مياشتې وړاندې د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ويلس هم په يوه مرکه کې ويلې وو چې د اسلامي امارت په وړاندې د هيڅ نظامي خوځښت يا ځواک ملاتړ نکوي.

بلخوا ددې ډيپلوماټ په رسمي توګه دنده پيل کول به د نړۍ او په ځانګړې توګه آسیايي هيوادونو ته هم دا جرئت ورکړي چې د اسلامي امارت سره رسمي تعامل وکړي او سفارتونه په رسمي ډول ور وسپاري چې په دې اړوند دوه اوونۍ وړاندې د چين په کوربتوب غونډه کې د بهرنيو چارو وزير آمير خان متقي صاحب هم وويل چې چين زموږ يو ډيپلومات منلی ده خو له چين ور اخوا د روسیې دغه کار به مستقيما د روسیې تر تاثیر لاندې منځنۍ اسيا هيوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان باندې مستقيم تاثير ولري چې په راتلونکو ورځو کې به یې د ورته اقداماتو شاهدان یو.

نو رسميت پيژندل همدغه دي او اعلان که رسمي ونه شي نو خپله بغير له اعلان څخه نارې وهي چې موږ په رسميت وپيژندلې خو د ځينو لپاره بايد ووايم چې ان شاء الله ډير ژر به د رسمي اعلان شاهدان هم واوسو.
او په پای کې روسيې کې منل شوی ډيپلوماټ به په روسيې کې د ميشتو افغانانو د سفر او نورو ستونزو د حل لپاره هم يو ښه چانس او ګمارنه وي. افغانستان دې بريالی او د نړۍ سیال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ترین صاحب له داسې پېژندلو نه پېژندل ښه وو فکر کوم متقي صاحب کامیاب نه بلکه ناکام دی ځکه په دغه برخه کې تخصص نلري او خبرې یې دیو دیپلومات خبرو ته نه پاتې کېږي نور موخوښه….

حیران

ترین صاحب!!! ولی غاری بندوی، متقی تخصص لری؟؟؟؟ متقی عملی دیپلوماسی کی سومره علمی شخص دی؟؟؟؟ ولی داسی کوی؟؟ دخدای پاک خخه دار په کار دی. دا یو مولوی دی، د ده اروند پوشتنه وکری چی سومره جایداد په پاکستان کی لری ؟؟؟ دایی د کومه کر خو د هلمند په نادعلی ولسوالی کی اوسیدی، دده دا دومره دارایی د کومه شوه. ویل کیژی چی دپاکستان برنامی په مخ وری فیض حمید په واسطه وګمارل شو، د متقی د ورتیا او د شیخ عبدالباقی حقانی تعریف به نکوی دوی دواره دپاکستان برنامی مخ ته وری همد ا دوار نا اهله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx