
شعـــــرونه
د ژوند چې هره شېبه تېره وه بیا نه راتلله/ محمودي
سيد محمد محمودي
که مي هر څومره وه ارمان، هرڅو په زړه راتلله
د ژوند چې هره شېبه تېره وه بیا نه راتلله
هغوی نړۍ د مادیاتو تېر ایستلی نشوه
چې پر چینه د معنویت به شول اوبه راتلله
ما رقیب وبښه، د مینې احترام مي وکړ
چې په اذهانو کې د خلکو به نو څه راتلله
نن یې د پورې غره په سر کې تیارې ووژلې
پرون استازي د رڼا له هغه غره راتلله
ټول مو قائل وه په وفا باندې خو ځینې یې بیا
د ضدیت په انتهاء کې وه کاږه راتلله
محمودي ستا مات غزلونه، نور چې هرڅنګه وه
خو چې اخلاص به ورسره و، نو درانه راتلله