ادبي لیکني

که نه خدايه مجاهد غوندې برباد شو

محمدصادق طارق

عنوان به يې ډير درته د تعجب وړ وي خو ما ته يې جلا خوند راکړ. هو!! که د استاد مزمل صاحب اټکل سم وخوت نو د مجاهد غوندې به برباد شو. اجازه راکړئ د زړو تجربو په ډګر کې په ملا د را خم شوې چنار؛ استاد محمد زمان مزمل صاحب شعر څه لږ نور هم درته راواخلم ګوندې تاسو هم زما په څير د هغه له خولې نه راوتلې ملغلره د زړه په تار پيوند کړې.

د شعر له پيلولو وړاندې به دومره ووايم چې له ډيرې مودې يې مينه وال يم، ليکنې يې تل په دا هيله لولم چې ژوند کې مې بدلون راشي، دواړه غبرګ بې پرې کسان يو يوازې دومره خبره ده چې استاد مزمّل صاحب د هيواد په وران تندي کې خورا د کړاوونو څخه ډک خوبونه تعبير کړي دي، د سياست په غرونو کې يې د ناست ښکاريانو تر څنګ ويښته سپين کړي دي نو ځکه يې دا ځل واکمن حکومت ته بل خوب تعبير کړ او په زغرده يې ورته وويل: دا شوم کور نن په قسمت کې د ملا شو.

له ډير وخت نه مې په زړه کې دا راګرځيده چې يو څوک د چوکۍ په مينه ډوب طالب له اوږو راونيسي او ښه دروند ټکان ورکړي، خدای شته راويښ به شي، سترګې به يې خلاصې شي، خوا او شاه ته به يې پام شي او د ملت په حق به لوبې ونکړي، ناڅاپه مې د نن ټکي آسيا په وېب پاڼه کې د استاد مزمل صاحب شعر ته سترګه پريوته چې زما او زما په څير د نورو خواخوږو ملګرو استازولۍ يې کړې وه. شعر چې مې ولوست په زړه کې مې ورته راوګرځيده:
ګرانه استاده! په ګوتو دې برکت شه رښتيا هم چې د هيواد او د هيواد په ګدۍ ناستو واکمنانو خواخوږى يې خو که يې درسره ومني. استاد مزمّل صاحب طالب ته په نيمه خو خورا په زغرده داسې ويلي دي:

چین او زار چې یې په فتحه زنده باد شو
ابدالي طالب د وخت پکې قباد شو

د چوکۍ له اسرې وژغوره طالب مې
که نه خدایه مجاهد غوندې برباد شو

دلته يې په خپلو ملغلرو کې د کړيدلي بوډا په توګه د دعا تر څنګ طالب ته نصيحت هم کړى دى چې:
د چوکۍ له اسرې وژغوره طالب مې
که نه خدايه مجاهد غوندې برباد شو
د تيرې دورې مجاهدين يې طالب ته ور په ياد کړي دي چې د واک په مينه مست شوه، کابل ته له بريا او راتګ وروسته په ويش او تقسيم بوخت شوه او په آخر کې د ډيرو ناخوالو له مخې برباد شوه.

ممکن څوک د ګران استاد دا خبره ځکه ورسره و نه مني چې مخکې ګوندونه ډير وه نو ځکه برباد شوه خو اوس يوازې يو مشر او يو اسلامي امارت دى، اختلاف ته به لار نه وي، خو په ځواب کې به يې ووايو: بربادي يوازې فيزيکي او نظامي جګړه نه ده چې د يو بل په ضد مورچلونو ته پورته شي، دا هم بربادي ده چې انډيواليزم وپالل شي، دا هم بربادي ده چې وړ شخصيتونه هير شي، دا هم بربادي ده چې له لوستو ځوانانو کار وانخيستل شي، دا هم بربادي ده چې کار اهل کار ته و نه سپارل شي، دا هم بربادي چې ويش د ملګرتيا او چوکۍ د خپلوۍ په اساس ترلاسه شي او دا رنګ بربادي خو اوس د سترګو په سر ليدل کيږي. بس نو د استاد مزمل صاحب خبره ده چې:
د افغان مُلا دا حرص ده لویه ربه!!
څه ګیله به یې له تللي سېکولر کړې

په پاى کې يې دا څو نورې پاتې ملغلرې د تبصرې او تحليل پرته يوازې په دې خاطر را اخلم چې د هر چا ليد ځان ته بيل وي؛ څوک به يو مفهوم ترې اخلي او څوک به بل مفهوم.

زمـوږ د عـقل سـره ډزې دي تـبا شو
په حیا حیا کې خلاص موږ له حیا شو

بلا راغـلل په دې ارګ کـې ټول پـه شا شو
دا شوم کور نن په قسمت کې د مُلا شو

فراه_کوره ګز

۱۴۴۳/۹/۸ رمضان المبارک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

دمزمل خبره به یو څه صحیح وی چی طالبان نن قدرت لیونی کړی او ټول ورته سم نه ښکاری. خو هغه چی سم دی بیا هم دمزمل دټولګی خلک به وی. هغوی له طالبانو بدتره وو. دقدرت دلاسته کولو لپاره یی له شیطان سره تعهد وکړ او داشغال سره یی لاس یو کړ. هغه کسان چی اسلام هیره وی او په بل هر منظور چی وی له امریکا سره لاس یوکوی په هغه به باور مشکل وی. بیا ددی ګروپ سابقه خرابه او زه ددوی دقدرت دلیونتوب شاهد یم. آنی دترکی په وخت په دی نه وو بند چی څنګه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx