افغانستان

د اوسپنې پټلۍ د سرپرست بخت الرحمن شرافت په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۱ل): د اوسپنې پټلۍ سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ يو پلاوی د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت اقا په بلنه دغه هيواد ته سفر وکړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بخت الرحمن شرافت په مشرۍ په دغه سفر کې د حکومت د بېلابېلو ادارو استازو هم ګډون کړی دی او ټاکل شوې ده چې د ازبکستان له چارواکو سره په دوه اړخيزو اقتصادي مسائلو خبرې اترې وشي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې سفر کې به دواړه لوري د اوسپنې پټلۍ په تړونونو او ستونزو حل خبرې وکړي چې په کې د تېرو کلونو د تړونونو مالي تصفيه، په مرزونو کې د اوسپنې پټلۍ د ستونزو حل او په حيرتان بندر کې د اورګاډي د ازدحام له وجې د سوداګريزو د ځنډېدو او زيان څخه د بچ کېدو په اړه هم خبرې وشي.

همدا راز تمه ده چې د دواړو هيوادونو چارواکي د ټرانس هندوکش اوسپنې پټلۍ د پروژې پيل او رغولو په اړه هم يوې موافقې ته ورسيږي.

بايد وويل شي چې د افغانستان حکومت له موجوده اقتصادي بحران نه د وتلو په موخه هڅه کوي چې په کور دننه اقتصادي پروژې پلې کړي او افغانستان په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې دوو اوونيو کې حکومت په بلخ کې د قوشتېپې کانال لويه پروژه او په سرپل کې د قشقري تيلو بلاک پرانسته وکړه چې يادې دواړه پروژې د افغانستان کرنيزې او اقتصادي ودې لپاره د ډېر اهميت وړ بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx