افغانستان

د خوږیاڼو او شیرزادو جګړې زور اخېستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت د شیرزادو او خوږیاڼو په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېرو ۳ ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

په ننګرهار کې یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې یو لوی نظامي کتار د شیرزادو ولسوالۍ د اکمالاتو لپاره هرو ۶ میاشتو کې د خوګیاڼو له لارې دغې ولسوالۍ ته ځي.

ویل کیږي چې په دغه لوی نظامي کتار کې شاوخوا ۸۰ نظامي وسایط دي چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دی.

سرچینې زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه له تېرو ۳ ورځو راهیسې د طالبانو تر بریدونو لاندې دي او ایله نن سهار وتوانېدل چې د خوږیاڼو له حدودو ووځي او شیرزادو ولسوالۍ ته داخل شي. د دغې سرچینې په وینا په د نکړخېلو او مملې په سیمو کې د بهرنیو ځواکونو چورلکې او بنګنې ګرځي او وخت پر وخت بمباري کوي.

د شیرزادو ولسوالۍ په اړه ویل کیږي چې له مرکز پرته ټوله د طالبانو تر ولکې لاندې ده، په دغه ولسوالۍ کې تېر کال د طالبانو او اربکیانو تر منځ په یوه سخته نښته کې شاوخوا ۱۰۰ اربکیان ووژل شول او تر ۲۰ نورو زیات ژوندي ونیول شول.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې دوی په خوګیاڼو او شیرزاد ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.

مشرقیوال د ۲۵ طالبانو د وژنې او ۱۱ د ټپي کېدو ادعا کوي.

د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا تر هغې به عملیاتو ته دوام ورکړي څو دغه ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړي. مشرقیوال زیاتوي چې په دغو سیمو کې یې د اربکیانو نوې پوستې اچولې دي.

خو طالبان د حضرت حسین مشرقیوال ادعاوې ردوي او وايي چې په دغو نښتو کې دوی ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د خوږیاڼو ولسوالۍ د مملې یو اوسېدونکي د اربکیانو د پوستو په اړه نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې «ملي اردو، اربکیان او پولیس ډوډۍ خوړولو ته نه دې وزګار شوي، پاتې لا د پوستو جوړول».

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لورې نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د ګودام کلا، ممله او نکړخیلو کې دوی دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

مجاهد زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو لخوا په دوی بمبارونه شوي دي خو دوی ته يې هيڅ زیان نه دی اړولی. مجاهد وايي چې امنیتي ځواکونه یې تر سختو بریدونه لاندې راوستي او «… د نښتې په نتيجه کې د دښمن قطار په يادو سیمو کې تقسیم شوي تر محاصرې لاندې ده او د مجاهدينو له کمين او بريدونو څخه سر نه شي پورته کولای».

شیرزاد او خوږیاڼي د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه دي چې هره ورځ پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو بریدونه ترسره کیږي. په دغو دوه ولسوالیو کې طالبان پراخه نفوذ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x