ټکنالوژي

واټس اپ پر یوه داسې ځانګړتیا کار کوي چې د کاروونکو لویه ستونزه ورسره حلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۱ل): به نړیواله کچه تر ټولو منونکی او د پیغام استولو مشهور اپلیکیشن پر یوې داسې ستونزې حلولو کار کوي کې چې کاروونکي یې له اوږدې مودې انتظار باسي.

د واټس اپ تازه معلومات خپرونکي ویبسايټ وایي چې واټس اپ پر یوې داسې ځانګړتیا کار کوي چې له مخې به یې هغې شمېرې ته هم پيغام استول ممکن شي چې په موبایل کې ثبت شوې نه وي.

اوسمهال واټس اپ کې یوازې هغې شمېرې ته پيغام استول کیږي چې په موبایل کې ثبت شوي وي، خو د واټس اپ تازه بیټا نسخې ۲.۲۲.۸.۱۱ په اړه ویل کیږي چې دغه ستونزه حلیږي.

ویب بیٹا انفو

د شمېرې لیکلو پرمهال به واټس اپ یو اختیار ورکوي چې د هغې له لارې کاروونکی وکولی شي له ثبت پرته شمېرې ته پيغام واستوي.

ددې اختیار له لارې به واټس اپ ارزوي چې ایا پر دغې شمېرې واټس اپ جوړ شوی که نه، که جوړ شوی وي هلته به څرګنده شي چې که غواړئ د واټس اپ له لارې پيغام ولیږئ.

خو که چیرته پر دغې شمېرې واټس اپ نه وي ثبت شوی نو تاسې ته یوازې د تلیفون له لارې زنګ وهلو یا پيغام استولو اختیار پاتې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx