افغانستان

لاريون کوونکي: ايران کې دې د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ ژر تر ژره بنده شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۱ل): په خوست ولایت کې يو شمير لاريون کوونکو د هيواد د وروستي وضعيت په اړه لاريون کړی او په ايران او پاکستان کې يې د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ د بندولو غوښتنه کړې ده.

لاريون کوونکو له حکومت څخه غوښتي چې د هيواد په هوايي حريم د بې پیلوټه الوتکو په اړه وضاحت ورکړي، چې د چا دي، له کوم ځای راپورته کېږي، ترڅو د افغانانو تشویش رفع شي.

دوی د يو پريکړه ليک په صادرولو سره ويلي دي چې په هيواد کې د نوي حکومت په راتګ سره يو ځل بيا په کور دننه او بهر افغانان له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوي دي چې بايد مخه يې ونيول شي.

لاريون کوونکو له ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو غوښتي چې د افغانانو له ځورولو دې لاس واخلي او افغانانو سره دې له موجوده بحران څخه د ويستلو په اړه بشري همکاري وکړي او په ځانګړې توګه يې په پاکستان غږ وکړ چې په دغه هيواد کې د مهاجرو ځورول ژر تر ژر بند کړي.

دوی له کورنيو اختلافي کړيو څخه هم وغوښتل چې نور دې په سلیقوي اختلاقانو د افغانانو د وژنې او ځورونې فرصت نه برابروي او د ملي يووالي لپاره دې کار وکړي ترڅو له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو بهير بند شي.

همدا راز دوی له حکومت څخه غوښتي تر څو د خلکو  د ذهني ثبات او اقتصادي حالت د سمون لپاره ګامونه واخلي چې افغانان په کور دننه په ځان بسيا شي او د هيواد د پرمختګ او ابادۍ فکر يې پياوړی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

کله چی سری پخپل کور عزت و نه لری دباندی به سوک ورته عزت قایل شی. شیخ عبدالباقی د پوهنتون اساتیدو ته سپکاوی کوی توهین کوی، نور بیا خپل خلګ په یو او بل نوم زوروی فکر نکرم چی د وری دی شری شی. زکه خپله داخل طالبان په اولس ظلم شروع کری دی. زمکی خپلو کی سره ویشی ، لور معاشات په طالبان اخلی یو عادی ریس په وزارت مالیه کی د پوهنتون تر پوهاند استاد دیر معاش لری. تکبر کوی، د شریعت پر زای خپله رایه چلوی، اناث د تعلیم خخه منع کوی، لور مسلکی مقامونه یی په… نور لوستل »

طوطی

افغانان به هغه وخت د عزت خاوندان شی چی اول په خپل وطن کی ورته عزت ورکړل شی. پر نجونو یی مکتبونه بند شول، دوی ته کارونه نشته، ټول تیښته ته مجبوره کیږی، صحی سهولتونه نلری، د يوی مړی ډوډی پسی یی ښځی او ماشومان د نانوایانو در مخ په قطارونو ولاړ وی، دا چی په سپین بولدک او تورخم ورته څومره عزت ورکول کیږی هغه جدا چپټر دی. د حکومتداری په نه شتون کی به د افغانانو وضعیت نور هم خراب شی. نژدی کال پوره کیږی چی افغانستان کی حکومت نشته. هر طالب وزیر دی او هر وزیر طالب.… نور لوستل »

خوګياڼي

په ايران او پاکستان کې د افغانانو د زورولو ،وژني، بنديخانو او شکنجو لړۍ به تر هغه روانه وي ترڅو چې د مهاجرت لړۍ ته په وطن کې د ننه يو بديل پيدا نه کړو. بديل يې يوازې د کار او روزګار پيدا کول دي چې د ځوان قشر د وطن نه د تيښتې مخه پرې ونيسو. او خپل اقتصاد د ښه والي په لټه کې شو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx