ورزش

آی پي ايل؛ راشد خان د خپلې پخوانۍ لوبډلې پر وړاندې ماتې ومنله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۱ل): د هند غوره ليګ سياليو کې د ملي لوبډلې نامتو توپ اچونکی راشد خان د خپلې پخوانۍ لوبډلې سره په لومړي ځل مخامخ شو چې له ماتې سره مخامخ شو.

د ګجرات ټايټنز او سنرايزيز حيدراباد پر وړاندې دې لوبه کې کين ويليمسن د راشد خان لوبډلې ته د ۸ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل و چې راشد خان د خپلې پخوانۍ لوبډلې سره چې يو لړ تغيرات پکې راغلي مخامخ شو.

راشد خان تېر څلور پړاوه هند غوره ليګ کې د حيدراباد لوبډلې سره لوبېده، خو د پنځم پړاو لپاره د مالي ستونزو پر سر اختلاف ددوی ترمنځ لارې جلا کړې او راشد خان نوې لوبډلې ګجرات سره تړون لاسليک کړ.

دوی په لومړي ځل سږني آی پي ايل کې مخامخ شول، چې د راشد خان لومړۍ ماتې د خپلې پخوانۍ لوبډلې په لاس وه. دوی له څلورو لوبو څخه يوې کې ماتې ومنله او په جدول کې په پنځم مقام دي.

دغه لوبه کې ګجرات لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۶ ويکټو په سوځېدلو ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

ددوی له لوري لوبډلمشر هارديک پانډيا ۵۰ او ابينف منوهر ۳۵ زياتې منډې وکړې. د حيدراباد له لوري کمار او ناترجن ۲-۲ زياتې ويکټې واخيستلې.

د حيدراباد لوبډلې د هدف په تعقيب کې سوکه پېل وکړ خو وروسته ويليمسن په زړه پورې لوبه وکړه او لوبډلې يې هدف په وروستي اور کې د ۸ ويکټو په توپير بشپړ کړ. نوموړي ۵۷ منډې وکړې او ترڅنګ يې نيکلس پوران ۳۴ ګټونکې منډې وکړې.

راشد خان په دغه لوبه کې ۴ اورونه وکړل چې ۲۸ منډې يې ورکړې او يوازې يوه ويکټه يې واخيستله.

نوموړي په هند غوره ليګ کې تر دې دمه ۹۹ ويکټې اخيستي، چې د سلو ويکټو اخيستلو لپاره يې يوه ويکټه پاتې، څو په دغه ليګ کې دوهم چټکې سل ويکټې اخيستونکی توپ اچونکی شي.

د راشد خان ترڅنګ په ګجرات لوبډله کې رحمان الله ګربز او نور احمد هم دي، خو تر دې دمه د لوبېدو فرصت نه دی ورکړل شوی. دغه راز محمد نبي ته په کولکته او فضل حق ته په حيدراباد کې فرصت ندی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx