نړۍ

شهباز شريف د پاکستان نوی لومړی وزير وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۱ل): په پاکستان کې د وروستيو سياسي کشمکشونو په پايله کې تېره شنبه «۹ اپرېل» عمران خان د «نه باور» رايې پر مټ له واکه لرې شو او تېره ورځ «دوشنبه ۱۱ اپريل» چې شهباز شريف د لومړي وزارت لپاره يوازينی نوماند و د پارلمان د ۱۷۴ رايو په ترلاسه کولو سره ددغه هيواد د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

د لومړي وزير شهباز شريف د لوړې مراسم ددغه هيواد ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شول چې په کې د مسلم ليګ «ن» ګوند غړو سربېره ددغه هيواد د نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم برخه اخيستې وه، خو د پاکستان ولسمشر د ناڅاپي ناروغۍ له امله روغتون ته لېږدول شوی و او د لوړې په مراسمو کې يې برخه نه درلوده، په روغتون کې ډاکټرانو ورته د ارام کولو سپارښتنه کړې.

د پاکستان نوی لومړی وزير ميا محمد شهباز شريف د مسلم ليګ ن ګوند مشر هم دی، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور دی او دغه کورنۍ تر ډېره د پاکستان په سياست کې فعاله ده، نواز شريف د لومړي وزير په توګه وروستۍ دوره له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ پورې ترسره کړې وه.

له لوړې وروسته شهباز شريف د حکومت د چارو سنبالښت لپاره د لومړي وزارت ماڼۍ ته لاړ او ددغه هيواد بېلابېلو سياسي ګوندونو ورته مبارکي ويلې ده.

له واک څخه د عمران خان د لرې کېدو په غبرګون کې نوموړي ويلي وو چې دا د امریکا پلان و چې پلی يې کړ.

په ورته وخت کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (۱۳ اپرېل) عمران خان په پېښور کې يوه لويه غونډه رابللې ده او ويلي يې دي چې دا به د بهرنيو کړيو په اشاره په حکومت کې د وروستيو تغيراتو په اړه وي.

شهباز شريف چې د پاکستان د ۲۳ لومړي وزير په توګه لوړه وکړه، تر دې وړاندې يې مشر ورور نواز شريف هم ۳ ځله د پاکستان د لومړي وزير او ۳ ځله د پنجاب د اعلي وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان په هکله او افغانانو په هکله د پنجابى اسټبلشمنټ د سياست او پاليسۍ بنسټ په تخريب او ويجاړي ولاړ دئ، هغه که رنجيت سنګ وو که شاباش شريف. ښکاره مثال يې نواز شریف وينا ده چې ويل يې ما پاکستان ته غټ خدمت وکړو يعني چي د افغانستان اردو مې ړنګه کړه. نور افغانان دې پخپله قضاوت وکړي. مننه

حیران

اسلامی امارت د دغه خاین تاریخ په دقت سره باید مطالعه کری،

ولس خان

اسلام امارت ته پکار دی چی ډیر په دقت قدمونه واخلی، ډیر دشدت نه کاروانخلی تاسو اوګوری راځی چی دافغانستان حالت دپاکستان سره مقایسه کړو ، دپاکستان هر ملا دخپل وطن ته اولیت ورکوی او په ډیر سوچ او فکر سره مخته ځی، دبا کستان هر قانون کفری دی یوآخی ددی ملک نوم اسلامی دی دیکشنبی ورځی رخصتی ، دزنا ځانی جوازونه، دشرابو جوړه ولو کارځانی خو هیڅ ملا عکس العمل نه ښایی دخقانی مدرسه په پاکستان کی ده خو هیڅکله دباکستان خلاف خبره ونکړه، زمونږ دهر نظام دتخریب لپاره ملا او فوج یوځآی کارکوی ، تاسو اوګوری دامارت دله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx