ټولنیزه برخه

مذهبي ټولنه او خالي جوماتونه

پوهنیار نجیب الله عمري
د افغاني ټولنې یوه ځانګړنه مذهبي والی یادیږي. رښتیا هم دې ټولنه کې مذهبي تأثر د ژوند هر ډګر کې له ورایه ښکاري، چې تر ډیره ممدوح عمل دی، خو کله ناکله د مذهب تر چتر لاندې د افراط په څوکه له مذهبي آرو نه پښه باسو او کله ناکله بیا د تفریط په کنده کې د مذهب اصول دفن کوو. ډېر لرې نه ځو، د جومات په محوطه کې د یوې وړې بیلګې په ضمن کې لنډه یادونه کوو او بیا وروسته په اړوندو عواملو او حل لارو بحث کوو. دا دی د روژې مبارکه میاشت عملاً روانه ده، ددې میاشتې فضیلت او ارزښت ته په کتو واقعاً د عبادت او نیایش فرصت ده. هر مسلمان په ځانګړې توګه ځوانانو ته په کار ده، چې هر وخت بیا په ځانګړې توګه د روانې میاشتې په لړ کې عباداتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه شرعاً د ځوانۍ عبادت په تناسب د بوډاتوب سره ډیر اجر لرونکی شمارل کیږي او تر ډېره دې میاشت کې ځوان کهول هم مقید او د تقوا طرف ته مایل معلویږي، مثلاً اکثریت مطلق ځوانان د روژه نیولو او تر یوه حده یې د ادابو خیال ساتي، تسبیح په لاس ښکاري، صدقاتو کې حرص لري، تراویح او ختمونو کې یې هم صفونه ښایسته کړي وي.

دا د موضوع یو بُعد دی اما له بله پلوه که خپله ټولنه کې فکر وکړو د شریعت په اصلي روح په ټوله مانا عامل نه یو. شریعت کې هر عبادت ځانګړی حکم، ثواب او وخت لري، مثلاً: د شریعت له مخې لمونځ شپه  او ورځ کې پنځه وخت دایماً فرض عین دی، په جمعې سره اداء کول یې واجب/سنت مؤکد او له انفرادي لمانځه اووه ویشت درجې زیات غوره والی لري، منکر/ قصداً نه کوونکی یې کافر او حتی ځینې علما یې د غفلت له مخې نه کوونکی هم کافر بولي خو په راجح قول سره فاسق دی. اما ددې ستر حکم/ عبادت په وړاندې وګړي او بیا په ځانګړې توګه ځوان کهول بې پروا بریښي او دا موضوع له روژې پرته نورو وختو کې له خالي جوماتو سړی ښه درک کولای شي.

سړی خفه شي، چې د فرض عبادت سره زموږ د خلکو بې اعتنایي وګوري او بیا له سنت (تراویح) سره د دوی دلچسپي وګوري. حقیقتاً په خپل ذات کې د هر نېک عمل سره دلچسپي یا په شرعي حکم منګولې خښول ممدوح دي، خو په ټولنه کې یې د دین د فهم یا یې په احکامو باندې د وګړو فهم او درک ته چې وکتل شي د تأمل او تدبر مایه هم ده. په کار خو دا ده، چې فرضو ته د فرض او سنتو ته د سنتو په حکم قایل شو، اولاً پنځه وخته لمانځه کې او بیا یې په جمعې سره جومات کې پابندي وشي، نو طبعاً د تراویح لمونځ هم چې یو افضل عبادت دی کما حقه اداء کیږي. مناسبه خو دا وه، چې جوماتونه تل په پنځه وخته لمونځونو کې هم همداسې ډک وي لکه د مبارکې میاشتې په تراویح کې چې ډک وي.

ورته وخت کې د ټولنې بل تفریط مو بیا دا ده، چې د عام ولس دا شور او ذوق د ملا امام یا قاري صیب لخوا د تراویح په لمانځه کې په داسې ډول بدرګه کیږي، چې د شریعت له روح سره دا هم اړخ نه لګوي. هغه جوماتونو کې چې د قران کریم ختم نه کیږي او یواځې په ترایح باندې بسنه کیږي، ځینې وخت د ملا امام صیب لخوا په داسې سرعت سره تراویح اداء کیږي، چې د اذاکرو پرته یواځې د اړوند رکن اداء کولو هم سپین ږیرو ته په دومره تیزۍ کې ممکن نه وي.

نن مې فیسبوک کې دې اړوند د یوه کلیوال ځوان لیکنه ولیدله، هغه لیکلي وو، چې زموږ جومات کې د تراویحو سرعت 4G دی او هر څه سره 25 دقیقو کې خلاصیږي. هغه جوماتونو کې چې د قران کریم ختم کیږي، خو دا ختم بیا د ځینو لخوا په دومره سرعت سره کیږي، چې ثواب خو لا څه چې بر عکس مقتدیانو قاریصاحب ته عذاب وګرځي.

ټوله کې مې هدف لدې لیکنې د ټولنې اصلاح او سمون دی، طمع لرم، چې د ټولنې هر قشر د دین روح ته په کتو خپل ژوند په ځانګړې توګه خپل عبادات عیار وګرځوي، تر څو له یوې خوا د مستهدف اجر او ثواب څښتنان وګرځیږي او له بلې خوا دین په ژوند کې د تحول او تغیر سبب وګرځیږي.

دا چې جومات د ولسونو او د دوی د صالحو اشخاصو ترمینځ یو ښه نښلوونکی پل دی، د ټولنې هر وګړی کولی شي، چې د خپلو صالحو کسانو لخوا خپل روحي تربیت وکړي او له انزوا والي، کوم چې زمونږ دین او نورو ډېرو ادیانو کې یو روحي ناروغي شمیرل شوې، ځان او هم نور وژغوري او په دې ډول ټولنه کې د یو ځای کېدو محور وګرځي. پر دې سربیره جوماتونه د خلکو خپل منځې هغه را ټولیدنې ته لاره هواروي، چې د مذهبي مسؤلیت تر سره کولو اخوا ټولنیز مسؤلیتونه هم ضمناً پکې ملحوظ شي. مثلاً جومات خلک د یوه او بل له احواله خبریږي، د روغ او ناروغ معلومات کیږي، د ښادۍ او غم چیغه بدرګه کیږي، محله کې د شته مصیبت او پرمختګ غږ اوریدل کیږي، خو بیا هم ډېر ځله جوماتونه له لمونځ کوونکي په ځانګړې توګه له ځوانو مقتدیانو په داسې حال کې خالي بریښي، چې ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او ننۍ نړۍ کې د نفوس لویه برخه جوړوي؛ نو اړتیا ده، چې لاملونه یې وموندل او د حل په موخه یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د خلکو د جلب او جذب پر وړاندې پراته خنډونه:
ځینې خلک له سالمې روزنې او کافي دیني پوهې سره سره احساسات او عواطف هم لري چې جوماتونه او ملا امامان کولای شي د مختلفو پروګرامونو په لاره اچولو سره د دوی دغه انساني او اسلامي احساسات او عواطف قابو کړي او خلک په ځانګړې توګه ځوانان لا وهڅوي چې جومات او ممبر سره خپلې اړیکي لا پیاوړي کړي. مثلاً ځینې ځوانان غواړي دیني مراسمو کې دیني شعرونه او نعتونه زمزمه کړي او خوش طبیعتي وکړي.

تر ډېره بریده دا غلط تعبیر او تحلیل دی چې له دین څخه د ځوانانو فاصله یوازې فرهنګي یرغلونه او د دوی د هوس او هوا له امله دي؛ بلکې دغه پدیده مختلف عوامل لري چې باید اوسني عصر کې دغې موضوع ته په واقعي ډول توجه وشي او مخنیوی یې وشي. ځینې دلایل او لاملونه چې د خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو دغه فاصله او له دین څخه تیښتې ته یې زمینه برابره کړې په لاندې ډول دي:

۱-دیني مفاهیم او موضوعات ګونګ او په غیر معقول ډول بیانول؛
۲- سیاسي او مذهبي اختلافونه؛
۳- د جوماتونو د ملا امامانو او نورو مسؤلینو غیر مسؤلانه چلند کول له خلکو سره؛
۴- د ځوانانو لومړني او اصلي ستونزو او موضوعاتو ته نه رسیدګي او حتی پرې بحث هم نه کول لکه واده، د اوسېدنې سهولتونه، کار او مصروفیت جوړونه، د دوی د ظرفیت لوړونې مسایل او داسې نور.

ددي لپاره چې دغه متحرکه او له انرژي ډکه قوه نوره له جومات او نورو دیني اصولو سره مخالفت خپل نه کړي او دغه واټن نور هم زیات نشي د ټولنې د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د علماء کرامو او نخبه کسانو مسؤلیت جوړیږي. ترڅو داسې معاصره تګلاره خپله کړي، چې دغه شته واټن له منځه یوسي او په ځانګړې توګه ځوانان نور هم تشویق کړل شي چې له دین او دیني اصولو سره مینه او محبت ته لومړیتوب ورکړي او د ژوند له اصولو او اړتیاوو څخه یې وبولي.

دلته به کوښښ وشي چې په ډیر لنډ ډول هغه موانع او خنډونه ذکر کړل شي چې د خلکو په ځانګړې توګه دځوانانو، نه رغبت له جومات سره په ډاګه کوي او کوښښ دې وکړل شي چې د علماوو او نورو مخورو مشرانو لخوا یادو ستونزو ته ژر تر ژره رسیدنه وشي او له مخه لرې کړل شي:

۱- د کار او مصروفیتونو زیاتوالی:
د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو د کاري مصروفیتونو او له یو کار او دندې څخه په ډیرو دندو مصروفیت ددې لامل شوی، چې هغوی له ذهني فشار سره مخامخ شي او له جومات او دیني شعایرو سره خپلې اړیکې سستې کړي. دغه بې حده مصروفیت ددې ترڅنګ چې دوی له دین او شعایرو لرې ساتي، د دوی پر روح او وجود هم خپل اثر لري او ځوانان تل د ستړيا او کسالت احساس کوي. دوی خپل ټول ژوند او وخت پر دندو او مصروفیتونو تېروي او له تفریح او یا خپلو خپلوانو د احوال اخیستلو څخه هم بې برخې کیږي، چې په دي توګه له ټولنیز ژوند څخه یې هم واټن ورو په ورو په کمېدو شي او بالاخره په بشپړه توګه منزوي شي.

۲- د رسنیو پروګرامونه:
د اسلام په لومړنیو کلنو کې ټولنې دومره پرمختګ نه و کړی، رسنۍ او د دوی ډول ډول برنامې موجودې نه وې، انترنت شتون نه درلود، د تفریح او سکون لپاره دومره وسیلې موجودې نه وې، په لویه کچه پانګونه او بازارونو شتون نه درلود او یوازې جومات و چې د دیني ارشاداتو او اصولو د خپرولو د مرکزیت په حیث ترې کار اخیستل کیده ځکه خو د خلکو رغبت او مینه له جومات او ملا امامانو سره خورا زیاته وه خو نن صبا بې شمیره رسنۍ شتون لري، ګڼ شمیر معنی داره او بې معنی پروګرامونه رسنیو کې خپریژي، د جوماتونو او ملا امامانو په خلاف تبلیغات او د خلکو پر ذهن او فکري ودي کار کول ، له معنی او مفهومه لیري سریالونه او فلمونه او داسي نور هغه لاملونه دې چې د ځوانانو رغبت او شوق یې له جومات او د جماعت له لمانځه سره یې خورا ټکنی کړي او خورا منفی تاثیر یې د دوي پر ذهنونو درلودلای دی.

۳- اختلافات:
جومات د ولسونو د راټولیدنې او وحدت مرکز دی او کوښښ دې وشي، چې تعبد ترڅنګ دې د مسلمانانو ترمینځ د همدي اصلي هدفونو لپاره تري ګټه پورته کړل شي. جومات کې ټول د یو خدای عبادت کوي ، او خپل مینځ کې هیڅ کوم ځانګړنه: ثروت ، تعلیم او تحصیل ، عمر ، نژاد ، ټولنیز مؤقف او داسي نور هیڅ په نظر کې نه نیسي او ټول یوشان د یو امام شاته خپل لمونځ کوي.

تر ډیره بریده سیاسي او مذهبی اختلافونه ، ژبنی او سمتي تعصبونه او داسي نور هغه لاملونه دي، چې د ولسونو او لمونځ کوونکو ترمینځ د کرکې او نفرت فضا جوړي او په پایله کې به د ټولنې افراد له جوماتونو سره واټن خپلوي او له یوه بل څخه د کرکې اونفرت له امله به جوماتونو ته نه ورځي او خپلو کورنو کې لمونځ او عبادت کولو ته ترجیح ورکوي.

۴- د جوماتونو د ملا امامانو او مبلغینو د فعالیتونو کم رنګ والی او یا هم د کیفیت کموالی:
هغه جوماتونو کې چې ملا امامان یې د نني عصر سره سم دیني اصول نه بیانوي ، تشویقي خبري او ډیالګونه نه کاروي ، د ننۍ عصر مسائل نه بیانوي او همغه پخوانی او تکراري بیانونه په څو ځلو اوروي نو تمه دې نه کیژي چې ټول ولسونه دي جومات ته حاضر شي او یا هم دې ته وهڅیژي چې د جومات په نورو دینو برنامو کې د شوق او رغبت له مخي ګډون وکړي.

۵- د جومات او په جماعت کې د لمونځ کولو له فضیلت او ثواب څخه نا خبري:
جومات کې کېناستل عبادت دی او بې شمېره ثوابونه یې شریعت کې ذکر شوي دي. جومات کې شته خلک د الله متعال ځانګړي میلمانه دي.
له یادو فضیلتونو او ثوابونو څخه ناخبره خلک له جوماتونه څخه واټن اخلي او فکر کوي لمونځ کول کور او جومات کې ورته دي او هیڅ فضیلت به نه لري.
د اسلام په لومړینیو کې ځیني صحابه وو د هوا زښت زیات ګرموالی بهانه کاوو او جومات او لمانځه ته به نه حاضریدل . رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چې کله له دې موضوع څخه خبر شو ډیر خفه شو او وی ویل : ما پریکړه کړي چې د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړم چې جومات ته نه حاضریژي چې دې وخت کې د سوره بقري (۲۳۸) آیت نازل شو.
( د ټولو لمونځونو په کولو کې کوښښ کوی په خصوص د وسطی لمونځ ( ماسپښین لمونځ) ، او د عاجزی او اطاعت له مخي ولاړ شي او تنبلي مه کوئ)

۶- جوماتونو کې د میشت او مسؤلو خلکو ناسم چلند:
کیدای شي یو له مهمو دلایلو څخه چې ډیری خلک او په ځانګړې توګه ځوانان جوماتونو ته نه حاضریژي همدا د ځینو جوماتونو د مسولینو ( ملا امام ، خادم …) ناسم چلند او له تحقیر څخه ډکې خبرې او لهجه وي چې د ځوانانو شوق او رغبت یې له جوماتونو سره دومره ټکنی کړي.
که د جوماتونو د مسؤلینو چلند سم شي، ځوانانو ته تشویقي خبرې او لارې چارې په لاره واچوي؛ نو کیدای شي دغه شته واټن راکم شي او ځوانان لا وهڅیږي چې خپله هم جومات ته راشي او نور ځوانان هم دعوت کړي او د جومات په فضایلو یې خبر کړي.
په خواشینۍ سره دغه ناسم چلند تر ډیره بریده دمشرانو لخوا نوي ځوان شوي وګړو سره تر سره کیژي لکه مخکینۍ صف کې د اودریدو په سر تهدید او بد چلند ، ځوانان تهدیدول چې کله هم له دوی د سهوي او نا فهمی له مخي لمونځ کې اشتباهات وشي آن کله هم دا بیچاراګان په پتلون او لوڅ سره باندې لومنځ کولو باندې دومره تهدید شي، چې جومات خو څه ټول دین ورته (ببو) ښکاره شي. دا ټول ناوړه چلندونه ددې سبب کیژي چې ځوانان له جومات او منبر سره خپل اړیکې وشلوي او نورو مذخرفو برنامو او لارو چارو ته مخه کړي.

۷- نا سم چاپیریال ، ټولنه او ناوړه دودنه:
انسان ټولنیز مخلوق دی او داسي خلق کړل شوی چې له نورو سره باید تل په اړیکه کې وي او ځیني کارونه یې تر نورو تړلي وي نو مجبورا له نورو سره راشه درشه او راکړه ورکړه وکړي او تر ډیره بریده هغه دودونه او فرهنګونه چې د ټولني د افرادو ترمینځ شتون لري ، وپالي او ترسره یې کړي.

که انسان داسي یوه ټولنه او ناسم چاپیریال کې واوسي چې هلته د ديني شعایرو سپکه ویل کیژي ، جوماتونو خلاف تبلیغات کیژي او په قصدی/شعوري ډول خلک له لمونځ او جومات څخه راګرځول کیژي نو تمه نشي کیدای چې دغه فرد دې له جومات او دیني شعایرو سره خپل مینه څرګنده کړي او یا دې هم راتلونکې کې ورته کومه علاقه پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx