دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده«۳۳ برخه»

اسدالله رزين

او یاد فرصت یې په داسې مهال کې ځنې واخيست چې دښمن او مخالف دواړه په مورچل کې وو او د سختې ماتې غچ اخستو ته یې شیبې شمارلې. هرڅه یې له لاسه ورکړي وو، د پېړیو پیړیو سرداري نظام یې ګډ سوی و، ټولې ګټې يې په سيند لاهو سوې وې، ان تر دې چې نور د خلکو په منځ کې هم نه ځاییدل، له ډیرې لويې مختورۍ سره مخ وو، مختورۍ به یې منلې وای، خو یو مخ په له منځه تلو ډارېدل، نو ځکه یې هرڅه کول او له هر ځواکمن او کم ځواکه مخالفه یې هم پخپله ګټه کار اخيست او بیا یې هم د هجرت په (۳۵) یعنې د شهادت په کال د ځپلي دښمنۍ اظهار وکړ او د قسطنطین زوی هرقل یې له زرو تنو سپرو لښکرو سره تیار او غوښتل یې چې په اسلامي خاوره تیری وکړي، خو د کائناتو مالک یو ځل بیا خپل لښکر د تېز باد یا طوفان په بڼه کې د صالحینو په ګټه وکاراوه او له هرقل او څو تنو پیروانو پرته نور ټول لښکر یې په هلاکت ورسید.

د حضرت عثمان (رض) له شهادته په ډیر شدت اغیزمن علي (کرم الله وجهه )هغه څه ته تیار سو چې نه و تیار او د شهید خاورو ته له سپارلو وروسته چې بیعت هم خپل اخري پړاو سر ته رسولی و رسماً د څلورم راشد خلیفه په توګه وټاکل شو او له نبوي منبره یې خپله هر اړخیزه وخت ته په کتو، له معنی ډکه، د هر مهال اړینه او له شهادته په اغیز کې خطبه وفرمایله.

امتي صاحبه!
ښه به دا وي چې د علي(کرم الله)د خطبې لنډ مطلب څومره چې زه کولای سم ستاسې مخې ته کیږدم:
بې له شکه چې الله تعالی(ج) یو هدایت کوونکی کتاب را استولی او خیر او شر دواړه پکې بیان شوي دي. خیر یې درواخلئ او شر یې پریږدئ.
هرڅه چې درباندې فرض شوي په ښه توګه يې اداء کړئ چې جنت ته مو ورسوي. مسلمانانو يو موټی اوسئ او خپل یو والی هم وساتئ. مسلمان هغه دی چې د ژبې او لاس دواړو له شره یې خلک په آمان وي، بې شرعي دلیله مسلمان مه ځوروئ او نه ده په کار چې مسلمان په ځور سي. د اصلاح هڅې تېزې کړئ چې د فساد د غلبې لارې وتړل سي، مرګ هیڅکله مه هېروئ، هغه در په یادوئ چې تر تاسې له مخه مړه سوي دي.پام کوئ، د حساب ورځ درپسې ده او خامخا ورسره مخامخ کېږئ. له خدایه ووېریږئ او خدای له تاسې د هرڅه پوښتنه کوي. په اطاعت کې اوسئ، بې اطاعتي مه کوئ او ګناه ته مه ورنژدې کېږئ.

امتي صاحبه!
د سیرت ښوونکو د سیرت ټول درسونه په نبوي ټرینینګ کورس کې نورو ته د ورزده کولو لپاره زده کړي وو، نو ځکه به یې تل پخپلو خطبو کې محمدي امت ته د ځان جوړونې ښوونه د هغو بنسټونو په رڼاکې کوله په کوم کې چې به د ځان جوړونې خوندوره او آسانه طریقه پرته وه. یعنې امت به یې تل د عبادتونو او مسجدونو لور ته هڅاوه او پخپله ښوونکي به تر هرچا له مخه هلته ر سیدلي وو. تر څو د خدای د کور په صفونو کې د وحدت او ورورګیلوۍ عملي درسونه وګوري. ځکه چې په عبادت کې انسان ترځان له ډیر لوی ځواک یعنې خالق سره مخ وي او دغه ډول مخامخ کېدنې په انسان کې د مسئولیت احساس راپاروي او ور په ګوته کوي چې پام! ته سدا اوښ نه یې او له تا پوښتنه کیږي. ځان په دغسې حال کې لیدل او پیدا کول د خود سرۍ او بغاوت په وړاندې د بغاوت اعلان دی او مسلمان انسان زیار باسي تر څو خپلې ټولې کړنې د لایزال ذات تر حکم لاندې سر ته ورسوي.

امتي صاحبه!
مسچدونه او عبادتونه دي چې په انسان کې د فطري بنسټونو د درناوي فکر پیدا کوي او روزي او د نورو غیر فطري او سریله توب ناسمو فرمانونو په وړاندې یې د بغاوت اعلان ته هڅوي. عبادتونه دي چې انسان عبادتونو ته را بولي او له عبادتونو سره په دې تلپاته مینه کې هغو عبادتونو ته هم مخ ور اړوي چې: تر اوسه په یو ډول ځنې پاته سوي وي. شیبه په شیبه د عبادتونو سیمه پراخیږي او په کوم خوند چې دده د خولې خوند برابر، زړه ښاد او سترګې سړې وي. د ځان لپاره ځانګړي نه ګڼي او له ټوله انسانیته سره یې شریکوي او ددې نړیوال دین، د نړیوال کیدو په تصور کې لویږي چې انساني دنیا ودانه کړي او د ځمکې ټول مخ یواځې او یواځې یوه رب ته د سجدو لګولو لپاره د سکون ټاټوبی او ښه جای نماز سي او د جماعت، جمعې، تراویحو، جنازې، اخترونو، استیسقاء، خسوف او کسوف، مکې او مدینې په ټولنیزو او یوه امام په اقتداء کې پرتمین لمونځونه چې د انساني یووالي او لوی اسلام د ټوليزوالي تصور او فلسفه هم پکې نغښتې ده د یوه خدای په وړاندې چې ټول کائنات یې په ننداره کې ځان شریکوي اوږه په اوږه د امام د(سوء صفوفکم) تر زړه وړونکي اواز لاندې چې د شیطان یا دښمن مخه بیخي ډب سي، د الله اکبر په کفرماتونکې ناره پیل او تر تمامیدو پورې دوام پیداکوي او له یو بل سره د محبت د اظهار او ټولو لورېدنو په فضا کې یو بل ته په دغو محبت زیږونکو ټکو کې یعنې(السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته )پای ته رسیږي.او د صمیمیت او ورورولۍ په دغه جوړ سوي احساس او درناوي کې کوم چې د عبادت، مسجد او مؤمن انسان د شان غوښتنه وي راوځي او د دنیوي چارو په بل عبادت لګیا کیږي. دا په ورځ کې پنځه ځله انسان جوړونکي عبادي کړنه او په نورو ځانګړو مهالونو کې عبادتونه بې له شک او شبهې د ځان جوړونې یوازينی قالب ده او په یو بل د تیري او ملامتۍ واک له انسانه اخيستل کیږي او لورونې او مینې یې ځای نيسي او له هرې ژبې او سمدلاسه د آمان څرنګوالی برلاسی کیږي. د مرګ او ابدي زوند لپاره زیار باسي چې: کرونده یې په زړه پورې وي.

امتي صاحبه!
د سیرت د ښوونکو طلایي موده وه چې دا له خیره سره نابلد انسانیت یې له خیره سره بلد کړ او ورته ویې ښودله چې خیر رسول عبادت ده او انسان یې وهڅاوه چې په دې عبادت کې هم یو تر بل د مخ ته کېدو همت وکړي او په ټول شوق او مینه سره دا انسانیت غواړي عبادت دارنګه سرته ورسوي چې په مقابل لوري کې هم د خیر رسولو تصور او د لومړي والي احساس وپاروي او د مینې وچې کروندې بیرته خړوبې او زرغونې سي ترڅو ژوند په ژوند او پکې میشت انسان د یوازېتوب او پردي توب له اندیښنو بلکل ډاډمن ډاډمن را ووځي. ځکه چې انسانیت په خپل اوږده تاریخ کې لیدلي وو چې ژوند د هر چانه بلکې د څو کسانو او یا څو کورنیو حق دی او پاته کامل اکثریت د یاد مستحق لږکي د ژوند د نورو توکو په څیر یو بل توکی دی او ددې لوی او ښه انسان د نورو توکو په څېر کارېدل د هیچا لپاره هم پوښتنه نه وه. د (في ظلال القرآن ) د اردو ژباړې په حواله د یونان د نامتو فیلسوف او حکیم ارسطو په موده کې پلار کولای سوای چې خپل زوی د ځان یا بل چا د خوشالي لپاره حلال کړي، خو یاد فیلسوف ته له ټول حکمت او فلسفې سره دا لویه ګناه بیخې ګناه نه سوه ښکاره او په مخالفت کې یې یو ټکی هم له خولې را و نه ووت او نه یې هم د چا له لاسه چاړه واخيسته.

د(فی ظلال القرآن )د اردو ژباړې په حواله د یونان نامتو فیلسوف او حکیم ارسطو په موده کې پلار کولای سوای چې خپل زوی د ځان یا بل چا د خوشالۍ لپاره حلال کړي، خو یاد فیلسوف ته له ټول حکمت او فلسفې سره دا لويه ګناه بیخي ګناه نه سوه ښکاره او په مخالفت کې یې یو ټکی هم له خولې راونه ووت او نه یې د هیچا له لاسه چاړه واخيسته.

امتي صاحبه!
دا یواځې اسلام دی چې انسان یې انسان و باله او داسې یې تقدیر کړ لکه انسان او د ډیرو جیارانو او قاتلانو مټې یې ور تاو کړې او ټول هغه کنډوان چې د انسان ځورونې او وژنې لپاره د حاکمانو له تیاره دوره پاته وو بند کړل او د مبارک سیرت په پلوشو کې یې د ورور له وروره سره د اوسېدو دور پیل او انسان د یوه ټولنیز او مسئول موجود په بڼه کې ډګر ته را ووت. زما په اند څومره چې له انساني خټې سره په برابرۍ کې د اسلام د مبین دین د مطالعې فرصت ډېر تیار سي، دغومره به د انسان مراجعه اسلام یعنې د انسانیت خپل دین ته ډیره سي.

امتي صاحبه!
د افغانستان د مجاهد ملت د اسلامي پاڅون له لاس ته راوړنو هم یوه مهمه لاس ته را وړنه داده چې ټول انسانیت ته د خدای دین د قرآنکریم او محمدي پاک سیرت په بڼه کې پخپل کور کې پخپله ژبه ورسیدل. چې رښتیا هم ډیرې ښې پایلې یې ولرلې او په پریشانه انسانیت یې د تحسین وړ لوریدنه وه. ډیر خلک د اسلام په رښتینولوالي خبر سول او داسې یې ومنله چې دا زما دین هم دی. د کفر په منځ کې یې له قرآنکریم سره د وفا لوړه وکړه، په ټوله مینه یې مچو کړ او د خپل ځان د ورکې د پیداکیدو په هوس کې اوښکې یې په سترګو کې کته او پورته سوې، د هیچا د ملامتۍ په فکر کې نه سو پاته او خپل خوار، ویرونو او پټکو لاندې کړي ځان یې ډیر د درناوي وړ او ځواکمن وموند. د بیلګې په ډول سره د فرائیډي اسپیشل په حواله په امریکا کې د قرآنکریم مطالعه په دې غرض پیل سوه چې وګوري دا څه وړ کتاب ده یعنې قرآنکریم چې مسلمانان دا رنګه په مینه او بې صبرۍ ځانونه ترې جاروي.

امتي صاحبه!
د قرآنکریم د مطالعې په مختلفو مرحلو کې یو لوی شمیر خلک په اسلام مشرف شول. له هغې جملې یو هم د نړۍ نامتو باکسر یا سوک وهونکی اتل(مایک ټایسن) وو چې اسلامي نوم یې(مالک عبدالعزیز) سو. د همدغې مجلې په حواله په انګلستان کې په نویو زیږیدلو ماشومانو د (جان) له نامه وروسته بل تر ټولو نومونو خوندور او د هر چا خوښ نوم د(محمد) مبارک نوم سو.چې خلکو خپل ماشومان پرې ونومول. د یادې مجلې په حواله په جرمني کې د یوه کال په اوږدو کې تر(۹۰۰) ډیر د انجنیر تر سویه لوړ خلک مسلمانان سول. په فرانسه کې تاسې خبر یاست چې د ښځو اسلامي حجاب یا ټکري دومره زور واخيست چې د حکومت له ټوله توانه سره سره واڼې ورته ووتې.

د ترکیی د سیکولر(لادین) نظام په تیاره او وحشي موده کې هغه چې په ټولو اسلامي شعارونو یې بندیز ولګاوه. یوه مسلمانه میرمن(مریم کوکچې) په ټاکنو کې بریالۍ او شورا ته یې د ورننوتلو لاره بیا موندله. مسلمانه میرمن(کوکچي) د شورا مجلس ته له پړوني سره ورغله، خو د سیکولر نظام پیره دارانو د ورننوتو اجازه ور نه کړه او ورته ویې ویل چې ټيکری له سره لرې کړه او بیا د شورا تالار ته ورننوځه. هغه په ډېر متانت کې ورته وایي: ماته چا رایه نه ده راکړې. بلکې زما ټيکري ته یې رایه ورکړې ده، نو زه څرنګه د ولس د رایې او باور درناوی و نه کړم او د ګران اسلام دا راباندې لوریدلی حجاب، حسن او د حیا د نظام شالید له سره لرې کړم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx