دیني، سیرت او تاریخ

د روژې په لسمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پيښې

حماد افغان شیرزاد
د هجرت څخه درې کاله وړاندې د روژې په لسمه د مسلمانانو مور د سیدنا محمد عربي‎ﷺ بي بي مبارکه، هغه چې لومړې ایمان یې راوړې وو، هغه چې زموږ پیغمبر ته یې غټه تسلي او حوصله ورکوله”خدیجة الکبری” رض وفات شوه.
د ۱۳۲هجـ کال د روژې په لسمه د مسلمانانو د ستر دولت اموي خلافت سقوط وشو او عباسیانو دوی ته وروستۍ ماتې ورکړه، په بله لیکنه کې یې بشيړ معلومات نشر شوي.
د ۴۸۵هـ کال د روژې په لسمه د سلجوقي سلطنت وزیر او د تاریخ ستر شخصیت چې د اسلام او مسلمانانو ستر خدمت یې وکړ، نظام الملک ابو اسحاق چې د وخت له سترو علماؤ یې علم هم ترلاسه کړې وو، د حشیشین د فرقې له خوا د روژه ماتي پر وخت د یو کشر هلک په لاس چې د یتیم او فقیر په شکل کې راغلی وو، شهید کړای شو.
د ۶۴۸هـ کال د روژې په لسمه په مصر کې صلیبیانو ستره ماتې وخوړه، د صلاح الدین ایوبي رح د وفات وروسته صلیبیانو د مصر د اخیستلو کوښښونه شروع کړل، خو کامیاب نه شول، د دمیاط د ښار د نیولو وروسته دوی د المنصورة پر لور وخوځېدل خو هلته د سترې ماتې سره مخ شول.

دوام لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx