افغانستان

کابل: په سرتيري برید کې دوه ټانګونه ویجاړ شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه د بهرنیو ځواکونوپه موټریز کاروان سرتېری برید شوی دی.

د شپږمې امنیتي حوزې آمر جنرال حفیظ الله وايي چې دغه پېښه د علاوالدین درې لارې ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو د موټرو په کتار شوې ده.

د نوموړي په خبره دم ګړۍ په علاوالدین سیمه کې لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

جنرال حفیظ الله د پېښې له جزیاتو ډډه وکړه، خو د پېښې د یو عیني شاهد له قوله چې چاودنه خورا زوروره او آن د په ميرویس میدان کې يې هم خلک غږ وویرول.

وروستي جزییات:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد برید مسوولیت پر غاړه واخیست او ويلي يې دي چې برید د دوی یو تن ملګري د سراچه ډوله موټر نه په ګټې ترسره کړی دی.

د مجاهد په قوله په دغه زورور برید کې د بهرنیو ځواکونو دوه ټانګونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

نوموړي په ډاګه کړه چې په غبرګو ټانګونو کې سپاره عسکر له منځه تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین هم مني چې دغه برید مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په برید کې څلور تنه مړه او اووه نور ټپیان دي چې په خبره يې ډېری يې ملکي وګړي دي.

له بله پلوه د کابل دامنیه قومنداني ویاند حشمت ستانکزی وايي چې په برید کې څلور تنه مړه او تر شلو ډېر ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګری په بشپړ مهارت سره ترسره کړی دی او عام وګړي د پېښې له ځایه لري څو تنه د دوکانونو په شیشو سرسري زخمي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x