
له مثبت بدلون وروسته؛ خلک ولې وارخطا او اندیښمن دي؟!
سليمان سيعد
اوسنۍ زمانه کې د نړۍ ټول قدرتونو په دوو ستنو ولاړ دي: پوځ او تبليغات. دا دوه د هر نظام د قوت تر ټولو مهم ټکي دي، هسې خو اقتصاد، خپلواکي، پرمختګ، امنيت او نور مثبت ټکي د نظام د کاميابي عوامل ګڼل کيږي، مګر بيرته دا هر څه يوازې د قوي پوځ او تبليغاتي برلاسيتوب له برکته رامنځ ته کيږي.
يا په بل تعبير؛ نن هغه څوک پياوړی دی چې د نظامي او تبليغاتي جګړو دواړو ډګرونو ته متوجه وي او هره برخه کې کافي برلاسيتوب ولري.
پخوا زمانو کې فقط زور او قوت شرط ؤ، خو بيا ورو ورو تبليغاتي جګړې هم اهميت پيدا کړ، توجه ورته زياته شوه او تر دې چې بالآخره تبليغاتي او فکري جګړه دې حد ته ورسېده چې اوس د نظام تر ټولو مهمه ستن ګڼل کيږي.
اوس تبليغاتي جګړه دې حد ته رسېدلې چې په رڼا ورځ؛ تور ته سپين او سپين ته تور وايي. د همدې دجالي رسنيو پر مټ د
ملتونو سرنوشت ټاکل کيږي، نوی نسل يې تربيه کيږي او د چا په لاس کې چې رسنۍ وي، راتلونکې د هغوی ده.
کله چې کمونستانو کودتا وکړه، لامل يې دا ؤ چې زموږ پوځ او عموماً ټول کمونستان د شورويانو له تبليغاتي جګړې متأثره شوي وو، نوم پرې د افغان پوځ ؤ، خو نظريه يې د شورويانو وه، هغوی خواري پرې کړې وه او روزلي يې وو. همداراز کله چې د امريکا په مشرۍ ناټو يرغل وکړ، بيا يې هم لامل دا ؤ، چې موږ پياوړی پوځ نه درلود او د دې تر څنک زموږ يو شمېر (مجاهدين!) د شوري جګړې پر مهال لا امريکا اخيستي وو.
زموږ په شاوخوا سيمه او د ټولې نړۍ په تاريخ کې په زرګونو داسې پېښې موجودې دي او د پورته دوو پېښو خو موږ په خپله شاهدان يو.
نو معلومه شوه چې د فکر ثبات تر هر څه مهم دی، اصلي ګټونکی د فکري جګړې ګټونکی دی. کله چې يو نظام له تبليغاتي پلوه مکمل برلاسی وي او د خپل ملت اذهان يې په رښتينې معنی رغولي وي، نو هيڅکله به دغه ملت کې د پرديو ايجنټان،
منحرفين او خائنان پيدا نشي.
اسلامي امارت ته څه کول په کار دي؟
اوس چې لله الحمد؛ له پوره دوه لسيزې مبارزې او ډېرو سختو قربانيو او سرښندنو وروسته افغانستان بيرته د افغانانو شو، پردی اشغال پای ته ورسېد، غلامان يې وتښتېدل او رژيم يې نسکور شو، نو اوس موږ کولی شو چې په آزاد ډول او پوره قوت د فکري جګړې ډګر کې کار وکړو. دلته شل کاله د سلګونو راډيو ګانو، تلويزيونونو، انټرنيټي رسنيو، مؤسساتو، غونډو او سيمينارونو له لارې تبليغات شوي، امريکا په دغه برخه کې په سلګونو ميليونه ډالره لګولي او زموږ د ميليونونو خلکو اذان يې تخريب کړي. اوس نو اګر چې په هېواد اسلامي امارت حاکم دی، خو زموږ په ميليونونو هېوادوال ذهني مريضان دي، شل کاله مسلسل يې غربي تبليغات اورېدلي، دوی اوس هم په هماغه مفکوره ولاړ دي. موږ به هغه وخت بريالي يو چې د دوی په اذهانو حاکم شو، دوی ته حق وروپېژنو، قناعت يې حاصل کړو او د ځان ملګري يې کړو.
اسلامي امارت په تېره شل کلنه دوره کې په نشت امکاناتو، ډار او مخفي توګه تبليغاتي برخې ته دومره توجه کوله چې دښمن مو هم په بريا معترف ؤ، دا ځکه چې د حق پر وړاندې هيڅوک هم دليل نه شي ویلی. د کفارو د تبليغاتي جګړې معنی دا نه ده چې ګويا هغوی پر حق دي، بلکې علت يې دا دی چې د حق غږ خاموش ؤ او د باطل غږ هر ځای رسا اورېدل کېده.
نو اوس چې ټول امکانات د اسلامي امارت په ولکه کې دي، بايد چې دې برخې ته توجه نوره هم زياته کړي. له بده مرغه تر اوسه خو د يو نظام په توګه دغه برخه په نشت حساب ده.
البته دې برخه کې د دښمن د رسنيو بندول او تړل، خپله د حق اواز ته قوت وربښي، نو بايد چې د بي بي سي او امريکا غږ په شان نورې تخريبي رسنۍ هم بايد وتړل شي او محدوديتونه پرې وضع شي. همداراز مقابل کې يې بايد خپلو رسنيو ته زښته ډېره پراختيا ورکړل شي.
اوس موږ له نظامي جګړې راوتلي يو، بايد د پوځ پياوړتيا او تبليغاتي جګړې ته بايد پوره پوره توجه وشي. په دې برخه کې مصرف، کار، زحمت او تکليف تيرول؛ زموږ د سبا ورځې د نيمکمرغي ضامنت راکوي.
اوس دا دی وينو چې هېواد مو ازاد دی، امنيت شته، د بيا رغونې کارونه روان دي، اقتصادي پرمختګ لرو، ټول هېواد د يو مرکزي حکومت تابع دی، د هر ډول فساد مخنوی شوی، پردي ايجنټان له واکه غورځېدلي، خپل مو واک او خپل مو اختيار دی. مګر دا چې ولې بيا هم په دغسې ښو او مثبتو حالاتو کې؛ ولس خفه او انديښمن دی، علت يې دا دی چې موږ دا هر څه په پټه خوله کوو، نظام ژبه نه لري، ګونګ دی. خو برعکس ماته خوړلی دښمن مو تبليغاتي برخې ته پوره توجه کوي، خلکو ته انديښنې پيدا کوي، له کار او زياره يې پاتې کوي، زموږ د نظام خلاف تبليغات کوي، خلک وېروي او د بحران نارې وهي.
نو سره له دې چې عمل کې هغوی هيڅ نه لري، مګر د تبليغاتو واسطه يې دغسې بې باوره حالت رامنځ ته کړی، او موږ چې عملاً مثبت لوري ته روان يو، خو دا چې تبليغاتي برخې ته توجه نه کوو، نو دا دی فکري جګړه کې دښمن لا هم ډغرې وهي.
نو زموږ د مثبت حالت، پرمختګ او نيکمرغي د نندارې او خلکو ته ښودلو لپاره رسنيو ته اړتيا ده او هغه وخت به د فکري او تبليغاتي جګړې ډګر ګټو چې خوله خلاصه کړو. اوسنۍ زمانه کې يوازې عمل نه، غورې لاپې هم ځای نيسي!
سلیمان سعید صاحب فکر کوم چې دهاتي په غوږ کې ناست یی او د امارت ټولې کړنې درته د ملایکو کړنې ښکاري په اصل کې قدرت دالله دی او هر وخت چې یې وغواړي او له هرچانه چې یې وغواړي اخلي یې او چاته چې یې خوښه شي ورکوي یې گرانه وروره په ټوله کې نظام باید جوړ شي او ستاسو په څېر د ځینو خلکو خبره ټوله چې کله یې مخالفت وشي نو بیا د کمونست ، امریکایی یانورو ټاپه پرې لگوي وروره دافغانستان خلک درسنیو په واسطه پوه شول او علمي کچه یې لوړه شوه سیاسي بصیرت يې… نور لوستل »
د افغانستان اسلامي امارت بايد د رسنیو په حکله يو قاطع قانون تصویب کړي کوم چې د افغانستان او افغانانو د دښمنانو له خوا تش په نامه رسنیو مخه ونيول شي کوم چې چي د اشغالګرو او غربي نړۍ د ګټو لپاره شپه او ورځ خپرونې کوي. او ځنې رسنې په ښکاره په افغانستان کې يو ځل بيا د جنګ جګړو نغارې ډمبوى. بل هغه کسان چې د ايران صفوى رزيم په سفارت ګلان شيندي بايد وپيژندل شي او ايران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه او افغانى هويت ورځني واخستل شي. مننه