ټولنیزه برخه

د سر سړی چاته ویل کیږي؟

امین وردګ

په پښتو کې یو متل دی چې وایي: ((سل دې ومره خو د سر سړی دې مه مره)) اوس پوښتنه دا ده، چې دا د سر سړی بیا څوک دی او کومې داسې ښېګڼې لري، چې هم یې مرګ تر سلو دردمن دی او هم یې ژوند له سلو بهتر؟
شاید دغه جمله هر څوک د خپل مسلک او موقف لپاره تعبیر کړي.
د بېلګې په توګه: عاقل سیاسیون د یوه ملک ځیرک او د سیاسي بصیرت څښتن- رهبر یو پر سلو حسابي.
عالمان بیا د پراخې سینې (حوصلې) مخلصانه چلند او قاطعانه، مګر! مدبرانه سلوکو صاحب-یو عالم پر سلو بهتر ګڼي.
همدا راز کاسبان، ناطقان، ادیبان او داسې نور…

مطلب هر څوک د خپل فن ځیرک او مخکښ کس، د همغه فن یا څانګې له سلو کسانو سره برابر، بلکې بهتر لا هم بولي.
خو په مجموع کې دغه جمله د یوه هېواد، د عمومي رهبر، پاچا، یا امیر لپاره کاریږي، همدا راز د یوې سیمې د مخکښو او بانفوذه مشرانو لپاره هم ډېره کارېدلې او کاریږي، چې بیا د کلي او کور د مشر لپاره هم مناسبه جمله بلل شوې ده؛ نو ځکه خو به یې موږ هم لومړی د کور، بیا د کلي او ورپسې د سیمې او له هغه وروسته د یوه هېواد د رهبر لپاره وکاروو او نښانې به یې هم په ګوته کړو ان شاءالله.
خو تر ټولو مخکې باید دا د ((مېړه، مرد او رجل)) پر سم تعبیر پوه شو!

په پښتو کې د هغو مخکښو مشرانو لپاره د ((مېړه)) کلمه کارېدلې؛ چې د دسترخوان صاحب او د سختې ورځې یار وي.
لکه چې وایي: ((پلانکی مشر، یا ملک ډېر مېړه سړی دی؛ میدان ګټي!))

په فارسي کې بیا ضرب المثل دی چې وایي: ((امو فلاني بسیار آدم مرد /یا مرد آدم است!))
همدا راز په عربي کې هم رجال د مخې خلکو (مجاهدینو او مبارزینو) ته ویل کیږي، لکه چې په قرآنکریم او مبارکو احادیثو کې راغلي: ((من المؤمنین رجالُُ… الآیة-اللحیة زینة للرجال. الحدیث)) او داسې نور…

اوس به راشو د دغې طبقې خواص، عادات او نښانې به په ګوته کړو! چې ګواکې دوی نو څه ښېګڼې لري؛ چې یو یې تر سلو هم ښه دی؟

د یادونې وړ ده چې (مېړه/مرد او رجل) دریواړه یوه خبره ده او نښانې یې هم په لاندې توګه دي:
ا- مینه او کینه یې شخصي نه! بلکې ملي، یا اسلامي وي.
ب- نا انډوله جګړې نه کوي.
ج- له کمزوري سره زور نه وهي.
د- په معرکو کې له ښځو ، مریضانو ،سپینږيريو او ماشومانو څخه توره اړوي.
ه- کینه ناک نه وي او ګذشت ډېر کوي؛ لکه په فارسي کې چې د مېړه سړي لپاره دا ضرب المثل هم شته او وایي: ((گذشت خصلت مردان است))
و- بخیل نه وي.
ز- تل بښونکی او مهربان وي.
ح- په خپل کور کې د کلي، په کلي کې د سیمې او په سیمه کې له بلې سیمې څخه راغلي چا سره جګړه نه کوي، مګر په هغه صورت کې! چې بېګانه، یا مسافر شخص متجاوز او یا محارب وي.
ط: خبرې او عمل یې واحد او له خیر څخه ډک وي.
ی- چل، فریب، دوکه،دروغ،خیانت،وعده خلافي، تکبر او داسې نور…زشت او منحوث اعمال نه وي پکې.
ک-د خپلوۍ، دوستۍ او ملګرۍ د اړیکو مزی د وړو پېښو له امله نه پرې کوي.
ل- زغم، صبر او تحمل والاوي.
م- ټیټال (چاپلوسي) نه کوي.
ن- د مادیاتو، یا شخصي ګټو لپاره چاته زارۍ نه کوي.
س-په کومه کاسه کې چې لاس وهي، په هغې کې پښه نه اېږدي.
ع-خبرې یې فصیحې، بلیغې / یعنې غوڅې، خوږې او رڼې وي (ګواکي رمزونه او لساني [ژبنیز] نېشونه نه کاروي)
ف- هېڅکله هم د چا اهانت نه کوي.
ص- هغه خبره چې په غیاب کې یې کولای شي، مخامخ یې تر هغې لا ښه او رڼه کوي.
ق- قاطع، جدي مګر یو څه تندخوی وي او منافقت نه وي پکې.
ر- بې وفا نه وي.
ش-پر میدان چې یو ځل ودریږي، بیا تېښته نه کوي.
ط- ډارن او بزدل نه وي.
ث- په جهادي او مقدسو معرکو کې تر مرګه پیمان کوي.
خ- هېڅ داسې خبره نه کوي چې د چا زړه مات کړي.
ذ- ټولې حسنه اړیکې او متقابل احترامات یې له مکر او نیرنګ څخه تش وي.
ض- تل د نورو په کارونو کې ستړی وي؛ خو اهداف یې پکې شخصي نه! بلکې ملي او اسلامي وي.
ظ- ملي ګټې تر شخصي ګټو لوړې ګڼي.
غ- خوږ، مینه ناک او مهربان وي.

نو که دغه ټولې نښانې مو په کوم چا کې (جمع)ولیدې؛ له لاسه یې مه ورکوئ! ځکه چې ژوند یې تر سلو بهتر او مرګ یې هم تر سلو دردمند دی؛ نو له همدې یې ملګري هم تر سلو ښه او محبت ورسره تر سلو بهتر دی.
ګواکي همدغه د ((سر سړی)) دی، سل نور دې ومري، خو همدغه یو دې ژوندی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مننه وروره له هغه سه چی په زان کی یی نه وینم !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx