
شعـــــرونه
چي په کاذبه خوله زما پرون او نن وهي/ بریالی
احمد بريالی
چي په کاذبه خوله زما پرون او نن وهي
په دوزخي سېلۍ زما جنت وطن وهي
د تېري ګرو پر مهال يې زما قلم خوښاوه
هغه سړي اوس د جګړې اور ته لمن وهي
د کفن کښ ارمان تر اوسه لا ختلی نه دی
پرون یې خلک ښخول نن يې کفن وهي
د چټلخورو امدادیان چې پر چټلو ګرځي
د شهدو عطرو سوداګر لار د ختن وهي
د غلامۍ درجه پَسته در ښکاره ده کنه
د سکه ورور ورته مغزی په کم ثمن وهي
د بلبلانو له ازاره به را خلاص سي کله
چي په لمبو د بهاري موسم چمن وهي
د راهزنانو غړي وتښتي په شاړو کي دا
پر هره لار چي پولیسي موټر هارن وهي
د بریالي احمد له قامه غیرتي زلمي به
لکه ابدال بابا د پښو لاري په تن وهي
احمد بریالی