روغتیا

د روژې روغتيايي ګټې

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

روژه د اسلام مبارک دين څلورم رکن او ديني وجيبه ده، له دې وراخوا طبي څيړنو يې داسې فلسفې په ګوته کړي،
چې د انساني روغتيا لپاره خورا د پام وړ دي، چې موږ يې ځينې روغتيايي ګټې دلته سپړو:

د روژې په اړه يو تن جاپاني څيړونکي (يوشينوريل او شيماي Yoshinuril oshumi) ساينس پوه ته په ٢٠١٦زيږديز کال کې په دې پار چې د روژې په اړه يې مختلفې ساينسي څيړنې سرته ورسولې، د نوبل جايزه ورکړل شوه، دا چې طبي څيړنو ښودلې،
چې روژه د ستر روغتيايي حکمت څخه هم برخمنه ده، چې ځينې هغه په لاندې ډول دي.

لومړۍ: ډېر مهمه او عامه ګټه يې داده چې د روژې د نيولو سره د وينې شکره نورمال حالت غوره کوي او د انسولين په وړاندې حجروي مقاومت راکميږي.

انسولين يو ډول هرمون دی چې له پانکرياس څخه د وينې جريان ته افرازيږي، ترڅو د وينې ګلوکوز اندازه په وينه کې راکمه کړي،
خو د زياتو کالوريز له استعمال سره د بدن وزن اضافه کيږي، ورسره د انسولين په وړاندې په حجراتو کې يو ډول مقاومت رامنځته کيږي، کومې ته چې د شکرې (sugar) ناروغي ويل کيږي، چې تر ډېره بريده د قند لرونکو توکو له زيات استعمال او کاربوهايډريټ، شحمي او پروټني کيميايي توکو له ميټابوليک تشوش څخه عبارت دی، چې ٦٠٪سلنه ناروغان د غذايي رژيم له اصلاح سره تداوي کيږي، چې تر ټولو اسانه او طبي لار يې روژه نيونه ده.

دويم: وروستيو څېړنو جوته کړې،
چې د هغو مزمينو التهابي ناروغيوپه راکمولو کې روژه مهم او اساسي رول لري، کوم چې د التهاب له امله رامينځته کيږي،
په ځاتګړي ډول هغه ناروغۍ چې معافيتي منشاء ولري، لکه روماتيزم او ملټيپل سکليروسيز.

روماتيزوم: د مفاصلو التهابي ناروغي ده چې د بندو درد او سوزش سبب ګرځي، له نېکه مرغه ساينسي تحقيقاتو جوته کړې،
هغه وګړي چې روژه نيسي د هغو په پرتله کم مخ کيږي، چې روژه نه نيسي.

دريم: روژه د زړه heartد روغتيا په برخه کې اساسي او مهم رول لوبوي، زموږ په بدن کې هغه څه چې د زړه روغتيا ګواښي روژه يې د حل اساسي لار ده.

لکه څنګه چې ټرايګلاسرايډ او کلسترول چې د زړه د حملې باعث کيږي، د روژې نيونې سره د دواړو کچه کميږي، د مخنيوي لپاره يې روژه اساسي او طبعي علاج دی، د روژې په توسط د وينې لوړ فشار hypertention باندې قابو مندلی شو.

څلورم: روژه د دماغي استحالوي ناروغيو په مخنيوي کې اساسي او مهم رول لري چې له هغې جملې څخه الزاٸمر: چې ياداښت پکې له منځه ځي او بله هغه پارکينسونيزم عصبي ناروغي ده.

پارکينسونيزم:
يو مزمنه او پرمختلونکی کلينيکي سندروم دی چې په Basal ganglia کې د موجود افت له وجې رامنځته کيږي، چې بارزې نښې يې عضلي شخۍ او د نورمال عضلي قوت باوجود د ارادي حرکتونو په شروع کولو او تکرار کې سستي سر ملګری وي.

وروستيو څېړنو څخه جوته شوې چې روژه نيونکي کسان پرې کم اخته کيږي، د هغو کسانو په نسبت چې روژه نه نيسي.

پنځم:په روژ کې د Growthهرمون کچه لوړيږي، کوم چې د نخاميې غدي له قدامي لوري افرازيږي، په روژه کې د نوموړي هرمون کچه لوړيږي، چې له دې سره په بدن کې د ميټابوليزم پروسه چټکه کيږي، د نوموړي هرمون له زيات افراز سره د انسولين کچه کميږي. له دې سره د هاٸپوګلاسيما خطر هم کميږي، چې په وينه کې د خطرناکې شکرې ليول ټيټوالی دی، کوم چې د انسولين د زياتوالي له امله رامينځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx