دیني، سیرت او تاریخ

د روژې په ۱۲مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

حماد افغان شیرزاد

د هجرت په ۸ کال د روژې په دولسمه رسول الله ‎ﷺ صحابۀ کرامو ته د تیارۍ حکم وکړ چې موږ به نیږدې وخت کې یوې سترې غزا ته ځو، بیا یې څو ورځې وروسته مکه فتحه کړه.

د ۱۳هجـ کال د روژې په دولسمه مسلمانانو د بویب ستره معرکه کې فتحه ترلاسه کړه او د ایراني لښکرو د ماتې خوړلو سره د فارس دروازې هم د مسلمانانو پر مخ خلاصې شوې.

د ۲۳۸هـ کال د روژې په دولسمه رومیانو د مصر د دمیاط پر ښار حمله وکړه، ښار یې ټول لوټ کړ، وګړي یې قتل، مساجد، مدرسې او دوکانونه یې وسوځول. خو وروسته مسلمانانو بدله واخیستله.

د ۳۳۱هـ کال د روژې په دولسمه قائد حمداني توزون د ناصر الدوله بن حمدان په امر بغداد ته داخل شو او هلته یې بیا د عباسي خلافت د دویمې دورې اعلان وکړ.

د ۶۶۶هـ کال د روژې په دولسمه مسلمانانو د ظاهر بیبرس په مشرۍ د انطاکیه ښار له صلیبیانو بیا ونیولو.

د ۵۹۷هـ کال د روژې په دولسمه ستر محدث، فقیه او مفسر عالم “ابوالفرج بن الجوزي” رح وفات شو، نوموړي د علم ستر خدمت کړی او زیات کتابونه یې لیکلي، د نوموړي نسب ابوبکر صدیق رض ته رسیږي، ابن الجوزي ۵۱۰هـ کال د بغداد ښار کې زیږیدلی و.

د ۶۷۲هـ کال د روژې په دولسمه د الفیه مصنف “ابن مالک ابو عبدالله الحیاني” وفات شو، نوموړې د اندلس مشهور نحوي او د لغت ماهر عالم و، تر ټولو مشهور کتاب یې د نحوې “الفیه” ده چې ټول قواعد یې په زرو اشعارو کې راغونډ کړي.

د ۷۸۴هـ کال د روژې په دولسمه د مملوک سلطنت سلطان “المظفر زین الدین حاجي ” د ۱کال او درې میاشتو حکومت کولو وروسته د خپلو نیږدې کسانو په غدر او لاس شهید کړای شو.

دوام لري….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx