نظــر

د بې وزلۍ د مخنيوي حل لاره

فضل شاه افضلي

کلکم راع وکلکم مسؤول عن رعيته الحديث
هر يو مو ( د خپل ماتحت) شپون او د خپلې ټولنې مسؤول دی.

د فقر او بې وزلۍ څخه د ولس د خلاصولو مسؤوليت د حاکمې طبقې دی.
د همدې مسؤوليت د صحيح ترسره کولو لپاره پۀ حاکميت لازم دي، چې رغنده تدابير پۀ کار واچوي، څو ولس پۀ رفاه او تنعم کې ژوند وکړي.

د « كاد الفقر أن يكون كفرا » الحديث.
مقدس فرمان پۀ اساس حاکميت بايد داسې تګلاره غوره کړي څو لۀ مخې يې، خدای مۀ کړه، ولس د کفر تر انتخاب وژغورل شي.

د يادې ستونزې د حل لپاره مختلفې لارې شته، چې زما پۀ فکر يې لاندې لارې اسانې او ګټورې دي.

۱- صدقة الفطر(سرسايه):
که سرسايه/صدقة الفطر پۀ صحيح ډول راټوله شي، لۀ يو خوا به اسانه سرشمېرنه وشي لۀ بل خوا به وړ کسانو ته توزیع شي.

۲- د سوالګرو مخنيوی:
دې ورستيو دوه لسيزو کې د سوالګرو فيصدي تر بل هر وخت زياته شوې ده، خو دې ورستيو اتو مياشتو کې يې بيخي زور اخیستی، چې مهم علت یې د نظام بدلون دی.

حل لاره:
سوال کوونکي نارينه دي او که ښځینه بايد ټول ثبت شي، واقعي حالت يې معلوم شي، د معلوماتو سره سم بايد اقدام وشي.
څوک چې واقعي بې وزله وي، فزيکي حالت يې بايد تشخيص شي، که ناروغ يا معتاد وي بايد تداوي شي.
که بې وزله نۀ وي تر بایومټریک وروسته دې يو کار او روزګار خواته وهڅول شي.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

هغه چی په محشر د مخ پوستکی نه لری ، دا دنیا یی هم دیره بدرنگه کری ، یا خو د مملکت په درلودو نه ارزو ، یا خو العیاذ بالله هسی یی انسان خلق کری یو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx