نظــر

په اوکراین کې د هژمونيکي موخو او خپلواکي جګړه

عبدالوحيد وحيد

انسان وژنه هر ځاى د هر چا لخوا په هر ډول شرایطو کې خواشينوونکى کړنه ده. په اوسني پيچلي نړۍ په ښکاره ډول د سولې خپلواکي، بشري حقونو ديموکراسي او عدالت تر عنوانونو لاندې د پردې ترشا د اقتصادي، سياسي او هژمونيکي موخو درلودونکي ځواکمن هېوادونه د جګړو نوښتګر وي. د ځمکې کُره د پورته يادو شويو موخو د ترلاسه کولو لپاره د استخباراتي لوبو ډګر ده. کمزوري او په جنجالونو کې لتاړ ملتونه پکې د شطرنج د مهرو په شان لوبول کيږي.

د بشري حقونو د خوندیتوب بنسټونه يوازې ننداره غولونه او دوکه ده. که د انساني وجود پيل ته هم لاړ شو، نو پوهيږو چې لاهم د هابيل او د قابيل د پلويانو ترمنځ هغه کړکېچ دوام لري چې قابيل پيل کړي وه. اوس هم د قابيل پلويان حسود او ځواکمن دي، د هابيل د ملګرو ژوند ته ګواښ جوړوي. دا لوبه نه ختمېږي. له ادم نه تر دې دمه له قابيله تر هابيله روانه ده او ترقيامته به دوام مومي.

دا ځانګړي بحث ته اړتیا لري چې له ناتو او اروپایي ټولنې سره د يو ځاى کېدو لپاره د اوکراین د حکومت اوږد مهال هلې ځلې واقعاً د دغه هېواد له ملي ګټو سره سمون خوړ او که د کومې پياوړي استخباراتي شبکې لخوا داسې سناریو جوړه شوه چې اوکراين بايد د ملي ګټو د خوندیتوب په موخه د روسیې ضد دريځ نيولى واى. پوښتنه دا ده چې ناتو او اروپایي ټولنې د اوکراین له تشويق کولو سره سره ولې دغه هېواد ته غړيتوب ورنکړ؟

ګازپروم د روسيې د انرژي وزارت او ددغه هيواد د ستراتیژیکو موخو د تحقق بنسټ ګڼل کېږي. د روسيې په بهرنى تګلاره کې هم ارزښتمن رول لري. ددغه شرکت لخوا د نهه نيم مليارده يورو په لګښت د بالتیک له بحيرې لاندې د نارد سټريم (٢) په نوم د انرژي د انتقال پروژه چې المان ته نيغ په نيغه روسى ګاز رسوي او اوکراین ته پکې د ترانزیت د اسانتيا برابرولو اړتیا نه پاتې کېږي، داسې پروژه ده چې په روسي ګازو باندي د اروپا تکيه زياتوي او د انرژي په مارکیټ باندي د روسيې برلاسى يقيني کوي.

اوکراین ته ددغه نللیکې د ترانزیت فيس له درکه نه يوازې په کلني ډول درې مليارده دالر ګټه رسيده، بلکې د خپلواکي ساتلو لپاره ښکاره ضمانت هم وو، خو بايډن او انګيلا مرکل په يوه ناسته کې د اوکراین د استازي له حضور پرته ددغې پروژې حمايت وکړ. بايډن ظاهراً دغه هوکړه المان ته د ټرمپ د غلطو تګلارو له امله د رسيدلي زيان تلافي کول وبلل.

ښکاره خبره ده چې د نارت سټريم (٢) روسي پروژې په هکله د امریکا او المان هوکړه د پوتين هغو خيالونو ته روح ورکړ چې ويل به يې؛ “اوکراین کله هم خپلواک هېواد نه وو او نه به کله هم د خپلواک هېواد په توګه پاتې شي” يا هم “يوه داسې اروپا چې په روسي انرژي وچلېږي”. د پوتین دغه خبرې د اوکراین د له منځه تللو معنا درلوده.

د امریکا لخوا روسیې ته په اوکراین باندي د يرغل په تړاو د شين څراغ ورکولو نورې نښې هم شتون لري. په چيچنيا، جورجیا، کريميا او سوريه کې د پوتين د تګلارو بريا او له افغانستان څخه د امریکا تېښتې، روسیې ته د خپل پخواني برم ترلاسه کولو لپاره نفسياتي ځواک او انرژي ورکړه چې په اوکراین باندي يرغل وکړي. د روسیې له پولو څخه بهر د پوتین د مخالفینو وژنو، زهري توکو کارولو په تړاو د امریکا سوړ غبرګون هم په اوکراین باندي د يرغل لپاره په غيرمستقيم ډول د پوتین د تشویق لامل ګڼلاى شو.

اروپا د روسيې لخوا په اوکراين باندي له بريد وروسته خپل وجود ته د پيښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د خپل نظامي ځواک پياوړي کول په خپلو لومړيتوبونو کې ونيوه. په سملاسي ګامونو پورته کولو يې پيل وکړ او طبيعي خبره ده چې اروپا د خپلو ځواکونو د سمبالولو لپاره امریکایي وسلو ته اړتیا لري. د ځینو اروپايي هېوادونو لخوا له امریکا څخه د پرمختللو وسلو د پيرلو خبرې روانې دي. د جګړې له پيل څخه د امریکا د وسلو جوړوونکو سترو شرکتونو د توليداتو بيې په مسلسل ډول په لوړيدو دي.

اوکراین تلفات ورکړل، ټولنه، بنسټونه او اقتصاد يې وپاشل شو، خو د خپلواکي جګړه پرمخ وړي. خپلواکي ورته ارزښت لري او د اوکراین خلک په دغه ارزښت باندې پوهيږي. امریکا به د خپلو پرمختللو وسلو د پلور لپاره ښه پراخ مارکېټ پيدا کړي او دغه هېواد ته به د روسيې لخوا د ممکنه ګواښ کچه ښکته يوسي. په اوږد مهاله توګه به امریکا له بحران څخه ګټه پورته کړي.

په سويډن کي د يوه انسټیټیوټ د يوې نړيوالې څيړنې په ترڅ کې په نړۍ کې د وسلو جوړولو تر ټولو ستر پنځه مخکښ شرکتونه په ګوته کوي چې ټول امریکايي دي او په ٢٠ ٢٠ زيږديز کال کې يوازې د امریکا نظامي لګښت د ټولې نړۍ د نظامي لګښتونو ٣٩% برخه درلوده.

په غرب کې اوس دا تاثر عام دى چې په اوکراین کې روسیې ته هر ډول ديپلوماتيک امتیاز ورکول او يا هم جنګي بريا ته رسيدل به د حکومت جوړونې ملت جوړونې ديموکراسي او بشري حقونو د خوندیتوب ټولې هيلې له منځه يوسي. په اوکراین کې يو لاسپوڅي حکومت به د اروپا د استحکام د له منځه وړلو لپاره هروخت د خطر زنګ وي او د پوتین د نوې روسيې(Novorossiya) ذهنيت به پياوړى کړي. د دغه ډول سناریو رامنځته کيدل لويديځ ته د منلو نه دى.

د اوکراین جګړه داسې مهندسې او وپيچل شوه چې روسيې يې په تړاو فکر هم نه وو کړى. غرب د اوکراینیانو مقاومت ته د وسلو او پيسو په ورکولو او په روسيه باندي د سختو بنديزونو له امله انرژي ورکړه.

پوتین باید اوس پوه شوى وي چې خپلو هژمونيکي موخو ته د رسيدو په پلان کې سهوه شوى دى. اقتصاد يې دومره سخته ضربه وخوړه چې په نزدې راتلونکې کې يې د بيا رغونې نښې نه ليدل کېږي. بهرني پانګوال ورڅخه د تېښتې په لټه کې دي، خپل ګاونډیان او اروپا به ورباندي اعتماد نکوي. لا نور ځاني او مالي زیانونه به هم ويني. د سلګونه ملياردو دالرو او يورو پولي زيرمې يې په امريکا او اروپا کې کنګل شوې. د غرب اغيزمن او ځپونکې اقتصادي بنديزونه به يې په اقتصادي او سیاسي توګه وځپي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مننه ، د نور لرلید په هیله مو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx