نظــر

د نړۍ پر نفتو، د امریکا پرته خیټه!

سیف الله حمیدي
نفت د انرژۍ په تولید کې د کثرت، هراړخيزې ګټې او د زیاتې استفادي او له هر لحاظه لومړی مقام لري او د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ دپاره ترټولو مهم عنصر ګڼل کیږي، غوښتنه او ارزښت یې زیاتیږي خو کمیږي نه، ځکه نړۍ چې څومره پرمختګ کوي او یا چې نفوس څومره ډیریږي هغومره ورته زیات ضرورت پیدا کیږي هر هغه هېواد چې نفت لري، نو اقتصادي حالات يې تر نورو ډېرو هېوادونو ښه او غوره دی چې ښه بېلګه یې د (OPEC )د تېلو د صادرونکو هیوادونو سازمان دی((نوموړی سازمان په 1960 م کال کې تاسیس شو،دغه نړیوال سازمان د تېلو د صادرونکو هېوادونو ترمنځ د نفتي سیاست د همغږۍ او له خپلومنافعو څخه د دفاع په منظوراوسمهال په یاد شویو دندو سربېره د تیلو د قیمت د تعین او تثبیت په برخه کې ستر رول لري))۱هېره دې نه وي چې د اوپک غړي هېوادونه له ایران، (ابوظبی) امارات متحده عربی، کویټ، عراق،سعودي عربستان، قطر، لیبیا، اندونیزیا، وینزویلا، نایجیریااو داسې نورو څخه عبارت دي. چې د دې سازمان د تېلو اکثریت ګټه امریکا او متحدینو ته یې ځي. د امریکې دپاره بله د ګټې خبره دا ده چې د نفتو نرخ په نړیوال بازار کې په ډالرو دی، او امریکا د نفتو تر ټولو ډېر مصرفوونکی هېواد هم دی، نو پر همدې بنسټ امریکا اړه ده که له هرې لارې وي خپله خيټه له نفتو ډکه کړي، دلته بیا د اوپک د سازمان د ځېنو هېوادونو یادونه کوو، چې څرنګه امریکا تر خپلې ولکې لاندې راوستل:

سعودي عربستان
د امریکا او د سعودي ترمنځ تینګه ملګرتیا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شوهچې لا تر اوسه شته خو ((په ۱۹۴۳ م کال کې د امریکا د کورنیو چارو وزیر هارولډ ایکس چې د نړیوالې جګړې پر مهال د تیلو د دوسيې مسؤول ؤ، ولسمشر ((فرانکلین دی روزفلت)) وهڅاوه، چې ووایي سعودي عربستان زمونږ دپاره ستراتیژیک ارزښت لري سعودي په ۱۹۳۹ کې د خپلو تړلو نل لیکې پرانیستې وې، خو جګړه د دې لامل شوه چې د تیلو دا سوداګري د څه وخت دپاره ټکنۍ کړي. دا مهال د واکمني کورنۍ نه پرته سعودي عربستان بېوزله هېواد ؤ، خو د روزفلت اعلان چې سعودي زمونږ ستراتیژيک ملګری دی، دې هېواد ته د امریکا د مرستو دروازه پرانیسته او نږدې ۱۰ میلیونه ډالر مرسته یې ترلاسه کړه. په خپله واشنګټن له همدې ورځې ورسته سعودي او تیل یې دواړه په خپل لاس کې ونېولاو بیا په ۱۹۴۶ م کال کې ریاض او واشنګټن پخپلو منځو کې سفارتونه هم پرانیستل))۲
چې کله په ۱۹۷۳ م کې د اسرائیلو سره د سعودي عربستان د رمضان جګړه رامنځته شوه، ملک فیصل پر لویدیځ خپل تیل بند کړل، چې په نړیواله کچه یې د انرژۍ ستونزه رامنځته کړه، چې بیا ۱۹۷۴م کال په مارچ کې پر اسرائیلو امریکا فشار راوړ، نو له همدې امله دا بندیز لرې او ختم شو، نو دملک فیصل دا کار په خپله ښکاره دلیل دی، چې د سعودي تېل امریکې ته څومره مهم دي، د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته د سعودي ولیعهد محمد بن سلیمان چې وغوښتل خپل تېل پر چين د چين پر پولي واحد (ین) وپلوري نو امریکا څومره ورخطا شوه. حتی د منځیني ختیځ د انسټیټوټ کارپوه براین کاتولیس وایې (( که سعودي د تېلو د کمولو د بېو غوښتنه ونه مني نو له خطر سره به مخ شي))۳ دا نو بیا ښکاره خبره ده دا خطر په دې معنی دی لکه څنګه چې عراق کې صدام په افغانستان ملا محمد عمر په لیبیا کې قذافي په وینزویلا کې شاویز او په اوس وخت کې په پاکستان کې د عمران خان لرې کول وو، د خپل ځان د ګټې په اساس په دې لار کې امریکا د مختلفو تګلارو څخه استفاده کوي.

نایجیریا
نایجیریا د افریقا په لویه وچه کې پروت هېواد دی او په نړۍ کې د چټکې ودې نفوس لري، د تېلو سره سره په نړۍ کې د کچالو هم تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی، خو تېل یې امریکې داسې ترې را خپلول!
((په ۲۰۰۰م کال کې نایجیریا د دو میلیونو بشکو په ظرفیت سره، نفت روزانه تولیدول، له دغه تولید څخه څه کم نیمایي برخه ۸۹۰ لکه بشکې امریکا ته صادرېدل، چې په دې ترتیب سره امریکا ته نایجیریا پينځم مقام درلود، حال دا چې نایجیریا د اوپیک د تیلو د سازمان غړیتوب درلود، خو بیا یې هم د امریکا د زور، مرستې او له ويرې به یې د اوپک ټاکلی حد نه مراعاتوه، حال دا چې د امریکا له لورې نایجیریا ته ویل شوي هم ؤ، چې تاسو د اوپیک د نړیوال سازمان څخه ووځي، په بدل کې به یې تاسو سره په نفتي، اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې د پام وړ مرستې وکړو، خو، نایجیریا یې ځواب کې ویلي ؤ چې مونږ نه شو کولای چې تاسو د فشار راوړلو له امله د هېواد لوی مصلحتونه مونږ ته تر نورو مادي ګټو لومړیتوب لري.))۴

عراق
جان پرکنز په خپل کتاب اقتصادي ترهګري کې لیکي ((عراق مونږ ته ډېر مهم ؤ، تر هغه څو چنده ډېر چې په ظاهره ښکارېده، یواځې د عراق تیل نه بلکې په دې کې د اوبو او جفرافیایې موقیعت هم ډېر مهم ؤ،د اوبو له پلوه دجله او فرات دواړه سیندونه په عراق کې بهیږي او په سیمه کې دا یواځینی هېواد ؤ چې د اوبو پر مهمو سرچینو واکمن ؤ او ارزښت یې ورځ تر بلې لوړېده.
پر تیلو او اوبو سربېره عراق د جغرافیایي موقیعت له پلوه ځکه امریکې ته اړین ؤ چې عراق له ایران، کویټ، عربستان، اردن، شام او ترکیه سره پولې لري او ساحل یې هم له فارس خلیج سره لګیږي. دا ځای اسرائیلو او او پخواني شوروي اتحاد ته دومره نږدې دی، چې راکټي برید ترې په اسانې کېدای شي او د پوځي چارو کارپوهان دې ته په دومره ارزښت قایل دي لکه لکه د فرانسې، هندي جنګونو او امریکایې انقلاب کې چې د هډسن درې درلود))۵اکثره خلک په دې پوهیږي عراق د ټول منځني ختیځ کیلي ده، نو امریکې ځکه په دې بهانه چې صدام ولې په کویټ برید وکړ نو عراق یې تر خپلې دبدبې لاندې کړ او تر خپله مقصده ورسېده.

وینزویلا:
وینزویلا د لاتینې امریکې هېواد دی، تېلو یېیو وخت د امریکې اقتصاد ته د ساه حیثیت درلود، خو خپله د وینزویلا ملي اقتصاد یې هم ور سره ښه کړی ؤ، لکه څنګه چې پکار ؤه وینزویلا ډېر عاید ترلاسه کړي خو داسې یې نه شو کولای، لنډه دا چې (( په ۱۹۹۸ م کال چې کله په وینزویلا کې ټاکنې تر سره شوې، نو د وینزویلا بېوزله ولس هیوګوشاویز په لوی اکثریت خپل ولسمشر وټاکه، ده سمدستي انقلابي اقدامات وکړل، محکمې او نورې ادارې یې په خپل لاس کې ونیولې، او ګانګریس یې منحل کړ، د امریکا شرمېدلی استعمار یې وغنده، او د تېلو پر وړاندې یې نوی قانونجوړ کړ، د دې قانون له مخې د تېلو بهرني شرکتونه باید دوه چنده مالیه ورکړي او د تېلو له دولتي شرکتونو یې استقلالیت واخېست، لوړپوړي چارواکي یې ګوښه کړل او پر ځای یې خپل خلک وګمارل. خو دې کار د بوش ادارې ته د ننګونو درجه درلوده، او دا مهال واشنګټن پر خپلو لومړیتوبونو فکر کوه، یعنې د دوي پام پر افغانستان او عراق باندې د برید کول ؤ او ټول پام یې له نړیوالو څخه د مرستې د جذبولو ته ؤ، دا وخت د امریکې اقتصاد هم له ستونزو سره مخ شوی ؤ او نه یې شو کولای چې درې واړو ته په یوه وخت کې رسیدګي وکړي. خو داسې بریښیده چې یوه ورځ به د شاویرز او بوش سره نښلي، ۲۰۰۲ م کال تر دسمبره پورې د وینزیولا حالات بحراني شو، ځکه شاویز نه غوښتل چې د هېواد سره خیانت وکړي نو امریکې ته بیا داسې کس نه وه پکار چې په وینزویلا کې دې حکومت وکړي نو د شاویز د حکومت د سقوط کولو دپاره یې دننه خلک وپارول او مظاهرې پيل شوې چې ډېری کسان پکې مړه او زخمیان شول مظاهرو ادامه پیدا کړه تر هغې چې شاویز له واکه لرې شو، شاویز ۷۲ ساعتونه وروسته بېرته د پوځ په مرسته واک تر لاسه کړ او دا ځل بیا اصلاحات راوستل او هغه کسان یې لرې کړل چې دی پرې تیروتی ؤ.()۶نو تاسو فکر وکړۍ امریکا د خپلو ګټو دپاره څه څه نه کوي، څنګه د خپلو ګټو په خاطر روغ او منظم هېوادونه د فساد او چور پر لور بیا یې چې ښې بیلګې یې پرعراق، افغانستان، پانامهاو وینزویلاهېوادونه دي.
د خلیج هېوادونو د تیلو پر سر د امریکا او لندن سیالۍ!
د خلیج هېوادونو نفت د نرخ کمیت، کیفیت او مقبولیت له پلوه، تر ډېره وخت پورې به خپلو هېوادونو ته اقتصادي سرچینې او عاید وي.

د افغانستان اقتصاد لوړې ژورې، چیلنجونه او سترې لوبې دې کتاب کې محمد اصف ننګ د خلیج هېوادونو تېلو ته داسې اشاره کوي. (( یو وخت د خلیج د نفتو عمر ۳۵ کاله ټاکل شوي وو دا دی اوس یې عمر له ۸۰ کالو څخه هم اوړي، او داسې ویل کیږي چې ۱۵۰ کلنو پورې هم دا معادن نه ختمیږي))
بل اړخ ته عبدالباري عطوان داعش نومې کتاب کې لیکي ((د امریکا او لندن ترمنځ هم یو وخت سخته سیالي روانه وه، او هر یو غوښتل چې په منځني ختیځ کې د تیلو قراردادونه ترلاسه کړي، برتانوي شرکتونو وار دمخه په ایران، عراق، کویټ او البحرین کې د تېلو را اېستلو تړنونه ترلاسه کړي ؤ))
دا ناندرۍ داسې هم نه دي چې د امریکا او د لندن ترمنځ دې ژور خفګان او د اتحادي د وتلو لامل وګرځي بل طرف ته په ځينو هېوادونو د خپلو ګټو ساتلو دپاره ګډه همکار هم کوي.
(( په 1358 م کال کې د انګلستان د حکومت یو لاسوند کې راغلي، چې د تېلو څلور ستر هېوادونه لکه: سعودي عربستان، کویټ، ایران او عراق باید د جلا سیاسي نظامونو تر کنټرول لاندې وي))۲ او په بله معنی دا هېوادونه باید سره متحد نه شي.
او ریښتیا هم همداسې بریښي سعودي هم له ایران څخه او هم له عراق څخه ویریږي، د عراق او ایران ترمنځ هم کله کله اخ وډب وي همدارنګه د عراق او د کویټ ترمنځ
خو که چیرته پورته هېوادونه سره ریښتیني متحد شي، نو اسرائیلو ته ګواښ جوړوي چې دا کار لودیځ هم خفه کولای او ماتولی شي. چې د دې موخې دپاره امریکا د انګلستان او انګلستان د امریکې سره ګډه همکاري کوي. دا چې اوس په نړۍ کې یو څه تحولات راغلل لکه: له افغانسان نه د امریکې وتل، پر اوکراین د روس برید، د چين د تایوان د نیولو هڅې او داسې نور…. نو اوس یوه پوښتنه پیدا کیږي

آیا د روسې او اوکراین کړکیچ به د نفتو پر نړیوال بازار اغیز وکړی؟
هو! ځکه چې متحده ایالاتو د روسیې د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګو، چې په دې سره د تېلو بیې لوړې شوي او د امریکا ټول پام خلیج ته واوښت او له سعودي عربستان نه یې د تېلو د بیو د ټیټولو غوښتنه وکړه، خو یو شمېر رسنۍ وایې د سعودي ولیعهد محمد بن سلیمان د بایډن تیفلون ته ځواب ور نه کړ، چې دا خبرې د امریکا دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکن رد کړي او وې ویل چې له سعودي سره خبرو ته ناست یو، بل خوا ((د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه وایي چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې سعودي د يمن او ایران په مسئله کې له امریکا خفه شوی دی او غواړي ددې هېواد تېل پر چين د چين په پولي واحد (ين) وپلوري.
سعودي او امریکا پخوا قرارداد کړی دی چې سعودي به پر نړۍ تېل په ډالر پلوري، له همدې لامله اوس چې په نړۍ کې هرڅوک غواړي تېل واخلي نو باید خپل پولي واحد په ډالر بدل کړي او بیا تېل واخلي، همدا وجه ده چې ډالر په نړۍ کې ارزښت لرونکې پيسه ده.
اقتصادي شنونکي وایي که د چين او سعودي ترمنځ په رښتيا دا معامله وشي نو په دې سره به نور هېوادونه هم ورته کار وکړي او د ډالر نرخ به هم ښکته را وغورځېږيږ
دا چې روسیه اوس د امریکا د اقتصادي بندیزونو سره مخ ده، نو بایډن د هند له صدراعظم هم غوښتنه کړې چې د روسې په انرژي مصروفولو کې دې چټکتیا نه کوي.

ایران او امریکا!
ایران تر ډېره وخت د امریکا له لورې له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، داسې به هم وشي که چېرته هغه هېواونه چې امریکا پرې ناز کوي او مخ ترې واړوي، نو؛ امریکا به خامخا د ایران د نفتو دروازه ټکوي وبه ګورو، دا چې ایران د خپلو ګټو دپاره څه کوي دا به ورو ـ ورو وخت سره ثابت کړي، پوتین هم په خپلو خبرو کې وویل: پر مونږ بندیز به امریکا هغو هېوادونو ته اړه کړي چې غیر قانوني بندیز پر لګیدلی ؤ چې د پوتین اشاره د ایران او وینزیویلا هېوادونو ته وه، خو تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي ؤ چې امریکا شاید د ایران ۷ میلیارده ډالر آزاد کړي، که فکر وشي، نو دا کار خپله امریکې او دایران تر منځ د یارانې لومړنی تار دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذونه:
۱ـ عبد الله عادل او امان الله ورین/ اقتصادي اصطلاحات/ چاپ: ۲۰۱۶ م/ د چاپ شمېر ۲۰۰۰ ټوکه/ کتاب خپروندویه اداره/ص:۳۳۷
۲- عطوان/ عبدالباري عطوان/ داعش/ ژباړن: حکمت جلیل/ چاپ:۲۰۱۷ م /خپرندوی: اکسوس/ ص:۱۶۲ (۲) ۲۴۶
۳- https://www.facebook.com/voapashto/videos/268945738744387

۴- ننګ/ محمد آصف/ د افغانستان اقتصاد/چاپ: ۱۳۸۴ ه ل/ د چاپ شمېر ۲۰۰۰ ټوکه/ مومند خپروندویه/ ص: ۱۷۰
۵- پرکنز/ جان پرکنز/ اقتصادي ترهګري/ ژباړن: میر احمد یاد/چاپ: ۱۳۹۵ / مومند خپروندویه / ص: (۵)۲۸۱ (۶) ۳۰۱ ـ ۳۰۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

مننه ، د نورو معلوماتو په انتظار مو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx