دیني، سیرت او تاریخ

کفار حقيقت نه وايي، خپل تاريخ په خپله وګورئ!

محمدصادق طارق

د فکري جګړى اغيزې خورا درنې؛ خو مرموزې او پټى دي. ډير کله پرته له دى چې موږ يې په پټو تاوانونو خبر شو دښمنانو د ښکاره ګټو په وړاندې کولو تير باسلي يو نو ځکه يې په هوسا توګه خپل موخو ته د رسيدو لپاره لارې موندلې دي.

هغوې د فکري جګړې په کارولو سره تل هڅه کړى چې زموږ وياړلى تاريخ د راروان نسل له ذهن څخه وباسـي او د هغه په بدل کې خـپل د بدمرغيو ډک تاريخ د نيمـکرغۍ، پرمـختګ او متمدّن تاريـخ په توګه را وپيژني.

زه به يوازې څو معـکوسې خبرې د بيلـګې په تـوګه را واخلم چـې دښمن يې په کـارولو سره څومـره ځان وه خـپلو موخـو ته رسـولى دى، خو موږ تر اوسه لا د فيـل په غوږ کـې د سـيتار او رباب آواز ته بيـده پراته يو.

موږ ته يې داسې ويـلي چـې، کولومبس هغه څوک و چـې د آمريکا قاره يې د لومړي ځل لپاره کشف کړه، خو دا يې راته ويلي نه دي چې هغه په آمريکا کې سور پوسـتې ميشت هندوان ټول ووژل.

موږ ته يې داسې ويلى چـې، ماژلان يو پوه جغرافيه دان سړى تيـر شوى دى، خو دا يې راته ويلي نه دي چې هغه د فليپين ستر جومـات ځکه وران کړ چـې په ځاى يې خپل پلويانو ته کليـسا جوړه کړى او له همدې امله فليپيـني مسلمانانو وواژه.

موږ ته يې داسې ويلى چې، بـني أميه دومره د واک او قدرت په انحـصار کې ډوب شول چـې حکومتي وارثينو له يو بل سره جګـړه کول، خو دا يې راته ويلي نه دي چې هغوې د نړۍ په ګـڼ شمير هيـوادونو کې د اسلام سپيـڅلى دين خپور کړ، د أندلس څـخه شروع تر چين پورې يـې د اسلام د پرمختګ لپاره هلې ځـلې کړى دي.

موږ ته یې داسې ويلى چې، د فرانسويانو يرغل خورا د تمدن څخه ډک و او نـړۍ ته يې ښې پايـلې ورپه برخه کړى، خو دا يې راته ويلي نه دي چې هغـوې پر قاهرې د لومړي او دويم يرغل په ترڅ کې کابـو يو ميليون مصري مسـلمانان وژلى دي.

موږ ته يې دا نه دې ویلي چـې، ابو ریحان بیروني د ځمـکې څرخیدا د لمر پر محـور باندی ۶۰۰ کاله تر ګالیـله وړاندې تشـریح کړی ده.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، ابوالـفتح خازنـي څو پیـړې تر اسحق نیـوتن وړاندې د ځمـکی جاذبوي قوت کشـف کړى دی.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، لـومړنی هغه څوک چـې د الـوتلو آلـه یی جوړه کړه عباس ابن فرناس یو مسلمان شخـصيت و‌.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، د عکاسـۍ کامـرو د جوړلو زمیـنه ابن هیثـم (مسلمان شخصـيت) ۸۰۰ کـاله تر جـوزیف نیـسفور وړاندې اختراع کـړه.

موږ ته یـې دا نه دې ویلي چـې، ابن نفیس (مسـلمان شخـصيت) ۳۰۰ کاله تر ویلـیام هـاروي وړاندې د وینـو د گردش سیسـټم تشریـح کړی دی.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، الزاهـروي اندلـسي لومړنې مسلمان طبـیب و چې دوه سوه د جراحۍ وسـائل یې اختراع کړه او تر نن پـورې د لږ بدلون وروسته د نړۍ په کچـه په سترو روغتونونو کـې کارول کیـږي.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، د محـمد بن زکـریا رازي او ابوعـلي سینا بلخـي د طب کتابونه تر ډیرو کلـونو پورې د اروپا په سـترو پوهنتـونو کې د اساسـي مضامـینو په تـوګه ویل کيدل.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، مسلـمانانو ۵۰ کـاله تر اروپا وړانـدې په ترکـیې کې ماشـومان واکـسین کول.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، د عددونو سیـسټم چـی نن د نړۍ په کچـه له صفر څخـه تر ۹ پورې کارول کیـږي د لومـړي ځل لـپاره د خـوارزي او الکنـدي (مسلمان ليکـوالانو) په کـتابونو کـې لیدل شوی دي.

موږ ته یـې دا نه دې ویلي چې، د جبر علـم نـوم د خـوارزمي (مسلمان ليکوال) د “الجبـر و المقـابلة” کتـاب تر لیکلـو وروسته وټاکـل شو.

موږ ته یې دا نه دې ویلي چې، البتـاني مسـلمان ریاضـی پوه د مثلثـاتو د پلار په نوم مـشهور و.

راشئ خپل په تاريخ مو ځانـونه او را روان نسـلونه خبر کـړو دا ځکـه هر ولس چې په خپل تاريخ خبـر نه وي په ماتې او شاتګ محکـوم دى.

فراه_مرکز (کوره ګز)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

د عقایدو او فقهی ماورا د انسانی علومو تمدن ، تحقیق او تاریخی معلومات ، کیدای شی جزء د مدرسو وگرزی!
امید واریم د آدم علیه سلام پر مونگ کی ویده او مر علمی میراث راژوندی شی !

طاهر ثابت

پدی هکله باید دمکتبو نصاب هم اصلاح سی. هغه خبری چی مسلمانان له خپله تاریخی پیشرفته او وروسته پاتی نه بیخبره ساتی لیری سی او مقابل کی محقق او تدقیق سوی علم افغانی کوچینیانو ته ورزده کړای سی.
ځینی مضامین باید په مدرسو او مکاتبو کی اجباری سی. هغه مدرسی او مکتبونه چی ملی نصاب نه منی هغه باید بند سی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx