نړۍټکنالوژي

ایلون ماسک غواړي د ۴۳ ملیارده ډالرو په بدل کې ټویټر وپېري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وری، ۱۴۰۱ل): د ټیسلا بریښنایي موټرو چمتو کونکي شرکت مشر ایلن ماسک غواړي د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه ټویټر د ۴۳ ملیارده ډالرو په بدل کې وپېري.

په دې وروستیو کې ماسک غوښتل خپل د ټولنیزو رسنیو یوه شبکه پرانیزي، خو وروسته معلومه شوه چې ټویټر کې یې ونډه واخیسته او ددې تر ټولو لوی ونډوال شو، چې اوس غواړي دغه رسنۍ وپېري.

ایلن ماسک فکر کوي دا رسنۍ د لمنځه تلو خواته روانه ده، وایي چې د خواله رسنیو او بیان ازادۍ لپاره وړ کس دی او چمتو دی چې ټویټر ته د ۴۳ ملیارده ډالرو وړاندیز وکړي.

نوموړی زیاتوي، «که وړاندیز مې ونه منل شي، باید د یوه ونډوال په توګه پر خپلې پریکړې له سره غور وکړم، او خپل سهم به وپلورم».

د نوموړي په وینا چې ټویټر په اوسنۍ بڼه پرمختګ نشي کولی او دا رسنۍ باید د بیان ازادۍ لپاره خصوصي او ځانګړې شي. هغه وایي، «دا یو ګواښ نه دی، خو له بدلون پرته پانګونه هیڅ مانا نه لري، اړتیا ده چې دا چاره ترسره شي.

د ایلن ماسک د غوښتنې په بدل کې ټویټر ویلي چې دوی د نوموړي غوښتنه ارزیابي کوي او د یوې داسې پریکړې په لټه کې دي چې د ټویټر او سهم لرونکو په ګټه وي.

ماسک چې د فوربس شمېرو له مخې په ۲۷۳.۶ ملیارده ډالرو شتمنۍ درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، تېره اونۍ د خپلې ونډې د افشا کولو وروسته د ټویټر په بورډ کې د ګډون بلنه هم رد کړه.

د ټویټر له لوري د بورډ د بلنې ردول د ټویټر کاروونکي حیران کړي، او په دې تمه دي چې که ایلون ماسک ټویټر وپېري مدیریت او بڼه به یې څه ډول وي.

بل لوري ته د ټویټر اجرائیوي هندي مشر پارګ اګروال په یوه ټویټ کې وویل چې په بورډ کې نه ګډون د ایلن ماسک لپاره غوره پریکړه ده.

هغه زیاته کړې، «بورډ کې وي که نه، خو مونږ به تل د خپلو سهم والو درناوی کوو، ایلن زموږ د شرکت تر ټولو لوی سهم لرونکی دی او موږ یې نظر اورېدو ته چمتو یو.

باید وویل شي چې ایلن ماسک څو ورځې وړاندې له خپلو ۸۱ ملیونه ټویټر مینوالو پوښتنه کړې وه چې «آیا فکر نه کوئ دا شرکت د له منځه تلو خوا ته روان دی؟».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx