ادبي لیکني

جامعه ریاض العلوم کابل د تاریخ د یو نوي باب د پرانیستو په درشل کې

سیدعبدالرزاق

د اسلامي امارت زرین تاریخ له دوو لویو بابونو سره تړاو لري، له یوې خوا که اسلامي امارت د شر او فساد په مقابل کې په سپیڅلي مقاومت او حق جهاد بوخت و او په دې ازغنه لار کې د ستړیا او کړاونو هرې څپې ته په ورین تندي ولاړ و، نو له بلې خوا یې د علم د ډیوو په بلولو د خپل ځوریدلي ملت ارمانونو او تمناوو پوره کولو ته هم مټې رابډ وهلې وي، سخت حالات، ناخوالې او نه زغمېدونکي کړاوونه هیڅ کله د دې لامل نه وګرځیدل چې اسلامي امارت دې یوازي تر سلاح او جنګ پوري محدود کړي.

تاریخ که له تعصب نه پاک او پر حقایقو مبني وي نو دا به ضرور په خپله سینه کې ثبت وساتي چې د یویشتم قرن یو بې وزله او له ټولو وسایلو څخه محروم اسلامي او ملي خوځښت د دنیا د ابر قدرت سره د عین مقابلې په وخت کي هم دعلم ډیوه ځلانده وساتله او په ډیرو سختو شرایطو کي یې د ګران هیواد په ګوټ ګوټ کي د تعلیم څپې په جوش راوستې!

د تعلیمي بهیر په دې رغنده سلسله کي یو ښکلی او لرغونی نوم د ریاض العلوم دی، هغه ریاض العلوم چي تر دې دمه یې د خپل سفر دیارلس کاله مده پوره کړه، په دیارلس کاله کې یې ملت ته علم، پوهاوی او کادرونه تحفه کړل، هغه کادرونه چي نن د افغانستان مقدس اسلامي نظام ورڅخه په هربخش کي استفاده کوي او د دوی وجود نظام ته ښکلا او رڼا وربخښي.

په هیواد کي د بشپړ امنیت او اسلامي نظام تر نفاذ وروسته د ریاض العلوم چارسنبالو اړینه وبلله چې د هیواد په زړه او پایتخت کابل کې د ریاض العلوم خدمات ګرانو هیواد والو ته وړاندې شي، د دې لپاره له ارګ سره نژدې د ششدرک په سیمه کي یو ځای متعین کړ او دخدای په توکل یې شروع وکړه، چي په ډیره کمه مده کي یې د مدرسې تعمیري او ساختماني چارې تکمیل کړې او نن د روژې مبارکې د څوارلسمي تراویح وروسته یې د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې افتتاح وکړه.

په دې پرتمینه غونډه کې دهیواد نامتو شخصیاتو او مخورو څیرو شرکت درلود، په غونډه کي د قرآن کریم تر تلاوت وروسته دهیواد نامتو عالم او دریاض العلوم د تخصص استاد ښاغلي مفتي عبدالولي سداد صاحب ګډون والو ته د ریاض العلوم د خدماتو او د علم د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وړاندژ کړه، تر هغه وروسته د ریاض العلوم چارسنبال ښاغلي مولوي عبدالله ابوحماد صاحب د مدرسې تاریخ، اهدافو او مقاصدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چي: ریاض العلوم به یوازي تر کابله محدوده نه وي، بلکې دا به د هیواد په لر اوبر کې داسي څانګې جوړوي او تشکیلوي چي زموږ ځورېدلي ملت ته د علم او پوهي ښکلا ور په برخه کړي او د دیني او عصري علومو څخه یې برخمن وګرځوي.

ښاغلي ابوحماد زیاته کړه: چي د راروان کال لپاره به ریاض العلوم په پنځو شعبو کي خپل خدمتونه ګرانو هیوادوالو ته وړاندې کړي، لومړۍ شعبه د ابتدايي ماشومانو لپاره د قرآن کریم د زده کړي شعبه ده، چي په اصطلاح ناظره ورته ویل کیږي، په دې شعبه کي به قرآن مجید او سیپاره ویل کیږي.

دوهمه شعبه د ماشومانو د ابتدایي دیني او عصري زدکړو ده، په دې شعبه کي به ماشومان داول صنف نه بیا تر شپږم صنف پوري عصري زده کړي کوي ،او ورسره به هم مهاله د اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې شپږ کلن نصاب هم ویل کیږي، چي په دې سره به ماشومان دشپږم صنف نه تر فراغت وروسته د اولې درجې د ویلو صلاحیت ولري.

درېیمه شعبه د قرآن کریم د حفظ ده، چي په هغه کي به د ملت بچیانو ته د الله عزوجل عظیم کتاب ښودل کیږي او ددوی په سینو کي به محفوظ کیږي.

څلورمه شعبه د اسلامي امارت د تعلیم اوتربیې د نصاب مطابق داولې درجې نه تر خامسې درجې پوري د ديني كتبو سبقان وي، چي په دې کي به هغو طالبانو ته هم د درس ویلو زمینه برابروي په څوک چي مسافر وي او د لیري پرتو سیمو څخه یې د علم په موخه سفر کړی وي.

پنځمه شعبه به د تخصص فی الفقه وي، څرنګه چې سږ کال د ریاض العلوم ابتدایي کال دی نو تخصص به یوازي یو کلن وي، په راتلونکي کې ریاض العلوم پلان لري چي د تخصص لپاره یوه مستقله کلیه جوړه کړي، چي په هغه کي به درې او څلور کاله تخصص ترسره کیږي، تر څو د د ديني كتبو څخه فارغ شوي علماءکرام د ډیرو نورو ځانګړتیاو څخه برخمن سي.

د ریاض العلوم تاسیس او د ښاغلي ابوحماد نه ستړي کیدونکې هلې ځلې یقینا د هیواد لپاره ویاړ او د یو نوي تاریخ جوړول دي، یو طرفته داسي ګامونه هیوادوالو ته نوی ژوند او روحیه وربخښي او بل لوري ته دنیا والو ته دا پیغام ورکوي چي افغانستان د تعلیم په درشل کي مخ پر لوړه روان دی او د ترقۍ او کامرانۍ لوري ته درومي ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

الله پاک دي رحم وکي. موږ شپږ میاشتي لا زیات وخت کیږي چې قندهار کې مدرسه جوړه کړو. خو پر یوه خټین ځای نه یو توانېدلو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx