دیني، سیرت او تاریخ

د «محمد» د لفظ عجيبې ځانګړتياوې

حسان مجاهد

لکه څنګه چې خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم تر ټولو مخلوقاتو بهتره او دالله تعالی نازولی حبیب ده؛ داسې دهغه مبارک نوم «محمد» هم تر نورو نومونو امتيازات او فضائل لري.

قاضي عياض په «الشفاء» کې وايي: ددې نوم له عجائبو څخه داده، چې تر نبي کریم صلی الله عليه وسلم وړاندې الله تعالی په دې نوم غيرت کړی و او هيڅ څوک په « محمد» او په « احمد» نه و نامدار. البته مخکينيو پيغمبرانو ته په «احمد» سره زيری ورکول شوی و؛ خو په رابلل شوي هيڅ څوک نه و. کله چې عرب خبر شو، چې د محمد په نوم به ددوي له منځه آخري پيغمبر پيداشي؛ نو تر بعثت لږ وړاندې بعض عربو په اولادو دبرکت په وجه د محمد نوم کيښود چې ګوندې ددوي په اولادو کې آخري پيغمبر پيداشي. لکه دغه کسان په محمد نومداره و: محمد بن أحيحة بن الجلاح الأوسي، محمد بن مسلمة الأنصاري، محمد بن براء البكري، محمد بن سفيان بن مجاشع، محمد بن حمران الجعفي، محمد بن خزاعي السلمي چې له دوي ښپږو ماسوا بل څوک په دې نامه نه و. او دبعضو له قوله لومړی په ( محمد) باندې محمد بن سفيان (بن مجاشع) او دبعضو په قول ( محمد بن اليحمد من الأزد ) نامداره و.

په اولادو د « محمد» نوم ښودل يو ښه امر بلل شوی ده او ټول علماء په دې حکم متفق دي او نسبت ددې حکم د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه قول ته کوي: “سموا باسمي، ولا تكنوا بكنيتي” زما په نوم « محمد» نامداري کوئ خو زما په کنيه « ابو القاسم» څوک مه رابولئ.

دمحمد نوم په ټول عالم اسلام کې زيات مشهور او دزياتو خلګو نوم ده.
د (واي باك مشين) ويب سايټ له مخې يوازي په بریطانیا کې له (2000) څه تر ( 2011) کال پوري دماشومانو ۸۳% سلنه نوم «محمد» وو. همداراز په فرانسه کې تر 1925 وړاندې دماشومانو په دفترونو کې هيڅ ماشوم د محمد په نوم نه و، خو له 1940 څخه تر 2005 کال پورې بې له هغو چې دمحمد سره مرکب نومان يې و لکه: «محمد علي» ، « محمد امين» ….. يوازې د محمد په نوم دکسانو شمېر ( ۵۳۷۳۳ ) ته پورته شو.

په 2009کې شيشان دهغو نارينه ماشومانو پلرونه راوغوښتل، چې په دوشنبه پيداشوي و او ور ته يې امر وکړ؛ چې خپل زامن په « محمد» نامداره کړئ. په دې کال« رمضان قادروف» اعلان وکړ، چې هر نارينه ماشوم په 8 یا 9 دمارچ پيداشي دهغه لپاره 1394 ډالر جائزه ټاکل شوې ده؛ ځکه داتاريخ له ( دوشنبه ۱۲ ربيع الاول ۱۴۳۰ ه ) سره (چې درسول الله صلی الله عليه وسلم دپيداښت ورځ ده ) برابره وه.

هغه اشخاص چې په « محمد» سره نامداه شوي دي :

دجاهليت په زمانه کې :

محمد بن سفيان بن مجاشع بن دارم بن مالك بن زيد التميمي
محمد بن الحرماز بن مالك بن عمرو بن تميم
محمد بن بر بن طريف بن عتوارة بن عامر بن ليث بن بكر بن عبد مناة بن كنانة
محمد الشويعر بن حمران بن أبي حمران الجعفي
محمد بن عقبة بن أحيحة بن الجلاح الأوسي
محمد بن مسلمة الأنصاري

د محمد بن عبد الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې :
محمد بن جعفر بن أبي طالب
محمد بن طلحة بن عبيد الله
محمد بن حاطب بن الحارث بن معمر بن حبيب بن وهب بن حذيفة بن جمح
محمد بن أبي بكر الصديق
محمد بن أبي حذيفة بن عتبة بن ربيعة بن عبد شمس
محمد بن عمرو بن حزم بن زيد لوذان الخزرجي

د هلاليونو په زمانه کې:

محمد بن أحمد، دايوبينو بادشاه
محمد بن محمد، دمصر عادل حاکم ايوبي.

داندلس حاکمان:

محمد الأول دقرطبې امير
محمد الثاني، ابن هشام بن عبد الجبار ،په اندلس کې څلورم اموي خلیفه.
محمد الثالث، ابن عبد الرحمن المستكفي، په اندلس کې اموي خليفه
محمد الثاني عشر دغرناطې له اخري اميرانو.

عثماني خلیفه ګان:

محمد الأول، عثماني بادشاه.
محمد الثاني الفاتح، عثماني بادشاه.
محمد الثالث عثماني بادشاه.
محمد الرابع، عثماني بادشاه.
محمد الخامس رشاد (محمد الخامس العثماني)، عثماني بادشاه.
محمد السادس، دعثمانينو آخري بادشاه ‌.

درياضي پوهان:

محمد علي، أمريكايي
محمد سيسوكو، مالي
محمد صلاح، مصري
محمد فضل، مصري
محمد زيدان، مصري
محمد علي اليعقوبي،

تونسي پوهان:

محمد اليعقوبي، مغربي
محمد نامي، سعودي
محمد نور، سعودي
محمد عبد الجواد

علامي شامي رحمه الله تعالي ليکي دي: دچا چې نارينه اولاد نه وي او دی دا اراده ولري، چې که زما زوی پيدا شو؛ زه به یې په محمد نامدار کړم؛ نو الله تعالی به ضرور زوی ورکړي، حتی که الله تعالی ورته ښځينه اولاد ليکلی وي؛ هغه به الله تعالی په نارينه بدل کړي.
د اکوړه خټک حقانيې مدرسې شيخ الحدیث مولانا سيف الله حفظه الله تعالی وايي: ما ۴۰۰ کسانو ته دانسخه ور ښودلې ده، چې منتجه ثابته شوې ده.

شامې دا هم ليکلي: که څوک زوی په محمد نامدار کړي؛ نو زوی او پلار به دواړه الله تعالی جنت ته داخل کړي.

مدارج النبوت دا حديث نقل کړی ده: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوې ښځې وويل: دالله تعالی رسوله! زما اولاد نه پايې( مړکيږي) رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ته یې زما په نوم ونوموه؛ الله تعالی به يې وپايوي.

علامه شعبي رحمه الله تعالي وايي: کوم څوک چې په محمد نامدار وي؛ هغه ته بايد داحترام په خاطر څوک سپک او ناوړه الفاظ نه وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx