د یوه حدیث شرحه (یولسمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

4ـ دری درجې لوړوونکي

وَأَمَّا الدَّرَجَاتُ: فَإِطْعَامُ الطَّعَامِ، وَإِفْشَاءُ السَّلَامِ، وَصَلَاةٌ بِاللَّيْلِ، وَالنَّاسُ نِيَامٌ . دری درجې لوړوونکي شیان دا دي : مسکینانو ته ډوډۍ ورکول ، سلام کول زیاتول ، چې خلک ویده وي دشپې لمونځ کول . داد حدیث څلرم او وروستی دری ګونې عملونه دي چې په کولو سره یې د مسلمان درجې لوړیږې . لوی څښتن په خپلو بندګانو ډیر مهربانه دی چې هغوی ته یې داسې عملونه ښوولې دي چې په کولو سره به یې په اخرت کې درجې لوړیږې . د دې درو عملونو اجر او ثواب په یوه بل ځانګړې روایت کې هم راغلی ده ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : بې شکه په جنت کې خونې دي چې ظاهر یې له باطن نه ښکاري او باطن یې له ظاهر نه ښکارې ، دا خونې الله جل جلاله د هغه چا له پاره تیارې کړې دي چې ډوډۍ ورکوي ، سلام خلکو ته کوي او چې خلک ویده وي دی دشپې لمونڅ کوي . عن أبي مالك الأشعري أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: إنَّ في الجنة غرفًا يُرى ظاهرها من باطنها وباطنها من ظاهرها، أعدها الله لمن أطعم الطعام، وأفشى السلام، وصلى بالليل، والناس نيام . (رواه ابن حبان) .

او له دې دریو عملونو نه د دوو یادونه یې د ترمذي په یوه روایت کې شوې ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : د ډیر مهربانه خدای عبادت کوﺉ ، خیرات او ډوډۍ ورکوﺉ ، او خلکو ته سلام زیات کوﺉ ، په ارام سره به جنت ته داخل شئ . عن عبد الله بن عمرو قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: اعبدوا الرحمن، واطعموا الطعام، وافشوا السلام؛ تدخلوا الجنة بسلام . رواه الترمذي، وقال: “حديث حسن صحيح” وقال الألباني: “صحيح” كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(945).

1ـ لومړی ـ درجې لوړوونکی:

إطـــــــــــــعام الـــطـــــــــعام

په دریو درجه لوړوونکو عملونو کې یې لومړی د ډوډۍ ورکولو او خیرات عمل ده ، د خیرات او ډوډۍ ورکولو د اجر او ثواب په اړه څو روایات را اخلو ، په یوه صحیح حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل : کوم اسلام غوره دی ؟ یعني په اسلام کې کوم عبادت غوره دی ، هغه ورته وویل : خلکو ته خوراک ورکول ، که څوک پیژنې یا یې نه پیژنې سلام ورته کول ، عن عبد الله بن عمر أن رجلاً سأل رسول الله: أي الإسلام خير؟ قال: تطعم الطعام، وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف ( متفق عليه) په یوه بل حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم صهیب رضی الله عنه ته وویل : په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي . قال النبي-صلى الله عليه وسلم- لصهيب: خياركم من أطعم الطعام . رواه أبو الشيخ ابن حبان في كتاب الثواب، وقال الألباني: “حسن صحيح” كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(948).

په خیرات کې الله د مسلمان نیت ته ګوري

مهربانه ذات د خیراتونو او صدقاتو ډیروالې ته هم دومره نه ګوري اصلا د مومن د زړه حالت ته ګوري او دمومن په زړه کې چې څومره اخلاص اوتقوي وي دهغه په اندازه اجر او ثواب ورکوي ، زموږ د خیراتونو ډیرو قسمونورواجي بڼه غوره کړې ده په ځیني خاصو حالاتو کې موږ مستحب خیرات د فرض او وجوب درجې ته رسولی وي ، لکه په مړیو پسې خیراتونه او جمعي کول . خیرات یو غوره عمل او لوی عبادت ده او د خیرات په اړه په ښکاره توګه قران کریم وایې چې ستاسو زړونو او د زړه تقوي او اخلاص ته کتل کیږې ، په موږ کې ډیر خلک د وینو بهولو ته اهمیت ورکوي او وایې ویني بهول مهم دي خو قران کریم په ښکاره ټکو دا خبره سمه نه ده بللې او وایې چې دخیرات غوښې او وینې بهول د خدای جل جلاله په نزد هیڅ اهمیت نه لري . قرن کریم وایې : لَن يَنَالَ اللَّه لُحُومُها وَلاَ دِمَاؤُها وَلَكِن يَنَالُه التَّقْوَی مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَها لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّه عَلَی مَا هدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ﴿سورة الحج 37﴾ . يعني هیڅکله الله ته دقرباني غوښې او وینې نه رسیږې ، بلکي ستاسو تقوي هغه ته رسیږې . داراز هغه موږ تاسو ته ایل کړې او تسخیر کړې دي څو تاسو دالله عزوجل په هدایت باندې دهغه لویې بیان کړﺉ او نیکي کوونکو ته زیری ورکړه .

دا راز د خیرات ډیر والی او غټ والی هم د اهمیت وړ نده اصلا د زړه د نیت صفايي او اخلاص ډیر مهم ده ځکه د زړه له اخلاص سره ډیر کم خیرات او صدقه لوییږې لکه په یوه حدیث کې راغلې دي : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : بې شکه الله دیوې کجیري یا یوې ګولې صدقه ستاسوله پاره داسې لویه وي لکه ستاسو کوم یو چې دآس کوچنی بیاڼ یاد اوښ کوچنی جونګی لویه وي تر دې پوري چې د احد غره په څیر یې غټ کړي . عن عائشة -رضي الله عنها- عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: إنَّ الله ليربي لأحدكم التمرة واللقمة كما يربي أحدكم فلوه أو فصيله حتى تكون مثل أحد . رواه الطبراني وابن حبان في صحيحه واللفظ له، وقال: “صحيح”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم (857).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د