نظــر

امارت ولې ټول شريعت سمدستي نه نافذوي؟

صبغت الله وصيل

زما په څېر ځينې متحمس ځوانان په اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په وزارت دا نيوکه کوي چې ولې ټول شريعت نه نافذوي؟ اوس خو د امارت اته مياشتې تېرې شوې نور بايد صبر ونه شي او حتی تر مستحباتو په خلکو باندې جبرا عملي شي.

د دغو ملګرو جذبه د ستايلو وړ ده او ان شاء الله په دې نيت باندې به عند الله ماجور وي، خو د شريعت تطبيق خپل اصول او ضوابط لري، امر بالمعروف وزارت په ډير حکمت او تدريج سره مخ په وړاندې ځي او دا کوْني الهي سنت دی چې کوم شی تدريجا او په حکمت سره منځته راشي هغه پايدار وي او دوام مومي.

د احکامو په تنفيذ کې تدريج که يو لوري ته د شريعت مزاج او لارښوونه ده له بل لوري اسلامي خلفاوو هم د شريعت په تنفيذ کې له تدريج څخه کار اخيستی.

د اسلامي امارت لپاره په دې تدريج کې الګو ستر عادل پاچا (دوهم عمر) عمر بن عبد العزيز رحمه الله دی عمر بن عبد العزيز رحمه الله ته يو ځل خپل زوی عبد الملک بن عمر بن عبد العزيز وويل: پلار جانه! ته ولې د شريعت ټول کارونه نه نافذوې؟ قسم په الله! زه هيڅ پروا نلرم چې د حق له وجې پر ما او تا دواړو کټوې وايشول شي (وسوځول شو).

عمر بن عبد العزيز رحمه الله ورته وويل: زويه عجله مه کوه، ځکه الله تعالی په قرآن کريم کې دوه ځله د شرابو مذمت بيان کړی او په دريم ځل يې حرام ګرځولي، زه په دې ويريږم چې خلک به يوواري حق باندې مکلف کړم هغوی به يې توان ونلري پرې به يږدي او فتنه به ترې جوړه شي. العقد الفريد للاندلسي. حسن السيرة والرفق بالرعية.

ميمون بن مهران وايي چې ما له عمر بن عبد العزيز رحمه الله څخه واوريدل چې ويل يې: که زه په تاسې کې پنځوس کاله هم پاتې شم عدل به پوره نکړای شم، زه په عامو خلکو د يو امر منل غواړم، خو بيا ويريږم چې زړونه به يې تحمل نه کړای شي نو ورسره د دنيا يوه تمه راباسم که له دې (د شريعت له تنفيذ څخه) يې زړونه تښتي دې (دنياوي تمې) ته يې زړونه کراريږي. تاريخ الاسلام للذهبي، سير اعلام النبلاء للذهبي، تاريخ دمشق..

قدرمنو دا وګورئ چې عمر بن عبد العزيز رحمه الله څومره په احتياط، تدريج او حکمت سره د شريعت د تنفيذ لپاره هلې ځلې کوي سره له دې چې له هغه څخه وړاندې اسلامي حکومتونه تير شوي وو.

دلته په افغانستان کې له اسلامي امارت څخه وړاندې شل کاله اشغال پاتې شوی، چې د هر ډول فساد، فتنو او منکراتو لپاره يې په خپل ټول توان هلې ځلې کړې دي او له امله يې په ټولنه کې ډول ډول منکرات او عادتونه راسخ ګرځيدلي دي چې د هغو تغيير او له منځه وړل د څو مياشتو يا کلونو خبره نه ده.

اسلامي امارت په تدريج او حکمت سره د اسلامي شريعت د تنفیذ لپاره هلې ځلې کوي، د اسلامي شريعت په رڼا کې اولويتونه ټاکي او ان شاء الله زموږ د شيوخو، محتسبينو، مجاهدينو، مصلحينو او دعاتو هلې ځلې به خامخا رنګ راوړي. مطمئن اوسئ او په خپلو مشرانو باور وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیکنی په هکله یوه تېره او تېزه پوښتنه پیدا کیږی: عمر بن عبدالعزیز ( چی ممکن یوازنی اموی خلیفه وی چی نجات ئې موندلئ وی ) د ۹۹ هجری قمری کال د دوهمی میاشتی څخه تر ۱۰۱ قمری کال تر اتمی میاشتی پوری ( دوه نیم کلونه ) خلیفة المسلمین ؤ. اغا رسول الله صلوات الله علیه پر لسم هجری قمری کال رحلت وکړ. نو پدې حساب: آیا د څلورو خلفای راشده + اوو اموی خلفاوو ( البته عمر بن عبدالعزیز اتم اموی خلیفه ؤ ) په دوران کی شریعت نه ؤ نافذ یا ئې انفاذ بطی ؤ؟… نور لوستل »

جان تنی

صبغت خانه دا دی افسوس ځایی ده چی ته دا جاهلان او تور مغزه پنجابیان له اصحابو سره مقایسه کویی

مولوی نجیب الله زاهد

ګران او محترم ورور صبغت الله وصیل ! ډېره ښه لیکنه دې کړې ده لکن زه غواړم چې تاسو یوڅو نکتو او ټکو ته متوجه کړم او پام مو ورته واړوم: لومړی داچې په اسلامي شریعت کې غلو او زیاتی په خپله کفر دی او د اسلام په دین باندې اعتراض دی چې ګویاکه اسلام نیمګړی وو او غلو او زیاتي کوونکي پوره کړ نو وروره کله چې تاسو وایی چې مستحبات باید په زوره عملي شی دا یو ډېر لوی غلو او زیاتی دی چې تاسو یې په اسلامي شریعت کې کوی ګرانه وروره د سنتو تعریف دادی چې… نور لوستل »

سلیمان زاهد

ستا ملګری چه غواړی چه ان مستحبات په خلکو لازمی او په زور تطبیق شی ، نو دوی اول باید و ګوری چه مستحب او سنت وایی څه شی ته؟ بیا نو چه لازمی شی نو معنی یی دا چه د سنتو مقام د واجب سطحی ته او چتول د پیغمبرانو کار دی چه هغه هم د خفی او یا جلی وحیی له مخی کولای شی . نو دا ملګری ولا ډير د لوی پوهی څښتنان دی او تاسی هم

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx