ورزش

په ټیسټ کې له پرلپسې ماتو وروسته، جوی روټ بالاخره له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وری، ۱۴۰۱ل): د انګلستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې ددې لوبډلې مخکښ لوبغاړي جوی روټ د ټیسټ له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

جوی روټ په داسې حال کې استعفا وکړه چې لوبډلې یې په تېرو ۱۷ ټیسټ لوبو کې یوازې یوه بریا خپله کړې ده.

د ویسټ انډيز پر وړاندې تېره میاشت په ۱-۰ ماتې، او د استرالیا پر وړاندې په اشیز سیریز کې په ۴-۰ ماتې د جوی روټ لپاره تر ټولو مایوسونکي سییریزونه وو.

جوی روټ د خپلې استعفا په اړه ویلي، «د کرابین سفر نه له راستنېدو وروسته مې د فکر وخت درلود، بالاخره مې پریکړه وکړه چې د ټیسټ لوبډلمشر په توګه استعفا وکړم».

نوموړې زیاته کړې، «دا زما لپاره سخته پریکړه وه خو د کورنۍ او کرکټ بورډ مشرتابه په مشوره دې پریکړې ته ورسېدم، زه د تېرو پنځو کلونو لپاره د خپلې ملي لوبډلې په لوبډلمشرۍ ویاړ کوم».

۳۱ کلن جوی روټ د خپلې لوبډلې په تېره نږدې کې د انګلستان تر ټولو مخکښ لوبډلمشر دی چې له بل هر لوبډلمشر زیاتې ۲۷ بریاوې یې خپلې کړې دي.

خو د هغه لپاره تېرې ۱۲ میاشتې مایوسه کونکې وې، چې د ۲۰۲۱ په سر کې له ۳ بریاو وروسته یې په ۱۷ ټیسټ لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې، پنځه یې مساوي کړې خو په ۱۱ کې یې ماتې منلې ده.

هغه د لوبډلمشر په توګه ۶۴ لوبې ترسره کړي چې ۲۷ بریاوې او ۲۶ ماتې منلې دي.

ددې ترڅنګ د هغه شخصي کارکردګي په زړه پورې وه چې په دغه دوره کې یې د ۱۴ سلیزو او ۲۶ نیمه سلیزو په مرسته ۵۲۹۵ منډې جوړې کړي دي.

د انګلستان کرکټ بورډ تر دې دمه د نوي ټیسټ لوبډلمشر اعلان نه دی کړی خو په دې تړاو بین سټوکس غوره نوماند کېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx