دیني، سیرت او تاریخ

د روژې په ۱۴مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

حمادافغان شیرزاد

د ۱۳۲هـ کال د روژې په ۱۴مه دعباسي خلافت پوځونه دمشق ته ننوتل او د خلافت واګي یې تر ۵۰۰ کلونو بیا سمبال کړل.

د ۱۴۵هـ کال د روژې په ۱۴مه د عباسي خلیفه ابوجعفر المنصور پلویانو د مدینې سره نیږدې د علي بن ابی طالب د لمسي لمسی، فقیه او محدث عالم، جلیل القدر تابعي “محمدالنفس الزکیة د ځینو نورو ملګرو سره شهید کړو.

د ۲۶۴هـ کال د روژې په ۱۴مه مسلمانانو د ایټالیا په حدودو کې د صقیله جزیرې مهم او مظبوط ښار او د رومیانو وروستۍ پناګاه د “سرقوسه” ښار ونیولو.

د ۳۵۹هـ کال د روژې په ۱۴مه د مصر د اوسنۍ سترې جامعې الازهر بنیاد کیښودل شو او په دوه کلونو کې یې تعمیر سرته ورسیدو.

د ۶۵۸هـ کال د روژې يه ۱۴مه ستر فقیه عالم عطاءالله اسکندري وزږیدلو، نوموړی ستر مدرس، زاهد او عابد عالم و او تر څنګ یې لوې ولي او ښکلی صوفي هم و. په کال ۷۰۹هـ د مصر د قاهرې په ښار کې وفات او خاورو ته وسپارل شو.

د ۷۴۸هـ کال د روژې په ۱۴مه په مصر او شام باندې د سلطان حسن بن الناصر محمد قلاوون واکمني شروع شوه، هغه په ډېره ​​ځوانۍ کې د حکومت واک په لاس کې واخیست، خو د دولتي چارو په ترسره کولو کې آزاد نه و، نوموړی د ستر اسلامي نفوذ او فکر خاوند و.

د ستر قومندان مظفرالدین کوکبوري مړینه.

د ۶۳۰هـ کال د روژې په ۱۴مه چې د اربیل امیر مظفرالدین کوکابوري چې یو له هغو سترو مشرانو څخه ؤ چې د صلیبیانو په وړاندې یې د صلاح الدین ایوبي رح سره په جهاد او مبارزه کښې یې برخه اخیستې وه، وفات شو.

دا لړۍ دوام لري….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx