شعـــــرونه

دا ده مياشت د رمضان غفلت ونه کړې/ عادل

نسيم شاه عادل

داده میاشت د رمضان غفلت ونه کړې
اوري فضل د سبحان غفلت ونه کړې

عبادت په کې څو چنده حسابیږي
د الله دی لوی احسان غفلت ونه کړې

دا ډالۍ د پاک الله په هر مؤمن ده
قوت مومي دې ایمان غفلت ونه کړې

دغه میاشت د عظمتو او برکت ده
دی نازل پکې قران غفلت ونه کړې

که ته ځان لره جنت کې مقام غواړې
تابعدار شه د منان غفلت ونه کړې

شاه ګدا دی، که امیر او که فقیر دی
دا دي ټول په یوه شان غفلت ونه کړې

ګناهونه په کې واړه بخښل کیږي
چې توبه کړې په ښه شان غفلت ونه کړې

شپه د قدر یې تر زر میاشتو بهتر ده
په قران کې دي عیان غفلت ونه کړې

دوزخونه پکې واړه تړل کیږي
شیطانان وي اویزان غفلت ونه کړې

ای «عادله» ته پخپله ګنهګار یې
بخشش غواړه د رحمان غفلت ونه کړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx