نظــر

راځئ سالمې پوښتنې مطرح کړو!

ميا نور اغا

مونږ اکثره وخت په بې ځایه او ړندو اعتراضونو بوخت یو, داسې اعتراضونه چې نه ورسره اصلاح راځي او نه د کوم ترغیب سبب ګرځي, بلکې اکثر د مشاجرې بڼه لري, کله کله خو له وړې خبرې لویه جوړه کړو, یا د عناد له امله غلط رنګ ورکړو چې هیڅ د دنیا او اخروي فایده پرې نه حاصلیږي.

مقوله ده چې معترض لکه ړوند داسې وي, یعنې د دې په ځای چې د خبرې ټول ابعاد وڅیړي له هغې وروسته فیصله وکړي دی وار له مخکې اور واخلي او اعتراض وکړي, یا د خپل داخلي خبث له امله دا سې سطحي اعتراض وکړي چې په وړوکي سوچ او فکر سره هم لرې کیږي.
زمونږ معاشره هم مریضه شوې ده له افرادو سره یې د سطحي او عنادي اعتراضاتو بوجۍ دي. هدانا الله جمیعا!

راځئ سالمې پوښتنې مطرح کړو تر څو د نظام د قوت او د مسؤلینو لپاره د ترغیب سبب وګرځي, هم شرعي مسؤلیت اداء کړو او هم له بې ځایه مشاجرو او عنادونو څخه په امان شو.

له دې سره به څه ناڅه د معاشرې اصلاح هم وشي, ذهنونه به له باغي او مختلط حالت څخه رابهر او په سالم جهت روان شي.

همدارنګه به د مسؤلیت درک او د فساد مخه ونیول شي.

له استعماري قوتونو څخه د حفاظت لپاره به اګاهي او راهنمایي شي.

ما دلته مشت نمونه خروار څو پوښتنې لیکلي دي, هر کس دې د خپل مسلک اړوند پوښتنې مطرح کړي, ان شاء الله د دارینو سعادت باعث به شي!

1:- ستره محکمه: قضایي قوه څومره فعاله شوې؟
2:- اوقاف: د حج او عمرې څه تر تیب دی؟ مساجد مو له زړو … خلاص شوي؟
3:- اردو څومره مسلکي تربیه او مجهزه شوې؟
4:- داخله: پولیس او ترافیک څومره منظم تربیه شوي؟ خدمات یې څه دي؟
5:- معارف: د محصلینو شمیر او د تعلیم سویه له مخکې سره څه توپیر لري؟ د معلمینو حاضري او معیار څنګه ده؟
7:- عالي تحصیلات: عصري پوهنتونونو کې مو کوم ابتکاري ترقي کړې؟ د ثقافت او نظریاتو کې مو څوک ګومارلي؟
8:- تجارت: د افغاني صادراتو لپاره مو د بازار موندنې کوم بارز عمل کړی؟
9:- اقتصاد: صنعت ته مو څومره وده ورکړې؟
10:- پټرولیم: د معادنو استخراج او قرارداونه څومره شفاف دي او له استعمار نه څومره خوندي دي؟
11:- عدلیه: د قانونې اساسي څه برخلیک دی؟
12:- امیر المؤ منین: د اهل حل شورای شته؟ او مواصفات یې څه دي؟
او دې ته ورته سوالات مطرح کړی تر څو د ترغیب سبب شي.
وفقکم الله لما یحب و یرضاه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx