افغانستاننړۍ

تحریک طالبان پاکستان: پاکستاني ځواکونو د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره د مهاجرینو پنډغالي بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۷ وری، ۱۴۰۱ل): د پاکستان تحریک طالبان په یوه اعلامیه کې په خوست او کونړ کې د وزیرستاني او باجوړ مهاجرینو پر پنډغالو هوايي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې پاکستان پوځ خپلې ناکامي په دې بریدونو پټوي.

د تحریک طالبان پاکستان په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی پاکستاني پوځ ته وايي چې د هرې جګړې خپل اصول وي او پاکستاني ځواکونو همیشه ټول اصول نقض کړي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې د ملکي خلکو او ماشومانو وژل ځواني نه ده ځکه دوی د جګړې په میدان کې موجود دي او پر پاکستاني ځواکونو بریدونو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه پاکستان هوايي ځواکونو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي چې له کبله یې شاوخوا ۴۰ تنه ملکي وګړي چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

په خوست کې د وزیرستاني مهاجرینو پنډغالي او په کونړ کې د ملکي وګړو کورونه په دغه بریدونو کې په نښه شوي وو.

د بهرنیو چارو وزارت  د دغه برید په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه يې کړې وه.

همدا راز د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خوست او کنړ کې د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندلی و او د تکرار په صورت کې د بدو پایلو خبرداری ورکړی و.

ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي وو چې  افغان حکومت ‏په پاکستاني لوري غږ کوي، څو په داسې مسائلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمايي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي، کنه بدې پایلې به ولري.

تر دې دمه د پاکستان حکومت د افغانستان هوايي حریم د نقض او د افغانستان پر خاوره د تیري په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال رحمان

پخواني ولسمشر اشرف غني به یوه خبره کوله چې «باعزته سوله» غواړي. زمونږ خلکو ډېرۍ اشتباه ګانې وکړې. زما یادیږي، ډاکتر نجیب الله چې په ۱۳۶۵ کې واک ته ورسېد، ملي روغه جوړه یې اعلان کړه او غږ یې وکړ چې راځئ ګډ حکومت جوړوو، د افغانستان ټول زور ځواک به په خپل خای پاتې شي، مونږ په پېښور کې وو، تنظیمونو والا ورپورې ریشخند وواهه او ویې ویل چې له کمونست سره یوځای حکومت نه جوړوي، غواړي چې د خلفای راشدینو د وخت نظام حاکم کړي. تنظیمونو والا خبر نه وو چې پاکستان او سعودي ورباندې لوبې کوي، د… نور لوستل »

خوګياڼي

ګرانو مجاهدينو وروڼو د اسلامى نظام د احيا او جوړښت د پاره په خپلو سنګرونو کې ثابت قدمه اوسى انشاالله د الله ج نصرت او برى ستاسو سره ملګري دئ. زلت او ماته د پنجابى منافق فوځ په برخه ده. الله پاک مو مل او برى مو په نصيب شه. آمين يارب العالمين

طوطی

دا نږدی کال کیږی چی افغانتسان کی حکومت نشته. خلک ورځ تر بلی له طالب نفرت کوی ځکه چی طالبانو ورته دروغ وویل، په وعده یی وفا ونکړه. سرپرسته حکومت یعنی څه تر څو پوری هغه هم ټول ملایان او د مدرسی چڼی. پاکستان به بیا هم بمبارد کوی، دا ځلی د ځمکی له لاری د خلکو په کورونو ورننوځی هر څه یی چی زړه وغواړی هماغسی کوی. کابل کی ی سفیر دفتر په دفتر نه ګرځی؟ کوم نر شته چی مخه یی ونیسی؟ ننګرهار، کندهار او هلمند کی همدا آی اس آی بلوڅ ملت پال قومانانان ترور نکړل؟ موټری… نور لوستل »

مشوره

اسلامی امارت ته په کار ده چی لمری داخلی کشمکشونه حل کری بیا د پاکستان سره پنجه نرمه کری. اول نا اهله او غیر مسلکی وزیران له دندو لیری کری. دوهم مخالفینو د کمزوری کولو لپاره د هغوی د جنګی جنایتو د قصو نشرولو لپاره کار وکری. دریم: سیاسی مخالفین رانیسی. سلورم: خپل لورپوری چارواکی د خارجی سفرونو، داخلی سفرونه کنترول کری. پنخم: د کانونو استخراج شروع کری داسی چی نفر به د افغانستان وی او پسله سو کاله به راورل شوی وسایل افغان لوری ته ورکول کيژی. سولر انرژی پروژی هم په ذکر شویو شرایطو قرداد کری. معلممین دیر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx