دیني، سیرت او تاریخ

ډېر تساهل او تسامح امت تباه کوي!

سليمان سعيد

د صليبيانو له خوا شل کاله مسلسل تبليغاتو دومره لوی تخريب کړی؛ چې ان علماء او دينداره طبقه يې هم اغېزمنه کړې ده.
دوی ظاهراً د ښکلو او نرمو پيغامونو په واسطه، د اسلام تخريب ته ملا تړلې، په يو او بل نوم د اسلام مهمې برخې حذفوي او اسلام يې د نفس تابع ګرځولی.

مثلاً؛ وايي: اسلام د امن دين دی، نو دې کې خو هيڅ شک نشته، مګر دوی په همدې شعار سره د جهاد ترديد کوي، وايي: مذهبي تعصبات بايد نه وي، په دې شعار سره غواړي چې د مسلمان او کافر تر منځ توپير ختم او يوه سيکولر ټولنه رامنځ ته کړي، وايي: اسلام د مساواتو او انصاف دين دی، غواړي په دې شعار سره ديموکراسي ته لاره هواره کړي، وايي: اسلام د رحم دين دی، غواړي په دې شعار سره د حدودو او مجازاتو مخه ونيسي، وايي د بيان ازادي د انسان طبيعي حق دی، غواړي په دې سره د باطل خپرولو او د اسلام تخريبولو ته موقع ورکړي، وايي: اسلام د پرمختګ مانع نه دی، غواړي په دې شعار سره خپل
باطل نظامونه او افکار پر مسلمانانو تحميل کړي او د اسلام د سياسي نظام مخه ونيسي.

په دې توګه دوی غواړي چې د اسلام مهمې برخې حذف کړي او اسلام يو داسې دين معرفي کړي، چې په سياست، اقتصاد، ورځني ژوند، ټولنيزې اصلاح او تربيت کې هيڅ کار او دخالت ونه لري. حال دا چې اسلام داسې يو شامل او کامل دين دی، چې د ژوند هرې برخې او هر کار لپاره خپل اصول لري.

اسلام کې د ټولنې اصلاح او تربيت تر هر څه لومړيتوب لري، کله چې فرد اصلاح شي، تولنه اصلاح ده او چې ټولنه اصلاح شي، نظام به اصلاح وي او همدا د بشري ژوند د کاميابي او سوکالي لاره ده. د اسلام مبارک دين کې پر تولنيزه اصلاح ډېر زيات تأکيد شوی، په قران کريم او نبوي احاديثو کې پرلپسې ټولو مسلمانانو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر حکم شوی. امر بامعروف او نهي عن المنکر د انساني ژوند د بريا طرحه ده او بغير له دې څخه ټولنه تباه کيږي. نو هر مسلمان بايد له خپل وس سره سم دغه سپېڅلې وظيفه تر سره کړي، لکه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: له تاسې څخه چې هر چا کوم بد کار وليد، نو په لاس سره يې منع کړئ، که دا وس مو نه درلود نو پر ژبه يې ايسار کړئ او که د خبرې وس مو هم نه درلود، نو په زړه کې ورسره بغض وساتئ او همدا تر ټولو کمزوری ايمان دی.

همداراز د حدودو تطبيق هم د ټولنې په اصلاح کې ډېر مؤثر رول لري چې په قرآن مجيد او نبوي احاديثو کې پوره تأکيد پرې شوی.
خو کفار لګيا دي د خپلې شيطاني ميډيا په واسطه دا هر څه غندي او ظلم او وحشت يې معرفي کوي. امر بامعروف او نهي عن المنکر پر انساني حقوقو تېری ګڼي او د فردي ازادۍ تر شعار لاندې غواړي اسلامي ټولنه کې فحاشي او عياشي رامنځ ته کړي.

په هر صورت؛ دوی خو کفار دي، له دوی خو ګيله نشته، ګيله له هغو خلکو کيږي چې ځانونه دکتوران، داعيان او علماء ګڼي، خو امر بامعروف او نهي عن المنکر څخه شکايت کوي او د تساهل او نرمښت تر اصطلاح لاندې غواړي؛ دا بهير په ټپه ودروي، حال دا چې هيڅ شرعي دليل هم نه لري. فقط د خپل کوچني عقل پر اساس کمزوري دلايل جوړوي! افسوس د دوی پر حال، څرنګه دوی خپل ناقص عقل ته په الهي احکامو ترجيح ورکوي؟!

اسلام يوه مستقيمه لاره ده، ها خوا دې خوا نورې لارې باطلې دي، ولې علماء ديموکراسي ته دلايل وتراشي، ايا موږ خپل سياسي نظام نه لرو؟ ولې موږ غربي نظام ته په ډېره خوارۍ کمزوري او ناقص دلايل جوړو، حال دا چې د اسلام سياسي نظام په تمامه معنی پوره او کافي دی، زموږ غربي نظامونو ته څه حاجت؟!

همداراز اسلام کې چې په کومه اندازه د امر بامعروف او نهي عن المنکر امر شوی، ولې دوی پکې له ځانه تخفيف او تساهل راولي؟!
الحمدلله؛ اسلام داسې يو شامل او کامل دين دی چې هيڅوک يوه وړه نيوکه هم نه شي پرې کولی، خو موږ ټوله نړۍ چلينج کولی شو! مسلمانان بايد له نورو پسې اقتداء ونکړي، بلکې ټول انسانيت بايد له مسلمانانو پسې اقتداء وکړي.
دا سمه ده چې په ټولو چارو کې بايد له تدبير او حکمت څخه کار واخيستل شي، لکه چې الله تعالي په خپل مبارک کتاب کې راښودلي چې په حکمت او ښه طريقه د اسلام لور ته بلنه کوئ. همداراز موسی عليه السلام ته؛ الله تعالی فرمايلي چې ورشئ فرعون ته او هغه ته په نرمي سره دعوت ورکړی. مګر هره تګلاره او هر حکم خپل ځای لري، مثلاً: که چا زنا کړې وي، نو پر هغه به حد جاري کيږي، هغه په نرم دعوت نه خلاصيږي. همداراز که چا قتل کړی وي، هغه به قصاص کيږي، که چا بل کوم جرم کړی وی، هغه به د قاضي له خوا تعذير کيږي او سزا به ورکول کيږي، همداراز که چا داسې کوم بد کار کاوه چې د هغه اضرار زيات وو، نو حکومت يې بايد په زور منع کړي، ځکه حکومت وس لري. هغه څوک چې وس نه لري، بايد پر ژبه يې ممانعت وکړي او که دا وس يې هم نه و، نو زړه کې دې ورسره بغض وساتي. نو حکومت بايد دې حد ته ونه رسوو چې د ژبې له دعوته يې هم ايسار کړو!

ځينې چارې داسې وي چې زيان يې ډېر زيات وي او ټولنه تباه کوي، نو بايد چې له زور څخه کار واخيستل شي، امّا هغه چارې چې نسبتاً ډېر زيان نه لري، بايد حکومت د هغوی لپاره داسې شعبه ولري، چې هغوی ته په نرمښت دعوت ورکړي او قانع يې کړي.
نو هره بده چاره د شخصي ازادي پر نامه پرېښودل هيڅ جواز نه لري، ځکه چې همدا شخصي چارې پر نوره ټولنه هم تأثير کوي او خلک ګمراه کوي.

يعنې ځينې موارد داسې شته چې بايد په زور يې مخنيوی وشي او دغه فيصله به قاضيان او د اسلامي نظام د مشرتابه شورا کوي. همداراز په نورو ټولو مواردو کې بايد د ژبې او خبرې تر حده دعوت وشي، د ژبني دعوت ايسارول بيخي په هيڅ صورت د توجيه وړ نه دي.

همداراز يو له بل سره د ځينو موضوعاتو ربط هم يو بل ناسم فکر او قضاوت دی، مثلاً ځينې وايي: حکومت بايد د امر بالمعروف پر ځای د خلکو اقتصاد ته پام وکړي، خلک له لوږې مري او دوی امر بالمعروف شروع کړی! دا نو د کم عقلۍ وروستی حد دی، ځکه چې حکومت هرې برخې ته خپل مسؤلين لري، د اقتصاد برخې ته بايد هماغه د اقتصاد مسؤلين متوجه شي، د خلکو د اقتصاد جوړول د امر بالمعروف کار نه دی، صحت عامه به خپل کار کوي، فوايد عامه خپل، دفاع وزارت خپل او همداسې نور ټول به خپل
خپل مسؤليتونه تر سره کوي.

لکه څرنګه چې د ټولنې د مادي اړخ لپاره د اقتصاد وزارت ستر مکلفيت لري، همدغه راز د ټولنې د معنوي اړخ لپاره امر بالمعروف او نهي عن المنکر هم ډېر مهم دی.

د همدغو ځينو «متأثره» علماؤ د ناسم قضاوت له امله امت دې حد ته ورسېد چې اوس خلکو ته حدود او امر بالمعروف نا اشنا ښکاري!
عربي نړۍ کې د تساهل او تسامح نتيجه دا شوه چې اوس يې علماء هم پتلون او نيکټايي کاروي، سرتور سر او خريلې ږيره د دين امامت کوي!

فکر وکړئ، ښارونو کې په شلو کې يو نفر ږيره نه لري، حال دا چې په اطرافو کې ږيره خريلي په نشت حساب دي. هغه قومونه چې خپلو اسلامي احکامو او کلتور ته پابند دي، هلته ماشومان هم پګړۍ پر سر کوي، مګر هغه چې په اصطلاح ځانونه (روشن فکران!) ګڼي، زامن يې سر تور سر او خريلې ږيره ګرځي. حال دا چې همدغو علماؤ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه ډېر څه اورېلي او پوهيږي چې: من تشبه بقوم فهو منهم!
نو همدغه د بې ځایه تساهل او تسامح پايله ده!

کيسه ده، وای يو نفر کوم نقاش ته ورغی چې يو زمری ورته رسم کړي، هغه يې چې پر پښو شروع وکړه، ده ورته وويل پښې مه ورته جوړوه، زمری رسم کړه! چې پر غوږونو يې شروع وکړه، ويل غوږونه يې پرېږده، زمری رسم کړه، چې لکۍ يې شروع وکړه، ويل لکۍ يې پرېږده زمری جوړ کړه، چې پر سر يې شروع وکړه، ويل سر يې پرېږده، زمری رسم کړه، آخر نقاش غصه شو؛ ويل: ځه پر خپله مخه، دغه ډول بې سره او بې پښو زمری خدای نه دی پيدا کړی، لکه ته يې چې غواړې!
نو اسلام هم خپل اصول او چوکاټ لري، دغه ډول اسلام الله تعالی نه دی رانازل کړی، لکه دا ځينې ځينې يې چې غواړي!
هدانا الله جميعاً…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

تساهل که نرمی ته وایی نو دا خو اسلام راوستلی دی. هغه خبری چی دنه تساهل لپاره لیکل سوی هغه په تشدد نه رفع کیږی. هغه قوی او سالمه مبارزه غواړی. او دا هم داسلام فریضه ده. دنه تساهل پلویان لټان دی چی داسلام اصول پریږدی او په دکتاتوری پیل کوی.

مولوی نجیب الله زاهد

سلیمان صاحب اسلام هغه شی ندی چی ستا په ککری کې ګرځي او بیا دغه د نن ټکی آسیا سایت ستا نظریات خپروي اسلام د انسانیت دین دی تا په دې اتو میاشتو کې څه وکړل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ آیا اسلام همدومره کمزوری دین دی چې امتیان یې په اتو میاشتو کی نظام نشي جوړولای بلکه جوړې ادارې خرابوي او خپل هېواد وال په مختلفو نومونو یادوي او په میلیونونه خلک یې له هېواده بهر ګډه کولو ته مجبوريږي نه اسلام د قوت اونظام د عقل او تفکر دین دی او قوي خلک خوښوي او قوي مسلمان الله ته نژدي بولي وروره خلک… نور لوستل »

ُطاهر

شرم هم نلری. تعلیم چی په نر او ښخه فرض دی (لکه لمونځ) هغه مو ښځو ته منع کړی او ځان ته مسلمان هم وایی. حدود نه تطبیقوی (ندی د کوم غله لاس غوڅ کړی او نه دهم کوم قصاص کړی) او فقط په مظلومو ښځو پسی مو را آخیسته ده. نه یی درس ته پریږدی او نه هم کار ته او نه هم ژوند ته . هغه ښخی چی محرم نلری یا په جنګونو کی مړه شوی تاسو یی نه درس ته پریږدی او نه هم کار ته او نه هم د ژوند اړتیاو د پوره کولو لپاره تګ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx