افغانستان

روزګان: يو سيمه ييز سوداګر ۶۵۰ مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۱ل): د روزګان ولايت په مرکز کې يو تن ځايي سوداګرو ۶۵۰ ميرمنو ته چې زياتې يې کونډې او بې سرپرسته دي؛ د کار زمينه برابره کړې ده.

دغه سوداګر چې اغا شيرين نوميږي په ترينکوټ ښار کې له تېرو پنځو کالونو راهيسې د جامو، غاړو، څادرونو او نورو لاسي صنايعو دوکان پرانيستی او له همدې لارې اوس يې ۶۵۰ بې سرپرسته مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره کړې ده.

اغا شيرين وايي چې دغه ميرمنې له دوی څخه کارونه وړي او پخپل کور کې يې بشپړوي او دا يې بيا پلوري.

هغه وايي چې په لومړي سر کې ورسره دوه مېرمنې په کار بوختې وې خو اوس دا شمير ۶۵۰ ته رسېدلی دی او لاهم پسې غځيږي. او په وينا يې چې په دغو ميرمنو کې يې زيات شمېر کونډې او بې سرپرسته ميرمنې دي چې له همدې لارې خپل کور ته نفقه برابروي او هره يوه يې له دې د مياشتې له ۴ تر ۱۰ زرو افغانيو برابروي.

باید وويل شي چې افغانستان په اقتصادي لحاظ يو له غربيو او بېوزله هيوادونو څخه دی چې عام خلک يې لومړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

خو د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې د افغانانو اقتصادي وضعيت په پرمختګ او ښه والي کې د ورځنيو خوراکي توکو د ويش په ځای د دوامداره کار زمینه برابرول خورا مؤثر دي او دا چاره کولی شي له افغانانو سره د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx