نظــر

ډیورنډ کرښه؛ مهذب ظاهرشاه خو فرصت طلبه پاکستان!

جمال ایوبي

د جغرافیو د تقسیم ډېرې سیمې د استعمارګرو مداخلو سره غوټه دي چې د استعمار بنیاد د لومړي ځل لپاره فنیقیانو په مدیتراني کې کېښود، ورپسې یونانیان پر دې پل روان او بیا دا تور استبداد او استعمار اروپا ته په میراث پاتې شو.
د جغرافیو د تقسیم طراحان هغه وخت ډېر شول چې پر هېوادونو د سلطې او حاکمیت نشه اوج ته ورسېدله، د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د نورو د زیربناوو د چور تصامیم ونیول شول … او بیا پکې د ایډیالوژۍ د ترویج نظریه د یرغل سره غوټه وخوړله.
دا د هغه بدرنګ دهلیز پیلامه وه چې په مشترکاتو کې پیوند قومونه یې په جبر سره جلا او هڅه یې کوله چې غږونه یې د مؤقت وخت لپاره په مرګوني تهدیدونو سره چوپ کړي خو د ازادۍ په فطرت سنګارو قومونو کې؛ دې اروپایي استعماري پلان ځکه تداوم ونه موند چې فکري او کلتوري مشترکات او د ازادۍ پر لذت پوهېدلې پرګنې د چړو په څوکو یون کوي خو د استعمار په نتیجه کې د جبر کرښې نه شي تحمل کولای نو ځکه یې د حالاتو څخه د درک او د تدریج په مفکورې سره ځانونو ته د پیوندوالي زمینه مساعده کړله.

کله چې مسلمانان د خپل اسلامي منهج او فکري مسیر څخه عدول، راغلی عظمت او حیثیت یې د خودخواهۍ او شخصي منافعو په خاطر پر پاشلي وضعیت عوض کړ پای په تدرج سره ددې بدرنګ تسلسل په بړبوکۍ کې اسلامي جغرافیې هم د سایکس پیکو پر پلانونو برابر او تطبیق یې ورته میسر کړ.

هغه وخت چې مسلمانان د عدم ظرفیت او بې اتفاقۍ له وجهې د اختناق او انحطاط له برخلیک سره مخامخ شول نو فلسطین د انګلیس په مرسته یهودو ته ډالۍ، د منځني ختیځ لویدیځه سیمه فرانسویانو په برخه …. او د عثماني امپراتورۍ تر ولکې لاندې سیمې مو هم د لاسه ووتلې.

ددې تصویرونو تر ټولو خواشینونکي کرښې دا دي چې ددې پلانونو د تحقق لپاره نام نهاد مسلمانانو کلیدي رول ادا کړ او نن یې عار جوړونکې ثمره زموږ پر مخ پرته ده.

د جغرافیو د تقسیم ناسور؛ هغه څه دی چې افغانان یې د نورې نړۍ سره په متفاوتو عواقبو کې له دې بدنامې کرښې “ډیورنډ“ څخه تر ټولو بده خاطره لري.

د نړۍ په تاریخ کې د ډیورنډ کرښې ته ورته قضیې د بلا هېوادونو تر منځ موجودې وې لکه هانګ کانګ سل کاله د برتانیي سره اجاره و خو پای له چین سره شو، مکاؤ څلور سوه کاله پرتګال سره ؤ خو بېرته چین ته حواله شو، مکسیکو، د یمن شمالي او جنوبي، سوریه، جرمني او همداسې د ویتنام قضیه چې دا ټولې د استعمار د جبر کرښې وې چې په دې کې څه د وخت سره حل او ستونزې یې هوارې شوې.

دا چې د “ډیورنډ“ پر قضیې پېړۍ اوړي؛ مګر دا له ماضي راپاتې سرطاني او لاینحل میراثه هغه وخت په مرګوني ناسور بدله شوه چې په سیمه کې مو پاکستان وزېږید.

د پاکستان د ایجاد پر وخت چې د ډیورنډ قضیه افغانانو نړیواله کړله هغه وخت امریکې د پاکستان په تایید رایه وکاروله خو د وخت شوروي په پیل کې د ظاهرشاه سره خو د شرایطو په تغیر؛ چې پاکستان چین ته نږدې او له نفوذ یې وډار شو نو دوئ هم د ډیورنډ په موضوع کې افغان واکمن څخه خپل ملاتړ پیکه او بیا حذف کړ.

پاکستان د دښمن په شکل بارزېدل او د مضر ګاونډي تهداب هغه وخت کېښود چې په 1950 م کال کې یې د پکتیا په سیمه کې بمبار ترسره کړ چې همدا د بدنیتیو او عنادونو پیلامه وه خو ددې قساوت او وحشت په وړاندې بیاهم افغان واکمن د صمیمیت او د ستونزو د حل لپاره مخلصانه هڅه کوله.

پاکستان هر وخت زموږ له سختو او تنګو شرایطو څخه د سوء استفادې هڅه کړې خو د افغانستان د وخت واکمن ظاهرشاه د مهذب سیاست تاریخ د پاکستان لپاره د محسناتو یوه بې بدیله ډالۍ ده.

کله چې د هند او پاکستان تر منځ په 1971م کال کې جګړه رامنځته شوه د جنګ پر وخت روسیي ولسمشر برېژنیف د افغان حاکم ښاغلي ظاهرشاه څخه وغوښتل چې دا ښه فرصت دی چې د شوروي او هند سره لاس یؤ کړې او پښتونستان د ډالۍ په ډؤل ترلاسه کړئ.
خو مهذب افغان مشر ورته کړل:
بښنه غواړم “د مسلمان لپاره نه ښایي چې د نامسلمان څنګ ونیسي“.

په 1971 م کې د ختیځ پاکستان (بنګله دیش) بیلتون جیوپولیټک وضعیت بدل کړ پاکستان غوښتل چې د افغانستان سره یؤ تفاهم ولري ځکه دې بحراني وضعیت کې د پاکستان دفاع د افغانستان سره په همکارې کې نغښتې وه،  هلته وسله پورته کړل شوه خو افغان حکومت له وسله پورته کوونکو سره همکاري ونکړله چې همدا د پاکستان پر ثبات تمامه شوه.
وروسته ذوالفقار علي بوټو افغانستان ته راغی او د هند او پاکستان په جګړه کې یې د پاکستان سره د افغانستان د خواخوږۍ مننه وکړله.

د افغانانو په همدې مثبت تعامل کې هم پاکستان دوه مخی کردار ادا کړ، ذوالفقار بوټو ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې وویل:
چې د افغانستان پاچا ظاهرشاه د پاکستان ولسمشر ایوب خان ته ویلي چې د یوه باچا، مسلمان او د یوه افغان په حیث پاکستان سره دی او هېڅکله به خیانت ونکړي.
خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لوړ پوري چارواکي فرهادي کابل کې د هند سفیر ته وویل چې د افغانستان پاچا محمد ظاهرخان په لفظي یا لیکلي ډؤل پاکستان ولسمشر ته د ملاتړ کولو په اړه څه نه دي ویلي. خو همدې خبرو د افغانستان او هند اړیکې پیکه کړلې.

د پاکستان د اختناق او متلاشي کېدو پر وخت د افغانستان د سوله ایز او مثبتو دریځونو بلا کردارونه سجل دي خو دوئ همېشه موږ د تضعیف په وخت کې له خوګ ګوتې نیولي یو.
د ذات البیني جګړو پر وخت د مواقعو څخه د استفادې لپاره بلا پاکستاني استخبارات په عادي لباسونو کې ځای پر ځای شوي و چې د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې هم چې افغانان د کورني جګړو د محشري پړاوونو څخه تازه را وتلي و پاکستان د خپلې فرصت طلبه پالیسۍ له مخې د لاسوهنو ګړندۍ هڅې پیل کړلې.

د کونړ د نښترو په ریبلو یې اشر جوړ کړی و خو مرحوم امیرالمؤمنین په کونړ کې نښتر ریبونکو پاکستانیانو ته په یوه جدي عکس العمل اخطاریه ورکړله.

همداسې د ډیورنډ په کرښه د دروازو له منځه وړل او بیا د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو په تړاو د نصیرالله بابر غوښتنه او د مشرملاصاحب رحمه الله توند جواب او له دسترخوان څخه پورته کول یې چې د تاریخ ویاړمن باب دی دا ټول زموږ سره د هغه بدو تعاملو انځورونه دي چې په دشواري وضعیت کې رامنځته شویدي.

د امریکایي اشغال پر وخت د تحمیلي ګوډاګیانو (کرزي او غني) معاملې چې د پاکستان سره یې کړیدي زموږ د تاریخ تر ټولو توره او بدنامه دوره ده.
چې په وروستیو کې د پنجاب سره د اشرف غني د معاملو تاریخ بربنډ شو:
د ډیورنډ كرښې نه دیخوا د پاکستان راتلل، د ازغن تار يؤ اړخیز تېرول ،د sop په نامه تړون چې له امله یې پاکستان نوې دروازې او پوستې جوړې کړي، د استخباراتي همكاريو په نامه د پاكستان د مخالفينو(TTP) له منځه وړل، قبایلو انضمام، په کرښه کې پرتې سیمي پلورل، پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په شهادت رسول ،پاکستاني طالبان پنجاب ته سپارل … او دېته ورته نورې بلا معاملې چې لا څرګندې نه دي ترسره شویدي او دا ټولې موافقې له یوه لاسپوڅي ادارې “اشرف غني“ سره هغه وخت شوي چې موږ افغانان د اشغال کوربانه؛ او د ضعف په کرښه ولاړ و، خو نن هم افغانان د همدې پرونیو ګوډاګیانو د قبیحو کړنو پور پرېکوي.

پاکستان؛ خپلې دې بې مردانګي سیاست ته پای کېنښود او تر دې پورې یې ادامه ورکړله چې نن زموږ په جغرافیه کې چې د ازادۍ پتمنه فضا مهیا ده خو د سیاسي تجرید، نړیوالو ننګونو او د اقتصادي ځوړ حالت څخه په استفادي یې نن یؤ وار بیا په ډېرې بې رحمۍ سره زموږ څیرې ګریوان ته لاسونه واچول او له ازادۍ وروسته یې د کاذبې فضا انځورولو لپاره د تبلیغاتو ترڅنګ په کندهار، هلمند، خوست، نیمروز او زابل کې بلا جګړې کړیدي، سیم خادار د تېرولو ناکامې هڅې شوي او په پلمو جوړولو سره یې د تورخم او بولدک دروازې د افغان مریضانو په وړاندې قرنطین کړلې.
په همدغه ټیټ تسلسل کې یې د رمضان په دې مبارکه میاشت کې پرون په خوست کې د وزیرستان غیور قوم بمبار او تر دیرشو زیات یې په شهادت ورسول.
تاسې په همدې کردارونو کې د ښاغلي ظاهرشاه مهذب سیاسي دریځ او د فرصت طلبه پاکستان نیت او مواقف تحلیل کړئ.
دا منو چې زموږ اوسنۍ اوضاع پېچلې، له جنګ تازه وتلي او د داخلي اړخه هم له ستونزو ډک او په نړیواله سطحه بیا د انزوا برخلیک لرو د یؤ هېواد د کمزورۍ لپاره دا هغه فکتورونه دي که هر هېواد ورته برخلیک سره مخامخ شي د زوال کندې ته لویږي مګر په همدې موقف کې بیا هم اسلامي امارت د سالمیت، حاکمیت او ددې جغرافیي د حیثیت ساتنې لپاره له نړۍ سره فوق العاده تفاوت لري او په همدې لنډه موده کې یې د ایران، تاجکستان او پنجاب په وړاندې ښه امتحان ورکړی.

د پاکستان سره به ددې پېچیده قضیې لپاره سیاسي او یا نظامي حل پیدا شي خو په سیمه کې یې د زجر، قساوت او د بې ننګۍ هغه تاریخ پرېښود چې د کافرو یرغلونه یې په خپل متجاوز اقدام سره تت کړل او د افغانو پرګنو د کرکې اوج ته یې مشروع بڼه ورکړله.

اسلامي امارت باید پوه شي چې ددې سیاسي مثبت تحول څخه په استفادې همدا د ولسي متحرک فعالیت، متلاشي کېدو مخنیوی او د انسجام لپاره تر ټولو طلایې فرصت دی چې د پنجاب او نورو ګاونډیانو په تړاو د اړیکو یؤ نوی داسې فصل پرانیستل شي چې په معقول قاطعیت، تدبر، سیاسي بصیرت او د تصمیم مراجع یې د سیاسي لرلید څخه برخمن شخصیتونه وي چې افغانستان پکې د سیال،د برم تحفظ او مترقي والي په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ظاهر شاه د خپل قدرت د ساتلو په غم کې وو، نه د خپلې خاورې. په 1965 ع کال د هندوستان او پاکستان ترمنځ جنګ افغان ولس ته د خپلې محکومې خاورې د ازادۍ لپاره يو ښه فرصت وو، مګر ظاهر شاه ددغه فرصت نه ګټه پورته نکړه. ګناه زمونږ خپله ده. بنجابى فوځ د اسلام نه په استفادې د انګریزانو او غربي امپريالستي قوتونو د ګټو او د مسلمانانو او په خاص د افغانانو د زپلو د پاره جوړ شوي دئ. پنجابي شيطاني پاکستان او ايران زمونږ نه پخلا کيدونکې ازلى دښمنان دى د اسلام په جامه کې. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx