
عبدالجبار وحدت
د نوي نظام په لومړیو کې موږ د خپلې پوهې او مسلک مطابق ځینې اولویتونه په ګوته کړي وو، هیله ده، د ولس د هوساینې او په ځان بسیاینې په موخه به ګټه ترې پورته شي، راځم اصل موضوع ته، چې تقریبا اوومه میاشت ده، ځینې کلیدي برخې مهمې دي چې باید ستراتیژیک لومړیتوبونه وګڼل شي او لوړ وزني ضریب ورکړ شي:
1. د قیمتونو کنټرول.
2. د ډبرو سکرو او نورو کانونو فني، تخنیکي او په اقتصادي ډول استخراج او د راتلونکو نسلونو حقه حقونه په نظر کې نیول، ځکه په طبعي منابعو کې له موږ سره د راتلونکو نسلونو حق او برخه شته ده.
3. د اوبو مدیریت او یا د مدیریت شویو اوبو په مقابل کې له ګاونډیو هیوادونو څخه معقولې غوښتنې کول، کوم چې له هغه مولدیت لوړ وي ، چې د اوبو په وساطت یې له لاسه ورکوو.
4. په لومړینو او اړینو غذایي موادو باندې د مالیاتو کمول.
5. په مالي پالیسیو له سره غور کول( معافیت او تخفیف او په ځینو برخو کې مترقي مالیات تطبیقول)
6. منظم بودجوي سیاستونه طرحه کول ، تر څو یې پر مټ د بودجې موثر تطبیق رامنځته شي.
7. د پولي ثبات (Monetary stability ) په پار د منظمو پولي ستراتیژیو او سیاستونو پلی کول.
8. د داخلي تولیداتو څخه د ملا تړ په موخه حمایوي سیاستونه پلی کول او په وارداتو د کواټه سیستم پلي کول
9. انټي ډامپینګ سیاست پلي کول ، تر څو وتوانیږو د ګاونډیو د dumping پالیسي مخه په نسبي ډول ډب کړو.
10. داخل د هیواد کې د خارجي عوضي جنس تولید ته زمینه سازي کول او په عین خارجي جنس باندې لوړه ګمرکي تعرفه وضع کول.
11. د استخدام پالیسي داسې عیارول ، چې د هیواد هر فرد ته د کار زمینه برابره شي، یا بهرینو هېوادونو کې ځوانې کارګرې قوې ته د کار زمینه سازي کول.
له اقتصادي برخې ورهاخوا:
1. که په نظامي ډګر کې د ډلګیو /سرګروپونو سیستم ختم شي، ځکه ګډوډي او خپل سري ته همدې سیستم لویه زمینه سازي کړي ده .
2. د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د فوق العاده استازو پروسه او سیستم نور پای ته رسول ، ځکه دا موازي پوزېشن او اداره ده ، چې په تحصیلي برخه کې یې نهایي زیاته بې نظمي او ګډوډي رامنځته کړې ده.
3. د بېځایه بې باوري او بېځایه خوشباوري څخه ځان ساتل
درنښت
زموږ ویل وو، الله تعالی شاهد دی، چې موږ نهایي احساس یادو نقاطو لیکلو ته هڅولي یو.