افغانستان

ميدان ښار: د پاکو اوبو يوه ستره شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۳۰ وری، ۱۴۰۱ل): په ميدان ښار کې ولسي خلکو ته د پاکو اوبو يوه ستره شبکه چې سلګونو کورنيو ته به د څښاک پاکې اوبه ورکوي؛ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ميدانښار ښاروالۍ له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې ډاکار او یونیسف مؤسسو او همدارنګه د میدان وردګو ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د دې ولایت د مرکز میدان ښار په هېواد مېنه کې د پاکو اوبو رسولو دغه ستره معیاري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې له یادې شبکې څخه ۵۶۰ کورونه او ۹ جوماتونه له ۴۰۰ ځانګړو ځایونو (نلونو) څخه پاکې اوبه ترلاسه کولی شي.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي شیخ شېراحمد حقاني او ددې ولايت یو شمېر نورو ادارو استازو ګډون درلود.

د میدانښار ښاروال مولوي عبدالغفور حیدري پرانیست غونډې ته وویل، چې یاده شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ او د ډاکار غیر سیاسي او غیر انتفاعي مؤسسې په کاري ځواک سره بشپړه شوه، ښاروالۍ ورته ځمکه ورکړې او د یادې شبکې لپاره یې ځانګړی روزل شوی بشري تخنیکي ټیم ګمارلی.

ښاغلي حیدري په خپلو خبرو کې له ښاروالۍ سره د یادې شبکې د ساتنې په موخه د ولسونو د بشپړ ملاتړ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د یادې شبکې کارونه په تېر ۲۰۲۱میلادي کال پیل شو وو، چې اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx