نظــر

له نشه‌يي توکيو سره مبارزه او د نړيوالې اجماع اړتيا

ابوالیاس جهادول

د اسلامي امارت مشرتابه د روان  هـ ش کال د وري په ۱۴ مه نېټه د يو فرمان په ترڅ کې په هېواد کې د کوکنارو او چرسو کښت او د نشه‌يي توکو پر توليد، قاچاق او استعمال  بنديز ولګاوه او سرغړوونکيو ته يې د شرعي احکامو مطابق د سزاء سپارښتنه وکړه.

د دغه فرمان پر بنسټ د هر ډول نشه‌يي توکو لکه شرابو، هيروئينو، شيشه، تابليتk او چرسوکر، توليد، استعمال منعه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې هم د يو فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت کچه کابو صفر ته ورسوله.

خو کله چې د امريکا په مشرۍ ۴۸کفري هېوادونو په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان اشغال کړ، سره له دې چې په ميلياردونو ډالر يې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په نوم ولګولخو پايلې يې برعکس وې.

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالتونو د پلټوونکې ادارې د تېر کال د اکتوبر د ۳۰ مه ريپورټ پر بنسټ  ياد هېواد له ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې برخه کې ۸.۹۴ ميليارد ډالر لګولي دي او بريټانيا هم چې په افغانستان کې يې د نشه‌يي توکو ضد مبارزې هڅو د همغږۍ مسووليت درلود، هرکال يېله دغو توکو سره د مبارزې برخه کې په ميليونونو ډالرو مرستې اعلانولې.له دې سربېره د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې وزارت، د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معينيت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې څارنوالۍ او محکمې په نومونو ادارې جوړې شوياو هر کال د کوکنارو کښت له‌منځه وړلو په نوم د ميليونونو ډالرو په لګښت کمپاينونه ترسره کيدل خو تر پايه نه د کوکنارو کښت کم شو او نه هم د نشه‌يي توکيو د قاچاق اصلي شبکې له منځه يوړل شوې، بلکې ټولې دغه هڅې نمايشي او د کوچنيو کاروباريانو پر ضد متمرکزې وې څو لويو شبکو ته د لازياتې ګټې وټې او خوندي سوداګرۍ زمينه برابره شي.

دا چې په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد هوايي حريم د بهرنيو يرغلګرو په واک کې و، نو ويل کېږي چې توکي د بهرنيو يرغلګرو له‌خوا په خوندي توګه د هوايي ډګرونو له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل.

دا چې نشه‌يي توکي د وسلو له قاچاق وروسته په نړۍ کې د ګټې وټې دويم درجه اقتصادي فعاليت دی چې هر کال کابو ۴۰۰ ميلیارد ډالره ګټه ورڅخه ترلاسه کېږي چې ډېره کمه برخه يې افغان بزګرو او نوره يې د سترو مافيايي شبکو ته رسيږي.

که څه هم افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ کابو ۹۰ سلنه کوکنار  په‌کرل کېږي خو هغه کيمياوي توکي لاهم له بهره راځي چې ترياک پر هيروئينو بدلوي او همدارنګه د شرابو او ټابيټ k په نوم نشه‌يي توکو ټول له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان قاچاقېږي.

دا چې اسلامي امارت د تېر په څېر د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دی، پر ټول هېواد يې له حاکميت وروسته په لومړني اقدام کې په ډېرو کمو امکاناتو سره د کابل په شمول يو زيات شمېر ولايتونو کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې او فکري روزنې کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې يې يو زيات شمېر معتادان راټول او تر درملنې لاندې ونيول شول او په يو بل رغنده اقدام کې يېد يو فرمان له لارې يې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکيو پر کر، توليد، قاچاق  بنديز ولګاوو.

افغانستان چې  يو کرنيز هېواد دی چې کابو ۸۰ سلنه افغانان په‌کې بوخت دي او د نفوس ۵۵ سلنه برخه په مستقيم او غيرمستقيم ډول د دغه سکټور له لارې د خپل ژوند چارې پر مخ بيايي.خو له بده مرغه د کافي اوبو او ځمکې نشتوالی، د کرنې نه ميکانيزه کيدل، دوامداره اوچکالۍ او د مناسب بازار نشتون هغه ننګونې دي، چې لاهمد غلو دانو او نورو برخو کې پر صادراتو باندې تکيه لري. همدارنګه د عامې روغتيا وزارت د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کابو ۲.۵ ميليونه کسان په نشه‌يي توکيو روږدي دي چې ۸۵۰ تنه يې ښځې دي.

نړيواله ټولنه چې ځان د بشري په تېره بيا ښځو د حقونو مدافع بولي، بايد د دغو کسانو د درملنې او د سالمو وګړيو په توګه بېرته  ټولنې ته راګرځيدو او افغان بزګرو سره د بديلو کښتونو چمتو کولو او د قاچاق لويو شبکو په له منځه وړلو کېمرسته وکړي څو نړۍ او افغانستان د نشه‌يي توکيو له شر څخه وژغول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx