افغانستان

کابل: دهمزنګ کې ځان ته اور اچونکی تن ذهني ناروغ و

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۳۰ وری، ۱۴۰۱ل): په خواله رسنيو کې تېره ورځ هغه وېډيو ډېره لاس په لاس شوه چې په کې ښودل کيږي د کابل په دهمزنګ څلور لارې کې يو تن د خپل کوچني زوی په وړاندې خپل ځان ته اور اچوي.

که څه هم د خواله رسنیو کاروونکو ياده پېښه د اقتصادي مشکلاتو له امله ښودلې وه خو د ياد کس کورنۍ وايي چې دا پېښه د اقتصادي مشکلاتو له امله نه مګر د هغه د ذهني ناروغۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځان ته اور اچوونکی تن چې سپين ګل نوميږي تېره ورځ له پېښې وروسته د ښار خلکو هڅه وکړه چې د هغه په تن بل شوی اور بل کړي خو د نوموړي بدن د سوځېدو له امله هغه د تداوۍ لپاره استقلال روغتون ته لېږدول شوی و چې تېره شپه يې د زياتو ټپيونو له امله ساه ورکړه.

د سپين ګل پلار وایي چې زوی يې هيڅ ډول اقتصادي ستونزې نه درلودې مګر له تېرو دوو کلونو راهيسې يې اعصابي ناروغي درلودله، هغه ويلي چې ټولو ګاونډيو ته يې معلومه ده چې زوی يې له تېرو څه کم دوو کلونو ناروغ و چې نن يې له همدې وجې خپل ځان ته اور واچاوه.

هغه ويلي دي چې حکومت يې زوی د تداوۍ لپاره روغتون ته وړی دی او دوی سره يې مالي مرسته هم کړې ده.

د سپین ګل ورور هم وايي چې ورور يې دوه بچيان لري او له تېر يو نيم کال راهيسې ناروغ او په کور و، د هغه په وينا چې تېره ورځ يې په کور کې جامې بدلې کړي دي او زموږ په نشتون کې له کور څخه وتلی دی او د خپل درې کلن زوی په وړاندې يې د دهمزنګ څلور لارې کې ځانته اور اچولی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان داخلي او خارجي دښمنان او رسنۍ هميشه د اسلامي امارت خلاف شپه او ورځ جعلي او درواغجن تبلیغات کوي او بى ثبوته خپرونې يې عادت ګرزيدلى دئ. که څوک پخپل مرګ مړ شي پړه يې پر طالبانو اچوي. بل دا چاودنى په کابل کې د شورا نظار سقاوي ډلو کار دئ. همدا ډله داعشیان او ورانکاري دي. د نيولو په صورت کي بايد علني اعدام شي. او بل دغه کلابيانو ځنې بايد افغانى تابعيت واخستل شي ځکه دوي افغانان نه بولي.

مولوي نجیب الله زاهد

الله ته به مخامخ کېږی او که نه خلک پوهېږي په دې خبرو خلکو ته دوکه نشی ورکولای د لوگې دلاسه یې ځانته اور واچولو او ښه روغ سړی وو . له الله نه ووېرېږی نظام جوړکړی سیاسي بصیرت پیداکړی ملت به ترڅو تاسې ته انتظار کوي؟ دخلکو په سترگو کې خاورې مه دوړوی.

طوطی

چی دا ذهنی ناروغی به یی د څه وجی نه ورته پیدا شوی وی؟ حتمآ به یی اقتصادی وضعیت نهایتآ خراب وه. دا نن بمی چاودنی به کوم ذهنی مریض کړې وی. بلخوا په سلهاو د ازبکستان هلیکپتری د مزار آسمان لکه کوتری ټول په خپل سر واخیست. افغانستان نزدی یو کال کیږی چی حکومت نلری شرق او جنوب شرق کی پنجابیانو تجاوز کړی او اوس په شمال د ازبکستان طیارو ټول آسمان نیولی. ماشاءالله پدی خپلواکی. بلخوا عمری عدالت په درز کی روان دی د لویو اسلحو قاچاقبران په چمن حضوری کی علنی اعدام شول، د حقانی ورور یی… نور لوستل »

احمدشاه

طوطی ګکه چه ستا دغه ذهنې ناروغې به له سه وجې وې دا به حتمې د مسلمانانو سر له بغض او کدورت له وجې وې چه دادېره یوه مرداره ناروغې ده ابو جهل هم په آمدې مرض مردار شو توبه وکړه وس هم وخت شته کنې خداې دنکړې ته به هم د ابوجهل په سرنوشت سردچاره شې

طاهر ثابت

امریکایی تروریستان او دهغوی پلویان دښځو، اقتصاد، او امنیت په نامه غواړی دافغانستان ‌دخلکو قتل، غلا، او ذهنی تشویش ته ادامه ورکړی. دا امریکایی داعشان (داعش، مسعودیان، هزاره، او نور نرځییان) به دڅه وخت لپاره کار وکړی. ملی خاینین به ښکاره سی، ملت به پوه سی چی خوراسانیان، چمهوری او ښځینه لنډغران او لنډغرانی څوک، چیری، او څوک یی په خدمت کی دی. دوی به رسوا سی او دامارت لپاره دداسی خلکو ختمولو لپاره به ښه موقع برابره سی چی داشغال ځیره خواره له مینځه یوسی. نور به دعفوی په نامه خلک مجرم کسان نسی خلاصولای. امارت باید ټول شبکه… نور لوستل »

مجاهد

که امریکا یا بل هر اشغلګر او استعمارګر هیواد د کوم لوی مجرم په اړه ( چه د هغو په امر یی کوم لوی جرم ترسره کړی او تر سره کوی ) ووایی چه هغه مجرم عصبی ستونزه لرله نو وبخښل شو ، نو زموږ هیواد کی کمیشن کاران یی نه یواځی په دواړو سترګو منی بلکه پردازونه هم ورکوی برخلاف په مظلومی نړی په ځانګړی دول زموږ ګران هیواد کی که یی داکتران یا پلټونکی او څیړونکی د یو مجرم په اړه ومومی چه عصبی ستونزه یی لرله ، د طوطی په شان کمیشن کاران یی نه منی او… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx