نظــر

اسلامي ديموکراسي (د یو بحث نچوړ)

لیکوال: احمدالله احمدزی

ډاکټر صيب دروند او مهربان انسان دی، د کابل له پوهنتونه يې ادبياتو کې ليسانس کړی او بيا يې د امريکا له کوم پوهنتونه سياست کې ماستري او دکتورا کړې.

ظاهرشاهي کې د بهرنيو چارو وزارت کې د سياسي چارو د مديريت ترڅنګ د پاکستان او قزاقستان په ګډون يو شمېر هېوادونو کې يې د افغان حکومت د قونصل په توګه دندې ترسره کړي دي.

د خلقيانو د حکومت پر مهال يې هم هغه کرغېړن زندانونه ګاللي دي. ډاکټر صیب په غوږو دروند دی. د ډاکټر صیب له قوله د خلقي رژيم استخباراتي اورګان «خاد» د هر ډول تعذيب سربېره يې په غوږونو کې سيخان ورکړي او د نجيب د حکومت پر مهال بيا د نجيب په شخصي مداخله له بنده راخلاص شو او د بښنې تر څنګ يې ترې وغوښتل، چې حکومت کې برخه واخلي، مګر ده ورته انکار وکړ.

له هغې وروسته ډاکټر صیب امريکا کې د مهاجرت شپې ورځې تېروي او کله بيا خپل هېواد ته د څه مودې لپاره راځي.

سره له دې، چې ډاکټر صیب امريکا کې ژوند کړی، مګر اسلام او افغاني دود ته پوره احترام او درناوی لري. د قرانکريم تلاوت کوي او د پښتو او انګريزي تفسيرونو په مرسته د قرانکريم ترجمه او تفسير لولي.

داکټر صیب سره په يو مجلس کې له تعارفه وروسته په يو شمېر سياسي او ټولنيزو موضوعاتو د خبرو اترو چانس په لاس راغی.

ډاکټر صیب ويل، چې زه افغانستان کې د ديموکراسۍ پلوي يم او غواړم افغانستان کې هم د ولس په خوښه يو اسلامي ديموکراتيک حکومت راشي.

ما ورته ويل، ډاکټر صیب اسلامي ديموکراسي به لا څنګه وي؟

ـ ګوره قرانکريم کې راغلي، چې «و أمرهم شورابينهم» او «وشاورهم في الأمر».

ـ ډاکټر صیب بښنه غواړم دا ايت خو دې ځای کې نه پلی کيږي.

ـ ولې څنګه نه پلی کيږي؟

ـ دا ځکه چې قرانکريم د شورا لپاره خپل شرايط لري، چې مشهور شرطونه يې تقوا، پاک شخصيت، اخلاص او په کار پوهيدل دي او ديموکراسي کې د سړي د معنويت په اړه هيڅ شرط نشته.

ديموکراسي کې د کافر او مسلمان، عاقل او ليوني د رايې ارزښت يو دي. يو طرف ته که لس ليوني وي او بل طرفته ستاسې په څېر يو عاقل او پوهه انسان وي، ديموکراسي کې يې هغوی ګټي.

بل دا چې ديموکراسي کې د اکثريت رايه پر اقليت حاکمه ده، دې کې هم اسلامي شورا سره ټکر لري.

اسلامي شورا کې د اکثريت رايه نه ده معبتره؛ ځکه چې دا کوم ايت تاسې ولوست، وشاورهم في الأمر. دې پسې وروسته الله تعالی فرمايي، چې «فاذا عزمت فتوکل علی الله» يعنې خپلو ملګرو سره دې مشوره وکړه او چې بيا دې د کوم کار عزم وکړ، پر الله توکل کوه. دا پکې نه دي ويل شوي، چې بيا د دغه اکثريت خبره ومنه.

که ستاسې خبره ومنل شي، چې د اکثريت رايه دې حاکمه شي، دا هم يو څه ناممکن ښکاري.

ډاکټر صیب په ډېره حيرانتيا وويل،هغه څنګه؟

ـ دا ځکه چې يو ځای کې ولايتي شورا، پارلمان او حتا رياست جمهوري لپاره هم اقلا لس پنځلس کسان ولاړ وي. دې کې نو چې اوس يو سړی له خپلو سيالانو ډېرې رايې يوسي، نو که د هغو بایلونکو کانديدانو رايې راټولې شي، له ګټونکي کانديد څخه يې رايې نه زياتيږي؟

او دا لا څه چې ډېری خلک په ټاکنو کې ګډون نه کوي. افغانستان غوندې هېودا کې د رايې نه ورکوونکو کسانو شمېر له ورکوونکو زيات دی، نو دا څه خېل اکثريت شو.

ـ دا ته چې څه وايې دا پخپل ځای، خو د اسلام خليفه ګان ټول په ديموکراتيکه توګه ټاکل شوي وو

ـ که لږ تفصيل وواياست؟

ـ ګوره حضرت عثمان رضي الله عنه چې ټاکل کېده نو د مدينې منورې له ټولو اوسيدونکو پوښتنه شوې وه. دې کې اوس څه وايې؟

ـ ډاکټر صیب ګوره دا خبره مو بيخي سمه ده، خو دا قياس به شايد پر ځای نه وي.

ـ څنګه به پر ځای نه وي؟

ـ دا ځکه چې تاسې تر موږ ښه پوهېږئ، چې قياس څه شرایط لري، چې دلته نه عملي کيږي.

اول دا چې هلته صحابه په خپله کانديدان نه وو، نورو صحابه وو غوره کړي وو او دلته خلک پخپله ځان کانديدوي.

بله دا چې که څوک پخپله هم کانديد شي، نو د حضرت عمر او حضرت عثمان رضي الله عنهما غوندې کانديدان به چېرته وي او د صحابه وو غوندې رايې ورکوونکي. زما د خبرې مطلب دا دی، چې هغه مهال صحابه کرام د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاګردان وو او ټول په دين پوهه خلک او هره پرېکړه يې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې کوله.

اوس دې کانديدانو او رايې ورکوونکو د دې شرطونو څومره فيصدي وينئ؟

ـ ښه نو ته ديموکراسي نه منې؟

ـ نه

ـ ولې يې نه منې؟

ځکه چې ماخو درته خپل دلايل وړاندې کړل. ډاکټر صیب، که د ديموکراسۍ تعريف مو وکړ او دا راته ووياست، چې بنسټګر يې څوک دی؟

ـ د ديموکراسۍ بنسټګر افلاطون دی، هغه وایي، چې د خلکو حکومت په خلکو باندې د خلکو لپاره.

ـ اوله خبره دا ده، چې د افلاطون استاد سقراط وايي، چې ديموکراسي د غلو يو نظام دی، چې يو چالاکه سړی د يوې حماسي خطبې پر مټ د خلکو رايې بدلوي او ته څنګه يو عام سړي څخه د ولس د سرنويشت په اړه رايه اخلې.

اوس خلک د شاګرد افلاطون خبره مني او د استاد سقراط نه مني.

بله دا چې اساسي مشکل همدا دی، چې ديموکراسي کې د خلکو رايه معتبره ده او اسلام کې داسې نه ده؛ ځکه چې قرانکريم فرمايي «ان الحکم الا لله» حکم يوازې د الله تعالی چليږي نه د خلکو.

د قانون جوړونې اختيار له الله تعالی پرته پيغمبر عليه السلام ته هم نشته، نو عام سړي ته به څنګه وي؟

– ګوره زموږ ولس ټول اسلامي نظام غواړي او د دې لپاره له خلکو رايه غواړي او د همدې رايې پر اساس بيا خپل حکومت په اسلامي اصولو عياروي. دې کې اوس څه وایې؟

– ډاکټر صیب يوه خبره کوم هغه دا چې ته به پارلمان کې خلکو ته وايې، چې راځئ رایې ګيري کوو، چې اسلامي نظام منو کنه؟

– هو همداسې به د هغو خلکو رايه زياته شي، چې اسلامي نظام ته ژمن دي او اسلامي حکومت به فعال شي.

– ډاکټر صيب ستاسې مخکې چې زه خبرې کوم ډېره بې ادبي ده، خو يوه خبره کوم، هغه دا چې الله تعالی فرمايي «وماکان لمؤمن ولامؤمنة اذا قضی الله ورسوله أمرا أن يکون لهم الخيرة من أمرهم» هيڅ مسلمان سړي او مسلمانې ښځې ته نه ده پکار، چې الله تعالی کومه پريکړه کړي وي، هغې کې دوی ولري اختيار ولري.

– اوس چې څوک اسلام د خلکو په رايو راولي دا پخپله د اسلام خلاف دي، نو دا به څنګه اسلام وي، چې د خلکو په خوښه راځي.

لنډه خبره دا ده، چې ديموکراسي او اسلام په هيڅ ځای کې سره نشي يو ځای کېدای او کومې ښګڼې، چې ديموکراسۍ کې شته هغه اسلام لري او اسلام چې کومې  ښېګڼې لري، ديموکراسي يې نه لري.

د ډاکټر صیب حوصله ختمه سوه او اخر يې دا وويل، چې څوک يې مني که نه زه ديموکراسي منم. نور بحث نه کوو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نقیب الله

احمدالله صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه.
دا د جرګانو په ډاکټرانو وخت مه ضایع کوه

الحاج استاذ بیانزی

احمد زی صاحب السلام علیکم : د حیرانتیا وړ لیکنه دی لیکلی وه ، عنوان یی سړی مجبوروی چه ستا لیکنه ولولی چه اسلامی دموکراسی به څرنګه دیموکراسی وی لکه سړی چه وی کفری اسلام ، کفری اسلام به څرنګه وی ، خو د دموکراسی عاشقان د هر ی خبری څخه کار اخلی چه دموکراسی اول اسلامی او بیا یی د اسلامی نظام په ځای تری کارواخلی ، په هر صورت په ډيره لیوالتیا می ستاسی د لیکنی لوستل پیل کړل ، د لیکنی اول سر داسی معلومیدلو چه اشرف غنی صاحب د پاره کمپاین کوی دهغه پیزندنه دی تر… نور لوستل »

محمد

ډیره ښه لیکنه ده الله جل شانه دی جنتونه ورکي او رب العلمین دی زموږ مستضعف ملت ته پوهه ورکی بیچارګان ځانونه مسلمانان بولی او د کفر خبری کوی د کفر لپاره د بی علمۍ په سبب خدمت کوی. ظالمان په حلوا کی زهر ورکوی کافران دا بیچارګان په ځان نه پوهوی ټوله شتمني یی ځندی وړی او هم ظالمانه حکومت پر کوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x