دیني، سیرت او تاریخ

د څلوېښتمې هجري د روژې ۱۷مه يوه غمجنه او سخته ورځ!

حمادافغان شیرزاد

د ۴۰هـ کال د روژې په ۱۷مه او ځینو روایاتو کې راغلي چې د روژې په ۱۹مه دا پیښه شوې، خو زیات او اصح روایات د ۱۷م دي، په دې ورځ د اسلام د ویاړلي تاریخ پر څلورم خليفه، د محبوب عربي محمد صلى الله عليه زوم او د تره ځوی او د هغه خليفه علي بن ابي طالب رضي الله عنه باندې د عبدالرحمن بن ملجم خارجي له طرفه د زهرجم خنجر په وسیله د سهار د لمانځه پر مهال برید وشو، چې ورسره د فتنو او فسادونو دروازه خلاصه شوه.

پیښه داسې وه چې خوارجو د نهروان په معرکه کې بد شکست وخوړ، یو څو تنه سرکرده او مهم غړي يې پاتې شول، هغوی له کوفې څخه وتښتېدل؛ څوک د نن مسقط، عمان او څوک د عراق اهواز او څوک بیا د ایران په طرف لاړل. لږ وخت وروسته کله چې دوی بیا سره رایوځای شول، نو مجلس یې وکړ او دا فیصله یې وکړه چې موږ به د خپلو ملګرو غچ او بدله اخلو او د مسلمانانو غټ او د وخت مهم، رغنده مشران به قتلوو او له صحنې به یې لرې کوو.

نو هماغه و، چې دوی مجلس کې درې تنه منتخب کړل “چې پکې عبدالرحمن بن ملجم، برک بن عبدالله او عمرو بن بکر تمیمي” شامل وو. دوی کې عبدالرحمن بن ملجم خارجي وويل چې زه به په کوفه كې على رضي الله عنه قتل كړم ، برک بن عبدالله وويل چې زه به په شام کې معاوية رضي الله عنه قتل كړم او عمرو بن بكر تميمي وويل زه به په مصر کې عمرو بن العاص رضي الله عنه قتل كړم، همداسې فيصله وشوه او د روژې ۱۷مه ورځ وټاکل شوه او دوی روان شول.

کله چې ، ابن ملجم کوفې ته ورسیدلو هلته يې يوه ښځه قطام بنت شجنة، چې ډيره ښايسته وه او د مسلمانانو سره جنګ کې يې پلار او ورور وژل شوي وه خوښه شوه، د نکاح پیغام يې ورولیږلو، هغې ورته د علي رض د قتلولو شرط وليږلو، او دا هسې هم د همدې په پار راغلی و، ورسره یې ومنل او نکاح یې ورسره وکړه.

علي رضي الله عنه ته خپلو ملګرو ووېل، چې دغه ابن ملجم موږ ته شکمن ښکاري او موږ داسې اورېدلي، چې ده د فلانۍ خارجۍ ښځې سره نکاح د همدې لپاره کړې، چې تاسو په شهادت ورسوي، خو علي رض یې پرواه ونه کړه. نو هماغه وو، چې په ۱۷م د روژې ابن ملجم مسجد ته داخل شو، کله چې علي رض لمانځه ته ودرېدلو ابن ملجم د توري ګوزار پرې وکړو، علي رض زخمي شو، ابن ملجم ونيول شو، علي رض ته يې وويل: دا توره ما څلويښت ورځې تيره کړې وه او نعره يې وکړه ” لا حكم الا لله وليس لك يا علي ولا لاصحابک ” دوه ورځې وروسته علي رض د زخمونو له امله د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، چې سمدلاسه ورپسې ابن ملجم هم قصاصا قتل شو.

شام ته برک بن عبدالله ورسېدلو، کله چې معاوية رضي الله عنه لمانځه ته راووتلو؛ نو ده ورباندې برید وکړ، خو معاویه رضي الله عنه بچ شو او بریدګر ونیول شو.

په مصر کې عمرو بن بکر تمیمي خارجي د عمرو بن العاص رضي الله عنه د جومات پر لاره کیناستلو، تر څو پر هغه برید وکړي، خو د کومې ستونزې له امله، هغه خپل د لښکر مشر خارجه بن حذافة رض په دې ورځ د سهار د لمانځه امامت ته ولیږلو، بریدګر ګمان وکړ، چې عمرو ابن العاص دی نو برید يې پرې وکړه او هغه هم شهید شو.

د اسلام په تاريخ کې دا ورځ ډیره سخته وه د علي رضي الله عنه په څير ستر شخصیت او جليل القدر صحابي شهيد شو عبدالرحمن بن ملجم او دواړه نور ملګري يې څو ورځې وروسته ووژل شول.

ماخذونه / تاريخ طبري، البداية والنهاية، ابن خلدون او نور…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx