
کیرن پولارډ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ وری، ۱۴۰۱ل): د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې مشهور لوبغاړي کیرن پولارډ د نړیوالې کرکټ سره د مخه ښې اعلان وکړ.
پولارډ په ټولنیزو رسنیو یوه ویدیو کې وایي چې له نړیوال کرکټ سره یې د مخه ښې پریکړه کړې او زیاتوي چې دده لپاره د ویاړ ځای دی چې د ویسټ انډیز لوبډلې استازیتوب یې وکړ.
دغه ۳۴ کلن مشهور لوبغاړي په ۲۰۰۷م کال کې خپل نړیوال کیریئر پېل کړ، چې ورپسې یې په ۲۰۰۸م کې لومړۍ شل اوریزه لوبه وکړه.
هغه په ۱۲۳ یو ورځنیو او ۱۰۱ شل اوریزو لوبو کې د ویسټ انډیز استازیتوب کړی چې ټولټال یې ۴۲۷۵ منډې کړي او ۹۷ ویکټې اخیستې دي.
کیرن پولارډ په نړیوال کرکټ کې د ویسټ انډیز مخکښ لوبغاړی پاتې شوی چې د یو شمېر ریکاډونو سربېره په یوه اور کې د شپږ شپږیزو وهلو ریکاډ هم په خپل نوم لري.
کیرن پولارډ په ۶۱ لوبو کې د ویسټ انډیز لوبډلمشري کړې له مخې یې ۲۵ لوبې ګټلې دي. هغه اوسمهال په هند غوره لیګ د ممبۍ انډينز لوبډلې سره لوبیږي، او له دې وروسته به په لس اوریز لیګ کې هم راڅرګند شي.
POLLARD BIDS FAREWELL TO INTERNATIONAL CRICKET.@windiescricket ❤️❤️.
PS… thank you @insignia_sports for putting this trip down memory lane together to support my statement. https://t.co/1E87uGw1rH— Kieron Pollard (@KieronPollard55) April 20, 2022