افغانستان

غور والي: طالبانو له خونړۍ جګړې وروسته ۱۵ اربکیان ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په چارسدې ولسوالۍ کې د اربکیانو د یوې پوستې ټول امنیتي پرسونل نیولی دی.

د غور والي سید انور رحمتي څرګنده کړه، چې دغه ۱۵ سیمه ییز پولیس (اربکیان) تېره شپه طالبانو له ټولو وسلو او مهماتو سره تر یوې خونړۍ جګړې وروسته ژوندي نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه پولیس د شمرغ نومې سیمې پوستې کې مېشت و چې له سخت مقاومت وروسته طالبانو نیولي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم تاییدوي، چې د چهارسدې ولسوالۍ د شمرغ نومې سیمې پوستې قوماندان مولوي صدیق الله له خپلو ټولو ملګرو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

طالبانو همدا راز ویلي، چې د چهارسدې ولسوالۍ زیاتې سیمې یې له اربکیانو تصفیه کړي.

د یادونې وړ ده، چې په چهارسدې ولسوالۍ کې دوه ورځې مخکې طالبانو د اربکیانو په پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې مقابل لوري ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

همدارنګه طالبانو د چنګاښ په ۱۷مه د چهارسدې ولسوالۍ ونیوله او ټول مهمات يې له ځانه سره یووړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x