ټولنیزه برخه

د ښځو لپاره ښه پرده؛ (پړونی، حجاب، که افغاني چادري؟!)

سليمان سعيد

ښځه په اسلام کې ډېر لوی او عزتمن مقام لري، ښځه يوه قيمت بها ملغلره ده او د ملغلرې د ساتنې لپاره پوښ او جامه ډېره ضرور وي. نو په همدې خاطر الله تعالی د ښځو د عفت لپاره حجاب فرض کړی. حجاب پټولو، بندولو، پوښلو او ساتلو ته وايي او د ښځو حجاب دا دی چې خپل بدن د يوې جامې په واسطه پټ کړي، مثلاً اوسنی مروج حجاب، پړونی او چادري، چې ځينې خلک يې «برقع» بولي.

زموږ بحث دا دی چې دغو دريو جامو (مروج حجاب، پړوني او چادري) کې کوم يو يې افضل حجاب دی؟
د سورت احزاب په ۵۳ ايت کې ويل شوي ـــــ ژباړه: د پېغمبر (صلي الله عليه وسلم) له مېرمنو څخه که تاسې څه متاع غواړئ، نو د پردې تر شا يې وغواړئ، دا ستاسې او د هغوی (امهات المؤمنين) د زړونو د سپېڅلتيا لپاره ډېره مناسبه کړنلاره ده.
اول بحث خو دا دی چې د ښځو مخ، لاسونه او قدمونه عورت کې شامل دي، که نه؟
نو دا يوه اختلافي موضوع ده، ځينې علماء فرمايي چې دغه درې مواضع په عورت کې نه دي شامل، مګر نور علماء فرمايي چې دا هم په عورت کې شامل دي.

کوم علماء يې چې په عورت کې شامل ګڼي، هغوی وايي: مخ د ښځو د ښايست تر ټولو مهم او څرګند ځای دی، نو پر دې اساس د مخ پټول ډېر ضرور دي، البته فقط محارمو ته جايز دي.
دوی وايي: کله چې الله تعالی د امهات المؤمنين په اړه فرمايي چې د پردې تر شا ورسره خپل مشکل حل کړئ (دا ستاسې او د امهات المؤمنين) د زړونو د پاکوالي لپاره مهمه ده، حال دا چې امهات المؤمنين خو د کامل ايمان او پوره تقوا درلودونکې وې، نو د نور امت لپاره خو بيخي ضرور ده، بلکې اصلاً دا حکم د نور امت لپاره د درس په توګه نازل شوی. بل دا چې پورته ايت کې الله تعالی د ټول بدن په اړه د پردې حکم کړی، مخ او لاسونه يې نه دي ترې مستثناء کړي.
همداراز د سورة النور په ۳۱ ايت کې الله تعالی د امهات المؤمنين په اړه فرمايي ــــــ ژباړه: (او هغوی دې خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښکاره کوي، مګر خپلو «محارمو» ته…).
دلته هم مخ او لاسونه نه دي ترې مستثناء شوي.
نو پر موږ لازمه ده چې هغه علت وڅېړو چې له وجې يې د حجاب حکم نازل شوی، نو واضحه خبره ده چې حجاب د ښځې د عفت ساتنې، حفاظت او له فتنو څخه د مخنيوي په خاطر فرض شوی، نو څرنګه چې مخ او لاسونه د ښځو د ښايست او زينت مهم مواضع او عناوين دي، له همدې امله حتمي ده چې پټول يې هم لازم دي.

همدغه شان څرنګه چې د حجاب حکم د ښځې د عفت ساتنې او فتنو څخه د مخنيوي لپاره نازل شوی، نو له همدې امله صحيح حجاب هغه دی چې دغه اصل پکې په تمامه معنی مراعت شي، يعنې داسې حجاب بايد استعمال شي، چې هغه د فتنو مخنيوی وکړي، نو ښايسته حجاب کارول نه دي جايز، ځکه چې هغه خپله د فتنې سبب کيږي.

د اصول فقهې د قواعدو پر اساس اکثره اختلافي مواضعو کې هغه څه ته ترجيح ورکول کيږي چې هغه دواړو حالتونو لره شامل وي او هغه علت په ښه توګه پکې مراعت شي، چې له امله يې ياد حکم نازل شوی وي. مثلاً ځينې علماء وايي چې مخ پټول عورت کې نه دي شامل، ځينې وايي چې شامل دي، دلته دوهم قول ځکه معتبر دی، چې اول هم پکې شامل دي، لومړني کې له مخ او لاسونو پرته نور بدن عورت ګڼل شوی، دوهم قول کې د لومړني قول سربېره؛ مخ او لاسونه هم عورت ګڼل شوي دي، نو دوهم حکم شامل او جامع دی. همداراز اودس کې د څنګلو او پښو مينځلو په اړه اختلافي بحث کې هم هغه قول ته ترجيح ورکړل شوې، چې څنګلې او ښنګري پکې شامل دي، تر څو الهي حکم کې کمی رانشي. او دغه شان ډېر موارد موجود دي.

پر همدې اساس ويلی شو چې تر ټولو غوره حجاب عامې چادري ګانې (برقعې) دي، ځکه چې دې کې په کامله توګه د فتنې مخنیوی شوی، خو برعکس پړوني او مروج حجاب ځکه صحيح حجاب نه دی چې هغه کې د ښځو زينت نه پټيږي، بلکې هغه خپل يو ډول ښکلا لري، د خلکو توجه ور اوړي او دغه الهي حکم نه پکې مراعتيږي چې ــــ ژباړه: (او هغوی دې خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښکاره کوي).

متأسفانه؛ ځينې خلک له چادري سره د دې له امله مخالفت کوي، چې دا زموږ کلتور نه دی! حال دا چې چادري د حجاب تر ټولو غوره جامه ده، داسې چې نه پکې ځوانه معلوميږي او نه بوډۍ، خو مروج تور حجاب او کليوال پړوني خپله يو ډول ښايست او زينت لري او د خلکو سترګې ور اوړي. نو د کلتور مينه بايد تر دې حده زياته نه شي چې پر هر څه غوره والی ورکړل شي.
د صحيح حجاب په اړه څو سپارښتنې:

حجاب بايد ښايسته نه وي، ځکه حجاب د زينت پټونکی وي، نه دا چې خپله د زينت سبب شي.
حجاب بايد نری نه وي، داسې نه چې لاندې ترې د ښځو زينت ښکاره شي.
حجاب بايد کامل وي او د ښځو ټول بدن مکمل پکې پټ وي.
حجاب بايد تنګ نه وي، چې د جسم اندامونه ترې جدا جدا معلوم شي.
حجاب بايد داسې نه وي، چې د خلکو سترګې ور واوړي، يعنې نه ډېر بې کاره او نه ډېر قېمتي.
يادونه: د حجاب په اړه پورتنی بحث د افضليت پر بناء دی، نه د جواز او عدم جواز، ځکه هغه کې د علماؤ مختلف اقوال موجود دی، البته دلته فتنو څخه د مخنيوي په پار جامع او معقول اقوال څېړل شوي او ترجيح ورکړل شوې.

مأخد: بېلا بېل عربي سايټونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوی

افغانستان کی یو کس کار کوی حد اقل پنځه نور ورسره چلیږی. ښځی خو ټولی بیسواده، بی تعلیمه د سړیو منځی یا د سړیو د شهوت او غریزی د رفع کولو وسایل دی. همدا وجه ده چی د پښتون کره لور پیدا شی بیا نو هغه کور کی قیامت جوړ شی. ډیر ا فسوس ځای دی غټ او ستر کارونه مو پریښی ټول د امارت منسوبین، مشران او کشران مصروفه دی په ریږی، لونګی، د مکتبونو بندول، عشر په زوره له خلکو اخیستل، قاچاقبری، هدفی وژنی، اختطاف…. باندی. دغه چادری چی ته یی بهتره بولی آیا دا سنت دی؟ عصر… نور لوستل »

افغان

حجاب فرض دی خو چادري نه افغاني فرهنگ دی او نه اسلامي فرهنگ دی ،په لیکنه کې لیکوال پر چادري ترکیز کړی چي دا یوازي د ده د خپل متحچر ذهن څرګنده ونه کوي نه منطقي او هم نقلي اساس نه لري .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx